د سرتېرو کورنۍ د ځانګړي درناوي وړ دي

0 647

محمدروښان ښاد –

ولسمشر غني چې کله هم ولایتي سفرونو ته ځي او هلته له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ګوري او یا په ارګ او نورو ځایونو کې په بېلابېلو مناسبتونو او غونډو کې د هیواد د وسله وال پوځ منسوبینو ته مخاطب وي، نو تل د دوی له کورنیو، د دوی له والدینو، د دوی له اولادونو او د دوی له مېرمنو څخه د زړه له کومې مننه کوي او په ټینګار سره ورته وایي چې زما سلامونه او درناوی هغوی ته ورسوئ.

نوموړي د خپلواکۍ په مناسبت خپله وینا کې امنیتي او دفاعي ځواکونو عزتمنو کورنیو او افغان ولس ته په خطاب کې وویل: ”تاسې چې خپل اولادونه د وطن د عزت او ناموس ساتلو لپاره د ملي اردو، ملي پولیسو او نورو امنیتي ارګانونو صفونو ته استولي دي، خاصه مننه درڅخه پکار ده. ستاسې د همدې همکاري برکت دی چې په دې وروستیو میاشتو کې د ملي اردو جلب و جذب نهه (۹) فیصده زیات شو. هره ورځ زموږ قهرمان ولس وایي چې موږ د رضاکار په حیث حاضر یوو، چې له دې وطن نه دفاع وکړو او وختې چې دا روحیه وي تل به وي افغانستان. زموږ ځوانان په خپله خوښه او خپله رضا له امنیتي او دفاعي قوتونو سره یو ځای کیږي او دا ثابتوي چې زموږ خلک د وطن د استقلال، امنیت او ثبات ساتلو ته ژمن دي.

د ده په وینا: ”تېر کال همدا وخت ، ځینو کسانو تصور کاوه چې د خارجي قوتونو له وتلو او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو له انتقاله وروسته به، په افغانستان کې خدای مه کړه  د امنیت او کراري دښمنان ځینې ولایتونه ونیسي، خو زموږ غیرتمنو عسکرو او پولیسو د افغانستان دښمنانو ته نه یوازې د ولایتونو د نیولو اجازه ورنه کړه، بلکې د ولسوالیو نیولو ته یې هم نه دي پریښي او د سولې او امنیت مخالفانو چې د افغانستان په هر ګوټ کې د پرمختګ هڅه کړې ده، د افغانستان زړورو بچیانو سم سبق ورکړی او بیا بیا به سبق ورکړي.

زموږ ویاړلي سرتېري د دښمن پر وړاندې په ټول قوت جنګېږي او دوی یوازې د هیواد د دفاع، د ملي ګټو او خپلو ولسونو او ملي ارزښتونو د ساتنې او پالنې په موخه هره شیبه قرباني ورکوي او د خپل ورسپارل شوي مسوولیت لا ښه ترسره کولو ته ژمن دي. د ولسمشر غني په خبره: ”زموږ امنیتي او دفاعي قوتونو ثابته کړه چې انسجام یې ورځ په ورځ بهتره کېږي او د تحرک سرعت یې زیات دی. دغه راز د جنګ مدیریت یې عالي دی او د وطن د دفاع لپاره یې انګېزه ډېره قوي ده. که څوک د معاش لپاره کار کوي، نو معاش او مادي منفعت خو په ملکي کارونو کې هم شته دی. زموږ  عسکر او پولیس د جبر له لارې نه، بلکې په خپله رضا او خپله خوښه له امنیتي او دفاعي لیکو سره یو ځای کېږي. دغو حقایقو ته په پام سره ویلای شو چې زموږ دفاعي او امنیتي قوتونه د افغانستان لپاره په یوه باثباته، ملي او متحد نظام باور لري او د شخصي ګټو یا د یوې ډلې د مقصدونو لپاره نه، بلکې د ټول افغانستان د خیر لپاره په مبارزه او مجاهده بوخت دي.  زه د افغانستان د وسلوالو قواوو د اعلی سرقومندان په حیث د خپل وطن په دفاعي او امنیتي قوتونو ویاړم او افتخار کوم.

سرتېري او د دوی کورنۍ د ځانګړي درناوي وړ دي، ځکه دوی ټول خطرونه ويني، درک کوي یې ، مګر بیا هم خپل خواږه اولادونه د هیواد د دفاع په خاطر د مبارزې لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته استوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply