د لویې جرګې خېمه نن بیا د منتخبو استازو کوربنه وه

0 959

اېمل پیاوړی _

د لویې جرګې خېمه چې اتلس کاله وړاندې د بیړنۍ لویې جرګې په موخه په اوسني ځای کې اباده او بیا له هغه را وروسته د څو مهمو لویو جرګو کوربنه وه، نن یې یو ځل بیا د سولې مشورتي لویې جرګې د منتخبو استازو د کوربه توب ویاړ درلود.  دا جرګه له دې اړخه هم مهمه ده چې د افغانانو د تر ټولو لویې هیلې او غوښتنې په هیله چې باعزته او تلپاتې سوله ده د لومړي ځل لپاره د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د ولس او د بېلابېلو اقشارو استازي سره را جرګه کېږي.

ولسمشر غني دغو منتخبو استازو ته په وینا کې وویل، ”په دغه ځای کې موږ اتلس کاله پخوا د خپلو استازو له لارې په اضطراري لویه جرګه کې د نوي افغانستان د نوي مسیر بنسټ کېښود، لکه تاسې چې نن دلته تشریف لری، هغوی هم په ډېر شوق، مینې او محبت سره نړۍ ته د یو متحد او یو موټي افغانستان پیغام ورکړ.

 ورپسې په همدغه ځای کې له څو پرله پسې ورځو بحثونو او خبرو وروسته د خلکو استازو د اتباعو د حقوقو او مسوولیتونو لپاره، د دولت د صلاحیتونو او مکلفیتونو لپاره، د دولت‌دارۍ د روښانه سیستم د لرلو او سیاسي واک ته د رسېدو لپاره،  قواعد تنظیم او تدوین کړل او د ترخو تاریخي تجربو په رڼا کې یې ټول حدود ترسیم کړل او د اساسي قانون په لویه جرګه کې یې د هېواد اساسي قانون تصویب کړ او د نوي نظام اساس یې کېښود. “ 

د اساسي قانون په تاریخي لویه جرګه کې ښځو او نارینه وو د ټول دردیدلي ملت په استازیتوب، په داسې حال کې چې د خوشالۍ اوښکې یې له سترګو روانې وي، په بشپړې اجماع سره یو قانونمند او با ثباته افغانستان ته رایه ورکړه. نن هم د سولې مشورتي لویې جرګې استازو د جرګې په لومړیو کې لنډې ویډیو ته چې نندارې ته وړاندې شوه او د جنګونو، وژنو او دربدریو په اړه وه اوښکې تویې کړې، ځکه چې جنګ زموږ ټولو مشترک غم او درد دی او باید په ګډه یې د دغسې جرګو له لارې اساسي چاره وکړو.

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې منتخبو استازو ته په وینا کې وویل، ”هغه ورځ هم لکه نن چې تاسې راټول شوي یاست، د خلکو استازو په بشپړې ازادۍ او خپلواکې ارادې سره د خپل هېواد راتلونکی سیاسي، اجتماعي او اقتصادي مسیر وټاکه. زموږ د هېواد د همدغه لرغوني دود په دوام، نن تاسې مشران، منتفذین، ځوان رهبران او ښځې په هماغسې پاک نیت سره د هېواد له هرې څنډې دلته راټول شوي یاست، تر څو ما او خپل دولت ته د جنګ بندولو او یو اباد، ازاد او سرلوړي افغانستان لپاره چې په سیمه کې پایداره سوله ولري، مسیر معلوم او مشوره ورکړی، تر څو وکولای شو په ګډه د خپل ظرفیت څخه د هېواد د ترقۍ او سوکالۍ لپاره ګټه پورته کړو.  زما او د افغانستان دولت لپاره یوې پایدارې سولې ته رسېدل مهمترین او حیاتي لومړیتوب دی.“

سوله د ټولو هیله ده، ځکه سوله د ژوند دویم نوم دی او ولسمشر غني د خپلې واکمنۍ او ان ټاکنیز کمپاین پرمهال دا ژمنې کړې وې چې د سولې لپاره به اساسي کار کوي او د همده د هلو ځلو له برکته نن سبا سوله په ملي او بین المللي بحث بدله شوې، ځکه له یوې خوا افغانان په خپلو کې د سولې لپاره سره جرګه کېږي او له بل لوري د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سولې لپاره ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد د طالبانو له استازو سره د سولې مذاکرات کوي او باور دی چې ډېر ژر به د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې بین الافغاني او مخامخ مذاکرات چې ټول هیوادوال یې غوښتونکي دي پیل شي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply