ولسمشر غني له پاکستان سوله نه، بلکې ژمنه غواړي

0 530

اېمل پیاوړی-

 

 

حامد کرزي به ویل چې د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نه راځي او د دې پرځای چې وسله والو طالبانو ته مراجعه وکړي، نو بار بار یې پاکستاني مقاماتو ته مراجعه کوله او له هغوی څخه یې غوښتل چې وسله وال طالبان دې د سولې او مذاکراتو مېزه ته راولي، مګر د ولسمشر غني هیله او غوښتنه مطلق متفاوته ده. هغه هیڅ وخت له پاکستان څخه نه غواړي چې وسله وال طالبان دې سولې ته راولي، یا دې مذاکراتو ته حاضر کړي او یا دې په دې برخه کې کوم بل داسې اقدام وکړي چې د طالبانو د هڅونې لامل شي.

بلکې ولسمشر غني له پاکستان څخه دوه شیان غواړی لومړی دا چې خپل نااعلان شوی جنګ دې ودروي، خپلې اړیکې دې له طالبانو سره یا واضح کړي او یا دې پرې کړي. په دویم قدم کې دې دا ژمنه وکړي چې له وسله والو طالبانو سره به په افغانستان کې د جنګ، وراڼي او تروریستي بریدونو د ترسره کولو لپاره هیڅ ډول همکاري هم نه کوي. دا نهایت مهمه ژمنه ده او تر هغو چې پاکستان دا ژمنه په عمل کې ثابته نه کړي، نو د سولې خبرې بې مانا دي، حتی له پاکستان سره د اړیکو لرل بې مانا دي، نو بیا ښه ده چې د پاکستان او افغانستان اړیکې همدا د اوس غوندې خړې پړې وي.

پاکستان باید عملا دا هر څه د افغانستان لوري ته ثابت کړي او د هغوی ډاد او باور ترلاسه کړي، له هغه وروسته د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ښه والی راتللی شي. که چېرې پاکستان دا ځل هم خپله ژمنه عملي نه کړي، نو بیا به هیڅ وخت هم ولسمشر غني ورته مخ را وانه ړوي. په افغانستان کې روان جنګ څو بعدي دی له دې امله لومړي ګام کې لومړیتوب دادی، چې د دولت مناسبات له دولت سره د خلکو له خلکو سره، د پاکستان خلکو او دولت سره مناسباتو ته په جلا توګه وکتل شي، د دولت له دولت، خلکو او خلکو ترمنځ مناسباتو ترمنځ تفکیک وشي.

موږ اول د دوه هېوادونو ترمنځ سولې ته اړتیا لرو. تر هغو چې د پاکستان له خوا نیابتي جګړه روانه وي، که په هر دلیل وي، چې هغوی تحمل، حمایه یا تشویق کړي، موږ د دولت له دولت مشکل سره مخ یوو. 

څو کاله وړاندې ولسمشر غني جیو تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې ”موږ له پاکستانه سوله نه غواړو، موږ ژمنه غواړو، دولت په دولت تعهد .. داسې تعهد چې یو دولت یې بل دولت ته ورکوي، موږ به په دغه برخه کې هڅه کوو او هڅه به وکړو. خو دا مهمه وه چې د معضلې هغه بعد ته رسیدګي وشي چې پاکستان سره مستقیم پيوند لري، لکه تاسو چې مخکې وویل، هغوی مهم اعلان کړی دی، خو موجه نه دی. تروریزم نشي تفکیک کولی، څه شي ته چې تاسې اشاره وکړه، د مقاماتو له نقل قوله چې ښه او بد تروریزم موجود دی، دا ادعا موږ ته  د منلو نه ده.“

دا به نو وخت ثابته کړي او د ولسمشر غني له سفر وروسته به په ډاګه شي چې پاکستان خپل فکر او دریځ بدلوي او که همغه زوړ ملا او زړې تراوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply