کرزي ته يوه مشوره /سيد حسين پاچا

0 639

له تذبذب او نفاق ځان وژغوره، تل پر خپله خبره ولاړ اوسه

تاسې بايد د پخواني ولسمشر او سياستوال په توګه د يووالي سمبول اوسئ نه د نفاق

کينه او رخه مه کوه چې د ايمان زوال دی، غني تاسې ته مخلص، خو تاسې نه ياست

سيد حسين پاچا

عبدالله ابن اُبی إبن سلول :

لما توفي عبد الله بن أبي جاء ابنه عبد الله بن عبد الله بن أبي بن سلول إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فسأله أن يعطيه قميصه يكفن فيه أباه فأعطاه، ثم سأله أن يصلي عليه فقام الرسول صلى الله عليه وسلم ليصلي عليه، فقام عمر فأخذ بثوب رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله، وقد نهاك ربك أن تصلي عليه؟ فقال رسول الله : إنما خيرنی الله فقال: اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ [التوبة:۸۰]. وسأزيده على السبعين، قال: إنه منافق. يقول ابن عمر: فصلى عليه رسول الله، فأنزل الله عز وجل هذه الآية: وَلا تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِنْهُمْ مَاتَ أَبَداً وَلا تَقُمْ عَلَى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ [التوبة:۸۴].

ويجزم المؤرخون المسلمون انه بموت عبد الله بن أبي بن سلول انحسرت حركة النفاق بشكل كبير، وتراجع بعض أفرادها فيما بقي البعض الآخر على الكفر الذي يضمرونه، وقيل انه لا يعرفهم سوى حذيفة بن اليمان صاحب سرّ الرسول صلى الله عليه وسلم.

ښاغلی خانزاده مشره،

د پخواني ولسمشر او سياستوال په توګه ستاسې له شان سره دا ښه ښايي چې تاسې د اوسني ولسمشر ملاتړ وکړئ نه دا چې پښې يې ووهئ. ((څه چې کرې هغه به رېبې))، تر پرونه د جرګې له داېرېدو سره خوښ وې، خو نن يو دم ۱۸۰ درجې پر شا شوې او په داسې وخت کې يې د ځنډ خبرې کوې چې ټول تياری ورته نيول شوی دی. ثبات او پر خپله ټينګ پاتې کېدل د برياليتوب نښه ده.

ښاغلی خانزاده مشره،

  • که له امريکا نه خپل سياسي غچ اخلې، نو دا کار نه تا او نه ولس ته ګټه کوي.
  • که له غني او ولسه سياسي غچ اخلې، نو هم دا کار نه تا او نه ولس ته ګټه کوي.
  • د نظر اختلاف وتخريب سره توپير لري. ستاسې منډې او ګوښه کېدل تخريبي بڼه لري.
  • د حکومت او ولسمشر غني ملاتړ ستا اخلاقي مسووليت دی.
  • د خپل ناسم مديريت پړه دې پر نورو مه اچوه! تر څو به ځان پرې دې بېځايه اخوادېخوا منډو خلاصوې؟
  • اتمر هم ډېره بېلاري شروع کړې، خو ډېر ژر به سخت سپک شي.

د ښاغلي بُش پلار چې مړ شو، نو درېواړه ولسمشران ټرمپ، اوباما او کلنټن په ګډه له بُش سره خوا په خوا ولاړ ول او د جنازې په مراسمو کې يې ګډون وکړ.

ښاغلی خانزاده مشره،

تل دې احساساتي برخورد کړی او ناسمې پرېکړې دې کړي دي چې بيرته همدا ستا په تاوان پرېوتې دي. خلک له اتمر، حکمتيار او داسې نورو نه ګيله نه کوي، ځکه چې هر يو ځانته خپله تېره مخينه لري، خو تاسې ته د هېواد د يو پخواني ولسمشر په توګه چې هند کې دې زده کړې کړيدي او تاسې ماشومانه حرکتونه وکړې چې نه ستا او نه د ټول ملت په ګټه دي. تل دې د نورو منلې او د ملت دې نه ده منلې.

ښاغلی خانزاده مشره،

دا نفاق وناغېړي دومره بد شی دی. ته ګوره عبدالله ابن اُبی ابن سلول چې کله مړ شو، نو زوی يې پېغمبر عليه الصلاة والسلام ته راغی که خپل لباس ورته ورکړي او ورته يې کفن کړي او جنازه يې وکړي. کله چې پېغمبر عليه السلام پاڅېده، نو عمر رضی الله له کاليو ونيولو او ورته يې وويل چې يا د الله تعالی پېغمبره! تاسې خو الله تعالی له دې کاره منعه کړي ياست، خو هغه صلی الله عليه وسلم ورته وويل چې زه الله تعالی اختيارمن کړی يم، خو کله چې جنازه يې وکړه، نو سملاسي ايات نازل شو چې يا پېغمبره ستا له شان سره نه ښايي چې تاسې د ده پر قبر ودرېږئ او پروردګار روښانه کړه چې دی فاسق وو. فاسق له قرآني وفقهي پلوه توپير لري. ان تر دې چې د فاجر پسې لمونځ روا دی، خو د فاسق پسې نه، بلکې جنازه يې هم روا نه ده.

زما مشوره تاسې ته دا ده چې تاسې تل ناسمې پرېکړې کړي دي او تل احساساتي ياست او احساسات او ناسمې پرېکړې او هسې بېځايه منډې ترړې اخوا ودېخوا ستاسې له شان نه ښايي. ښه دا وه چې ښه د نر غوندې د غني تر څنګ ناست وای او د همدې جرګې مشري تاسې کړی وای، خو وروستی عقله کاشکې چې ړومبی وای! ښه به دا وي چې داسې کړه وړه چې هغه د نفاق لامل کيږي ځان ترې وژغورئ!

لکه څنګه چې ښاغلي شيرزي ورته اشاره کړې موږ ټول هېوادوال پر خپلو اسلافو لکه ميرويس خان، احمد شاه بابا، ملالۍ، زرغونه انا، حبيبي، بېنوا، رشاد او داسې نور ټولو باندې وياړو، خو کله چې تاسې ته راشو لږ څه نااميدي راشي، خو بيا هم هيله لرو چې لوی کندهار به خدای بې برخې نه کړي.

لکه چې ښاغلي سياف پخپلو خبرو کې ورته اشاره کړې په دې هيله چې ټول بيرته له جرګې سره يوځای شئ او په اتفاق و يووالي کې الله تعالی خير وبرکت اچوي. طالب به هم آخر رب العالمين لارې ته سم کړي، خو لا تراوسه لارې ته سم شوی نه دی او ډېر ژر به لارې ته سم شي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

کرزی: د سولې مشورتي لويه جرګه دې وځنډول شي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48078958

شېرزی: کندهار د کرزي په شمول خپلو کندهاري مشرانو خراب کړی

http://www.taand.com/archives/126666

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply