دولت د سولې برخه کې کافي نرمښت ښودلی دی

0 787

محمدبشیر یوسفزوی –

 

افغان دولت د سولې برخه کې د خپلو وسله والو مخالفینو پر وړاندې کافي نرمښت ښودلی دی، ځکه چې دولت  د حکومتونو، ټولنو او ملتونو د سياسي واك او چارو د چلولو تر ټولو لويه او واكمنه سرچينه ده. له  همدې امله دولت ته ښايي چې له خپلو وسلوالو مخالفینو سره د روغې جوړې لپاره رښتینی، عملي او زيات تمايل وښيي، ځكه د دولت يو كوچنى حركت  هم ډېر اغېزمن ثابتېدلي شي.

دولت باید د دې لپاره هم د سولې په برخه کې کافي نرمښت وښیي چې سوله، پخلاینه او روغه جوړه پسرلنی باران نه دی چې په خپله وورېږي او نه هم نور زموږ د غمه مړه دي چې زموږ هېواد ته سوله، ارامي او سوکالي راولي. که نورو سوله راوستلی او په دې برخه کې د دوی هلې ځلې رښتینې وای، نو لا د وخته به یې سوله راوستلې وای.

بله دا چې زموږ ولس د بهرنیانو هرې کړنې او هڅې ته د شک، تحمیلي او پردۍ ایډیا او نظریې د تپلو په سترګه ګوري. ممکن د دوی هڅې زموږ خلکو ته هغومره د منلو وړ نه وي لکه زموږ د خپلو هڅې. له دې امله دولت او وسلوالو مخالفینو ته ښايي چې د سولې او روغې جوړې په موخه په خپلو منځونو کې نرمښت وښیي.

وسله وال مخالفین دې خپلې مرګونې، ورانونکې، تخریبي او  یو د بل د غندلو لیکنۍ، ګړنۍ او عملي کړنې ودروي. د سولې له لارې دې خپلو افغانانو ته د وروروي او خواخوږي لاسونه اوږده کړي. د بې ګناه هېوادوالو د وژلو او وینو بهولو دغه روان بهیر ودروي. د پراختیايي او بیا رغاونې د چارو پر وړاندې ستونزې او خنډونه پېښې کړي. د ښوونکو، زده کوونکو، ډاکټرانو، انجیرانو، د ملي اردو د سرتېرو، ملي پولیسو او نورو د بې ځایه وژلو څخه لاس په سر شي. یو پر بل باور وکړي. په ګډه د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ او نېکمرغۍ لپاره مټې راونغاړي. په خپلو کې سره پخلا شي او تر دې وروسته په ګډه یو له بل سره  د وروڼو او هېوادوالو په څېر د لویو او هغو ملي موخو لپاره کار وکړي چې د افغان ، افغانستان او ټولو په ګټه وي.

که وسله وال مخالفین د سولې بین الافغاني مذاکرات ومني او عادي ژوند ته ستانه شي، نو باور دی چې د ملي اردو، ملي پولیسو او د دوی وړتیاو ته په پام سره نورو دولتي ادارو کې به جذب شي او د ژوند تېرولو اسانتیاوې به ورته برابرې شي، تر څو دوی وکولای شي له یوې خوا خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي او له بل لوري خپلو کورنیو ته د ژوند کولو وسیله برابره کړای شي.

وسله واله مخالفینو ته ښایي چې د نورو په لمسون له سولې په شا نشي او نه هم د خلکو بې موجبه وژنې ته ادامه ورکړي، بلکې دوی  الهي امر او د ولس غوښتنې ته دې غاړه کېږدي. سوله دې ومني او په دې ډول دې د دښمنانو ټولې توطیې او دسیسې شنډې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply