د جرګې مخالفت د سولې مخالفت دی

0 563

مطیع الله سحر _

 

لکه موږ چې هیڅ د سولې بخت او طالع نه لرو، ځکه چې له یوې خوا پوره څلوېښت کاله وشو چې په جګړو کې مرو، سوځوو او ورځ تر بلې بدمرغه کېږو، بل لورته چې کله هم د سولې یو څرک ولګېږي او د افغان سولې لپاره د هیواد دننه او له هیواده بهر هڅې را پیل شي، نو له یوې خوا به ټکه را ولوېږي او هر څه به ګډوډ او له ستونزو سره مخ کړي. د همدغو خنډونو او ستونزو له امله زموږ خلکو ته سوله په یوه ستړي کوونکي خوب او خیال بدله شوې ده.

ولسمشر غني په وروستیو دوه کالو کې سوله په هیله بدله کړه او ټول دې ته ګروهمن دي چې که خدای کول ډېر ژر به د بدمرغه جګړې ټغر ټول او پرځای به یې سوله وغوړېږي. په همدې خاطر افغان حکومت هم له سیاسیونو غواړي چې د سولې  پروسه کې باید په همغږۍ واقعي هڅې وکړي، نه دا چې دوی په لوی لاس سره په سوله کې خنډونه رامنځته کړي او د سولې روانې هڅې په ټپه ودروي چې دا به بیا د افغان ولس لپاره ډېره په ګرانه تمامه شي.

ولسمشر غني د سولې پروسې د ښه ترسره کېدو په موخه په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه رابللې او له دې جرګې څخه د حکومت اهداف دا دي چې په یاده جرګه کې به د هیواد له ګوټ ګوټ څخه مشهورې څېرې او سیاسي او جهادي مشران ګډون کوي. او په دې اړه به بحث کوي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې بین الافغاني مذاکرات په څه ډول ترسره شي. د جرګې لپاره د تیاریو چارې په چټکۍ روانې دي، مګر څومره چې جرګه را نږدې کېږي، همدومره یې د سیاسیونو له لوري د جرګې پر وړاندې د مخالفت غږونه پورته کېږي او ولس داسې ګڼي چې له جرګې سره مخالفت د سولې د مخالفت په مانا دی او افغان سیاسیون چې ټول عمر یې خپلې ګټې په جنګونو کې لټولي دي په هیواد کې د تلپاتې سولې پلویان نه دي.

د حکومت اجرائیه رئیس ښاغلی عبدالله عبدالله لومړنی کس وو چې له دې جرګې سره یې خپل مخالفت په ډاګه کړ او پلمه یې دا وه چې له ده سره په دې اړه مشورې نه دي شوي او له دې امله نه غواړي چې په یاده جرګه کې ګډون وکړي. ښاغلی عبدالله داسې فکر کوي چې ولسمشر غني دا جرګه د دې لپاره جوړه کړې ده چې د رانلونکو انتخاباتو لپاره کمپاین وکړي. او په دې جرګه کې به هېڅ د سولې په ګټه خبرې او پرېکړې ونه شي. دا د هغه بدګومانې ده، په جرګه کې د ټول هیواد د بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو او اقشارو استازي دي، نو هیڅوک یې د خپلو سیاسي موخو لپاره نشي کارولی، بلکې دغه ټول استازي د جنګ د پایته رسولو په موخه د سولې په نوم راټول شوي.

ښاغلی غني چې دا مهال د ولس له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی، تل یې د دې هیواد او د هیواد د بچیو لپاره کار کړی دی او ولس هم د هغه چا تر څنګ ودرېږي چې د خپلو شخصي او سیاسي ګټو پر ځای د هیواد او ولس پر ملي ګټو تمرکز ولري.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply