د افغان وسله وال پوځ منښت او ګرانښت/ محمدروښان ښاد

0 707

د ملي اردو سرتېري چې د افغانستان د دفاع او د افغانانو د خوندیتوب او ساتنې مهم او دروند مسوولیت ورتر غاړې دی، دوی د دغه لوی مسوولیت د ښه ترسره کولو لپاره د ولس ملاتړ ته اړتیا لري او د ولس ملاتړ دوی د خپلو سرښندنو، اتلولیو او ښه چلند له لارې ترلاسه کړی دی، ځکه موږ لیدلي چې د اکثرو طبیعي پېښو لکه سېلابونو، زلزلو، وچکالۍ، توپانونو او نورو پرمهال تر نورو دمخه زموږ د ملي اردو سرتېرو د هر ډول خطر په منلو سره د خلکو ژغورنې ته ځانونه ور رسولي دي او له خپلو محدودو امکاناتو څخه یې د هغوی لپاره اعظمي استفاده کړې ده.

څومره چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له خلکو سره په نرمۍ او ښه چلند کوي، نو همغومره به دوی ډېر د خلکو زړونه ترلاسه کوي او څومره چې ډېر خلک له دوی سره وي، نو همغومره به دوی خپل اصلي هدف ته چې هغه د هېواد دفاع او د هېوادوالو ساتنه ده زیات ور نږدې وي. نن سبا موږ ګورو چې زموږ د ځواکونو د پرمختګ او بریا یو عمده لامل هم د ولسونو پراخ ملاتړ دی چې له ځانه سره  یې لري.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او په ځانګړي ډول د ملي اردو سرتېري ورځ تر بلې د ولس په منځ کې محبوبیت او ګرانښت پیدا کوي او دغه ګرانښت یوازې د دوی د مبارزې او د دښمن پر وړاندې د دوی د جګړې نه، بلکې له عامو خلکو سره د دوی د ښه چلند له برکته دی.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښه چلند توپیر په کلیو کې زیات ځکه محسوس دی، چې وسله وال طالبان او نور جنګي ډلې په زور له خلکو باجونه اخلي، خلک برمته کوي، له دوی څخه حتی ډوډۍ هم په زور اخلي او د جنګ لپاره ورڅخه ځوانان په زور بیایي، خلک تهدیدوي او حتی که څوک ورسره مقاومت وکړي، نو وژني یې، مګر له دې پلوه بیا دغه جنګي ډلې او ګروپونه ځکه زموږ له ویاړلو ځواکونو سره د مقایسې وړ نه دي، زموږ مېړني اتلان په ډېره مهربانۍ له خلکو سره چلند کوي، نه یوازې د زور او تشدد پلویان نه دي، بلکې نورو ته هم د دې اجازه نه ورکوي چې زموږ هیوادوال وځوروي او له زوره ورڅخه کارواخلي.

له همدې امله د ملي اردو سرتېري د خلکو په منځ کې ځانګړی ګرانښت او محبوبیت پیدا کړی دی، ځکه زموږ ملي اردو مسلکي او ژمنه اردو ده. دوی  د وسلې د استعمال د درس تر څنګ دا هم زده کړې ده، چې له عامو خلکو سره باید څه ډول چلند وکړي او څنګه د دوی زړونه ترلاسه کړي؟ د همدغه ښه چلند له امله د ملي اردو سرتېري په عامو خلکو ګران دي .

افغان وسله وال پوځ ماتېدونکی او په شا کېدونکی نه دی، ځکه د دوی تر شا د ولس پراخ او ټینګ ملاتړ موجود دی. ولس تر پخوا هوښیار او بیدار شوی دی او اوس خپل اتلان او اصلي خادمان نه یوازې پېژني، بلکې قدر یې کوي او د ملاتړ لپاره یې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply