ماشوم به مو څنګه سالم زېږي؟

0 1,482

په دې مطلب کې هغو ښځو ته چې غواړي ماشومان راوړي، وړاندې بايد کوم کارونه وکړي چې روغ وزېږي او د زېږون په وخت کې دواړو ته کوم تکليف پېښ نه‌شي. همدارنګه په دې وخت کې چې تر ډېره غذايي اړخ ته زياته پاملرنه په کار ده غږېږو.
لومړی؛
که اميندواره ښځه خپل غذايي رژيم ته پام وکړي او پر خپل وخت ګټور خواړه وخوري لکه؛ غوښه، پالک، هګۍ او تر ډېره سابه يا ترکارې ورسره وخوري. د طبپوهانو په باور که اميندواره ښځې پرله‌پسې هغه خواړه چې زياته اوسپنه او پرېمانه وېټامين ولري وخوري ماشوم به يې سالم زېږي چې هيڅ ناروغې به نه لري او که ناروغ هم شي د بدن مقاومت به يې زيات وي.
دويم؛
سالم کوروالی يانې هغه وخت چې ښځه او خاوند غواړي د ماشوم زېږولو په خاطر همبستره کېږي له وړاندې بايد دا هېر نه کړي چې خپل شرم ځايونه پاک او تشې متيازې خارج کړي، ځکه د دې برخې مسلکيان په دې نظر دي چې زيات ميکروبونه له تشو ميتازو او ناپاکيو سره د نارينه او ښځې فرج ته زيان رسوي. په تېره بيا ښځې ته چې ماشوم يې ناسالم يا هم معيوب پيدا کېږي.
همدارنګه کوروالی بايد د سهار پاڅېدلو په وخت کې وشي، ځکه په دې وخت کې رګونه تش او ټول هورومونه ترشح شوي وي چې له امله اړيکه خوندوره او د دواړو پر بدن زور نه راځي او که ماشوم يې په نس شي تر ډېره به روغ وي.
درېيم؛
په نورو هېوادونو کې هغه ښځې چې اميندواره وي ځان خوښ ساتي او تر ډېره پارکونو، تفريح ځايونو ته ځي، همدارنګه وچه او لنده مېوه هر مهال خوري.
«هغه ښځې چې زياته مېوه لکه؛ انګور، مڼې، مالټې، کېنو، کېلې، الو، ام، هيندواڼه او … خوري نه يوازې چې ماشوم يې سالم وي، بلکې له هغه سره سره به ښکلی هم وي.» وچه مېوه د دماغ، عصبي رشتو او سيسټم په قوي کولو کې زيات رول لري؛ نو کومه ښځه چې ماشوم زېږولو ته يې زړه کېږي، مېوه دې نه هېروي.
څلورم؛
اميندواره ښځې او ماشوم ته تر هر څه زيات جانبي عوارض له دروند کار او يا د هغې له چاغښته ور پېښېږي. کومې ښځې چې په دې وخت کې درانه کارونه کوي، ماشوم يې له وخت وړاندې زېږي او يا مړ زېږي.
هغه ښځې چې زياتې چاغې وي سالم ماشوم په دې نه‌شې راوړلای چې د اولاد ځای«رحم» يې کوچينی وي چې تر نهو مياشتو مخکې زېږي او يا هغه جسماً ډېر ووړ وي. چاغه ښځه د زېږلو په وخت کې ډېره په تکليف کېږي چې د مرګ امکان يې هم شته.
پنځم؛
کومې ښځې چې غواړي سالم «روغ» ماشوم ولري دا پورته خبرې دې نه هېروي او دا هغه لارې وې چې تر زېږون وړندې عملي کېدې، خو په دويمه مرحله تر «زېږون وروسته» خپل غذايي رژيم ته بيا هم ډېره توجه وکړي او د دې تر څنګ په دې وخت کې بېلابېل خواړه وخوړل شي چې شېدې يې ډېرې او ماشوم يې موړ وي.
کومې ښځې چې ښه خواړه نه خوري ماشوم يې وږی او خوارځواکی کېږي؛ نو په کار ده چې هغه ته يوازې د مور شېدې ورکړل، خو هغه مهال چې ښځه خپل خوراک ته ډېره پاملرنه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply