ولسمشر غني سوله په عمل او باور بدله کړه

0 771

مطیع الله سحر _

تر همدا څو کاله وړاندې پورې سوله یوازې یو خوب او خیال معلومېده، ډېر لا په دې باور وو چې ممکن بهرنیان د افغان سولې لپاره موافقه ونه کړي او د دوی ټول زور په جنګ دی، مګر ولسمشر غني په دې برخه کې ټول ذهنیتونه او فرضیې بدلې کړې. د خپلو ارزښتناکو کوښښونو په پایله کې یې سوله په ملي، اساسي، بین المللي او ولسي بحث بدله کړه او همدا مهال د ولس درې زره او دوه سوه منتخب استازي د لویې جرګې تالار کې د سولې په اړه سره را ټول شوي او د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوال دي.

سوله د افغان ولس او د افغان حکومت اساسي هیله او د خدای تعالی امر دی، مګر د دې باوجود لا هم جنګي او وسله والې ډلې په جنګ ټینګار کوي.  د سولې تږی ولس د شته ستونزو با وجود بیا هم د سولې لپاره پایڅې رابېډ وهلي او غواړي چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سولې ولسي حرکت د سولې غږ خپور کړي. عام افغان ولس دې او که افغان حکومت دی د هیواد د سولې په پروسه کې یې تل له خپلې هڅې هم زیاته ونډه اخیستې. دوی د سولې لپاره له خپله سره هم تېر دي. افغان ولس وايي چې اوس به په سوله کې زمونږه سر لاړ شي. خو زمونږه د راتلونکو بچیو لپاره خو به یوه ارامه فضا جوړه کړو. چې تر څو زمونږ په څېر هغوی هم په سختو سختیو او کړاونو کې د خپل ژوند شپې او ورځې سبا نه کړي. بلکې په یوه ارامه او سوکاله فضا کې خپل ژوند وکړي.

ولس د جنګ پر ښکېلو غاړو حکومت او وسله والو طالبانو دا غږ کوي چې تـاسو باید نور د افغان حکومت له صبر نه غلطه استفاده ونه کړئ. افغان حکومت بار بار پر تاسو دا غږ کړی چې راشئ له افغان حکومت سره یو میاشت اوربند وکړئ. که چېرته په یوه ارامه او سوکاله او یو ځای ژوند خوند درنکړ بیا چې څه مو زړه غواړي هغه وکړئ. افغان حکومت هم په دې باوري دی که چېرته یو ځل دوی بیا له افغان حکومت سره اوربند وکړي، حتما به له اوربنده وروسته سوله هم وکړي.

د سولې ولسي حرکت پر دواړو خواو هم پر افغان حکومت او هم پر طالبانو باندې دا غږ کوي چې د یو بل پر وړاندې د عملیاتو اعلان  لغوه کړي. ځکه چې یو خوا د افغان سولې لپاره هڅې روانې دي او طالب استازو هم د افغان سولې لپاره غاړه ایښې ده. خو دا به ښه نه وي چې د یو بل پر وړاندې بیا هم جګړې وشي وینه توی شي. په پښتو کې یو وتلی او مشهور متل دې چې وايي وینه په وینه نه مینځل کېږي. نو چې داسې دې ولې بیا د یو بل پر وړاندې وسله پورته کړو او خپل ژوند په خپله تبا او برباد کړو.

افغان حکومت وايي چې مونږه  دخالد  “په  نوم  پسرلني عملیات نه، بلکې امنیتي پلان  اعلان کړی. دا کار یې د هیواد او خپل ولس د دفاع او ساتنې په خاطر کړی دی. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply