د کوژدې او ګډ ژوند د سر ټکي

0 1,252

ولې تاسې هغه خپل راتلونکی/راتلونکې جوړوئ؟ دا يوه ځانګړې پوښتنه ده چې له خپلې کوژدن څخه کېږي، ممکن خپل دلايل ولري، خو په دې کې ځينې مهمې نکتې ډېرې اغېزمنې واقع کېږي، لاندې يوه يوه درته وړاندې کوو؛
جذابیت؛
تر ټولو د مقابل لوري لپاره هيجاني او پام اوښتونکی شی يوازې جذابیت دی، مګر دا متفاوت دي، لکه ظاهري جذابیت؛ په اوسنۍ زمانه کې زيات نارينه چې د ښځې په سينګار او فېشن تېر وځي راتلونکی يې له ګواښ سره مخ کېږي، يا يې هره ورځ خپل‌منځي شخړه وي، د دې ستر لامل يو ظاهري ښکلا د انتخاب معيار وي، مګر ښکلې څېره او تناسب لرل د ظاهري ښايست يو مهم اصل دی، خو که نور ژوند ته وکتل شي بیا تر ټولو غوره او پايېدونکی شی باطني ښکلا يانې اخلاق، نرمه رويه، د کور په کارونو کې مهارت، د خسرګنۍ او نورو دوستانو درناوی کول ټول پکې شامل دي.
دې نکتې ته هم پوره توجه په کار ده چې يوازې د هغې/هغه په عقل خزانه نه‌شئ موندلای چې ظاهري ښکلا له پامه پکې ورغورځوئ، مګر د واده کولو لپاره تر ټولو معقول معيار له ځان سره يو ډول ګڼلو کې دی، په دې مانا کومې ځانګړنې چې ښځه يا نارينه لري تر ډېره په هماغه نکتو د ځان لپاره مناسب کس انتخاب کړي، يانې چې په ښايست کې تر تاسې نه لوړ او نه ټيټ وي.
اخلاقي جذابیت؛
مهربانه، نرم‌زړې، سنګين‌والی، په خبره پوهه وي، تر ډېره د نورو په زړونو کې ځای پيدا کوي.
ټولنيز جذابیت؛
بله ځانګړنه د کورنۍ په ډول پورې تړلې چې په دې کې اقتصادي اړخ، کورني نزاکتونه، په کلي او محل کې ښه نوم لرل، زده‌کړې، دنده او نور… په مقابل لوري زیات اغېز کوي، معمولاً د هغه کورنيو نجونې/هلکان که ظاهري ښایست و هم نه لري د نېک نوم له اړخه د دوستي اړيکه ډېره ورسره نيوه کېږي، زموږ په اصطلاح مرکې ور ځي.
ورته‌والی «مشابهت»
تر ټولو ښه جوړه هغه وي چې ډېرې ورته ځانګړنې يو له بل سره ولري، مثلاً هغه که د شکل او رنګ، قد له لحاظه وي او که نور اړخونه لکه هم‌مفکري، هم‌شخصيتي، تر عقيدې پورې…
مخکينی شناخت؛
په نړۍ کې چې زیات ودونه کاميابېږي، هغه د دواړو کورنيو اړيکه او يا پېژندنه ده، همدارنګه زیات هغه کسان چې په يوه ګډه دنده کې يو بل ښه وپېژني او بیا ګډ ژوند سره پيل کړي ودونه يې له شخړو او نيمګړتياوو خلاص وي.
مګر لويه بدبختي دا ده چې د خسر او نجلۍ د کورنۍ پخوانۍ اړيکې نه وي يا هلک او نجلۍ سره و نه ويني، ډېرې خامۍ يې پټې پاته کېږي چې له واده وروسته لويې ستونزې هم ترې پېښېدای شي.
توپيرونه؛
د ډېرو کسانو ځانګړنې هم سره يو رنګ وي، خو اکثره داسې اړخونه هم لري چې سره پکې مخالف وي؛ نو په دې خاطر هم زیات ودونه کېږي چې يو له بله متاثره شي او مشترکې ځانګړنې يو بل ته انتقال کړي، څو هغه د ضعف نکتې سره پوره کړي چې يو بل سره پکې مخالف ول.
مينه او علاقه؛
تر ټولو ښه شرط مينه ده چې ژوند لوړو پوړيو ته پرې رسېدلای شي، هغه ښځه ځان زیات خوشبخته بولي چې مقابل کس غواړي يوازې له دې سره ژوند وکړي؛ نو ښځه زيات د ارامې احساس کوي. ښه او معقوله خبره دا ده چې مينه او علاقه نه له يوه اړخه وي، بلکې کامياب ژوند جوړول په متقابله مينه پورې تړلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply