د خليلزاد هلې ځلې او د طالب بېځايه نازول

0 720

د خليلزاد هلې ځلې او د طالب بېځايه نازول

پروېز مشرف هم له آغلې کلينټن سره د حقاني شبکې په تړاو د نرمښت او مراعات غوښتنه کړې وه

رياست هم هغه وخت سراج الحق له آغلې کلينټن سره په منځني ختيځ کې کښېنولی وو، نن يې برادر هم ورسره هملته کښېنولو، غوښتنې سره ورته دي.

سيد حسين پاچا

نوټ : د رياست لپاره د طالب وحقاني شبکې دغسې وړل راوړل او هلته په بهر کې له مشر لالا سره کښېنول داسې دي لکه يو دلال چې مفعول – فاعل ته وروړي. له سياسي – اسلامي، ايماني واخلاقي پلوه دا څنګه توجيه کېدای شي چې خاوره چېرته او خبرې چېرته د چا او چا ترمينځ ترسره کيږي؟ دا رياست له طالب وحقاني شبکې سره د حافظ سعيد، مسعود اظهر او سيد صلاح الدين په پرتله د مور وميرې په شان توپيري چلند کوي؟ هغه درېواړه خو هم بايد هند ته ورکړي چې دوی يې مشر لالا ته په لاس ورکړل او ملا ضعيف يې بېعزته کړ چې رستم شاه مهمند يې هم منښته کړې. طالب کې ايمان او هېوادنۍ مينه چېرته ده؟

[[د حکومت يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته ويلي، هوکړه کې پر اتلس مياشتني انتقالي حکومت توافق شوی چې په ترڅ کې به يې طالبان نه خلع سلاح کېږي بلکې تر خپل کنټرول لاندې سيمې به ورسره وي.]]

پاکستان (رياست) دې طالب له موږ سره خبرو ته حاضر کړي.

طالب خپله حاضر شو او که چا د تېر په څېر خبروته حاضر کړ؟

[دا څه ډول غونډله (جمله) ده او څنګه توجيه کېدا شي؟]

تېر ته په کتو د نجيب الله په وخت کې هم د امريکا و روسيه ترمينځ داسې هوکړه شوې وه چې دواړه ښکېلې غاړې به خپلې خواوې يعنې مجاهدين وحکومت مرسته به نه کوي، ولې له بده مرغه روسانو له نجيب سره مرسته ودروله، خو امريکا مجاهدينو ته ونه دروله او پاکستان د مجاهدينو له ملاتړه لاس وانخېست او هم د سولې د خبرو په جريان کې د جبل السراج ائتلاف جوړ او خبره کودتا ته ورسېده. له يو لورې ضياء او له بل لورې تهران سوله سبوتاژ کړه.

اوس چې بيا طالبان نه بېوسلې کيږي او د خپل کنټرول سيمې به ورسره وي دا کټ مټ (هوبهو) هماغه تېر وخت ته ورته دي چې لا تر ننه ترې کړيږو. د ښاغلي کرزي په وخت کې هم د همدغسې زونونو غوښتنه شوې وه چې بيا هغه دا کار ونه منلو، نو نن پر غني ولې ومنل شي؟

بله دا چې د آغلې هيلري کلينټن په وخت کې چې نظاميانو سراج الحق ورسره کښېنولی وو او په حکومت کې د ګډون وړانديز هم ورته شوی وو، ځکه هغه خپله له رسنيو ته ويلي وو چې موږ ته په حکومت کې د ګډون وړانديز شوی وو، خو موږ ونه منلو. بيا پروېز مشرف دا خبره کړې وه :

((امريکا دې له موږ سره د حقاني شبکې پر سر ګوزاره (نرم چلند وکړي)).

ان تر دې چې آغلې کلينټن خو لا دا هم ويلي وو :

((پاکستان په لستوڼي کې ځانته ماران ساتي)).

دا متل يې څنګه او له کومه ياد کړی وو؟

امريکا بيا هغسې سخت چلند ونه کړ څومره چې تمه کېده.

تېر او تجربو ته په کتو د ښاغلي خليلزاد د طالبانو دغسې نازول هوبهو د آغلې کلينټن د هغه تېر وخت سره ورته دي چې مشرف له امريکا د ښاغلي اوباما په وخت کې د حقاني شبکې لپاره ناز او د نرم چلند غوښته کړې وه، خو دومره ده چې هغه امريکي الاصله او دی افغاني الاصله دی. لږ تر لږه خاوره خو پرې دومره حق لري چې د رياست بېځايه فرمايشونه ونه مني.

رياست په دې ډول لوبو کې تر هر چا ډېره مسلکي تجربه لري چې څنګه او چېرته طالب يوځای او بل ځای له خلکو سره خبرو د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو کښېنوي؟ له دې مخکې يې جهادي پير کې هم همدغسې ورته تجربې کړي ان تر دې چې يوځل خو يې کعبې ته هم ننه ايستی وو، نو په قطر کې د طالب کښېنول د کعبې، راولپينډۍ، نشترهال او مري ته ورته دي.  مېجر رشيد خو له متوکل سره د ارواښاد زرملوال په خبره په يو بهرني سفر کې هم مل وو چې خپله پوځي دنده يې پرېښووه او زموږ د جهاد لپاره له طالبانو سره يوځای شوی وو. ايا دا به ساده توب نه وي؟

که طالب دومره رښتينې مينه له هېواد سره لري، نو د مېجر عامر خبره :

((د ميجر عامر سپينی خبرې : مونږ امريکې ته ‌‌‌‌‌‌ډير خدمت کړی ، طالبانو حکومت مو ړنګ کړ ، شپږ سوه کسان مو وروسپارل ، ملاضعيف مو بی عزته کړ … !))

د خليلزاد خبره دلته سم اړخ نه لګوي. طالب چې چا بېعزته کړی له هغه سره دې حسابي وکړي. د طالب وطنپالي او هېوادنۍ مينه د رياست پر وړاندې د يوښتنې وړ ده.

په درنښت

سيد حسين پاچا

خليلزاد طلوع تلويزيون ته څه وويل؟

http://www.taand.com/archives/133894

ولسمشر به په ۴۸ ساعتونو کې د موافقې په اړه خليلزاد ته نظر څرګند کړي

http://www.taand.com/archives/133873

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply