هر هغه چا ته ډالۍ
:چې په ویاړ وايي
!زه افغان یم
————–
هو ! ته افغان یې، ته افغان وې، لا افغان پاتې یې
ته زموږ د مینې د دې لوی وطن جانان پاتې یې
د خِطې ټول سکون پرست، سکوت پرست دې واوري
د ایشیا زړه له تا دربیږي، لا روان پاتې یې
د استعمار چاړه دې پڅه کړه، خو غوڅ یې نه کړې
زخمي زخمي یې، خو لاهسک پر دې میدان پاتې یې
چا ویل چې ستا له هرتیندک سره زه نه خوږیږم ؟
ته خو مې جانه ! لا هر درد لره درمان پاتې یې
دوښمن ته وایه د تاریخ عظمت مې څه له پوښتې؟
خپله ولاړ پر شېرشاهي سړک حیران پاتې یې
هو ! ستا لونګۍ ته په لُنګونو کې لینګي لړزیږي
چې ” لکه ونه مستقیم په خپل مکان” پاتې یې
ستا د هویت دا هسک قامت ته بوړبوکۍ نو څه دي
ځارشم افغانه، ته افغان وې، لا افغان پاتې یې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320