شاه محمود قريشي او عمرانخان د پاملرنې په پار

0 600

شاه محمود قريشي او عمرانخان د پاملرنې په پار :

افغانان سوله د خپلې خاورې په بدل کې نه غواړي

افغان ولس د پنجاب د هرې شومې هڅې پر وړاندې داسې کلک هوډمن دی لکه موسی وهارون عليهما السلام چې د بني اسرائيلو لپاره د فرعون مخ ته ودرېدل او د ظلم پر وړاندې يې سپر شول

زموږ د خاورې غل هېڅکله زموږ دوست نه شي کېدای.ملتانيه! په دې تمه اوسه چې د افغانانو د قهر څپېړه در رسېدونکې ده او له څپېړې سره به دې سربداله کړي، بېناموسه! هغه دوکه مار جنرال دې اوس د عربو سامان څټي

نوټ : طالبي فقيد مشر ملا محمد عمر د ډيورنډ د کرښې په تړاو بالذات پليت نصرالله بابر ته داسې په زغرده ويلی وو :

((کېږده دا مړۍ دې، کېږده! او ځه! خاينه، پاڅه!))

ښاغلی دوړن قريشي،

تاسې له دې اندازه ولګوئ چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر هغه بالذات پليت نصيرالله بابر ته په کندهار کې څه ويلي وو؟

[[تاند- د عوامي نشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي چې مشرف د خپلې واکمنۍ په مهال ورته ويلي وو چې که افغانستان غواړي په ارام واوسي نو ډيورنډ دې په رسميت وپېژني.

ښاغلي اسفنديار ولي ډيوې راډیو ته وويل:«مشرف راڅخه وغوښتل چې کرزي ته ووايم چې د ډيورند کرښه ومنه د ترهګرۍ او ناامنۍ ټولې مسلې به ختمې شي.»

اسفنديار ولي خان وايي چې ده مشرف ته په خواب کې وويل “که چېرته ته په کشمير کې کنټرول کرښه «لائن اف کنټرول» د نړيوالې رسمي کرښې په توګه ومني نو کېدای شي افغانستان هم د ډيورنډ کرښې منلو ته غاړه کښېږدي “.

اسفنديار ولې خان وايي کله چې پروېزمشرف دغه خبره واورېده، نو په تونده لهجه يې وويل “زما قام خو دا خبره نه مني”.

اسفنديار ولي خان وايي چې مشرف ته يې په ځواب کې وويل “چې ستا قوم د کشمير کرښه نه مني، نو د حامد کرزي قوم به ولې د ډېورنډ کرښه ومني”.

د عوامي نيشنل ګوند مشر زياته کړه چې د ډيورنډ کرښه د پښتنو په سينه راکښل شوې ده چې هېچا ته د منلو وړ نه ده او قانوني اعتبار نه لري.]]

ملا محمد عمر بالذات پليت نصرالله بابر ته داسې ويلي وو :

اسفندريار وليخان مشرف ته :

[[ملا محمد عمر دوزخي بابر ته ]]

پوښتنه :

په قبايلي سيمو او افغانستان کې د امن د راتللو لپاره يو نظر دا هم دی چې تر څو د ډيورنډ پر کرښه باندې د دغې لانجې په اړه باندې خبره کوم منطقي انجام ته نه وي رسول شوي، نو دلته امن راتلل ناممکن نه دي، ايا داسې ده او که نه ده، ستاسې په دې اړه باندې څه نظر دی؟

ځواب :

ګوره داسې چل دی ما ته يوه ورځ پروېز مشرف وويل که ته لاړې او تا کرزی په دې مطمئن کړ چې هغه د ډيورنډ کرښه ومني کنه، نو دا ټوله مساله ختمه ده.

ما ورته وخندل او ورته مې وويل چې جرنيل صاحب، چې ته په کومه ورځ په کشمير کې بارډر ((لاين اف کنټرول line of control or International border)) ومنه کنه، نو زه به د کرزي صاحب پسې ولاړ شم. ويل يې زه دا څنګه ومنمه، زما قوم يې مني نه، نو ما ورته وويل چې ستا قوم يې نه مني، نو د هغه قوم يې چرته (کله) مني؟

يوه پوله ده د پښتنو په سيمه راکښل شوې ده. زموږ پرې وسه نه کيږي. منل د ډيورنډ د کرښې سوال نه پيدا کيږي چې څوک دېته غاړه کښېږدي او ويې مني.

ګوره نصرالله بابر خو اوس مړ دی، خو ما ته پخپله نصرالله بابر وويل :

چې زه لاړمه کندهار ته او له ملا عمر سره کېناستم او ويې ويل چې ډوډۍ ته ناست وو او ډوډۍ مو خوړه. ما ورته وويل چې ياره امير صاحب که دا د ډيورنډ کرښه دې ومنله، نو دا ټوله مساله حل کيږي.

ويې ويل چې :

کېږده دا مړۍ دې، کېږده! او ځه! خاينه، پاڅه!

نو ما دا کيسه مشرف ته وکړه چې د پښتون لپاره دا ډېر لوی قدم دی چې له خپلې حُجرې (دېرې) نه سړي شړل پرېږده چې لا د خپل دسترخانه ورته وايی چې پاڅه!

نو ما ورته وويل چې ملا عمر خو تاسې راوستی وو او هغه تاسې په دې مجبور نه شو کړای چې هغه دې د ډيورنډ کرښه تسليم کړي، نو دی خو تاسې نه دی راوستی.

کرزي دې هغه تېر شرايط پټ کړي وو، خو ښه شوه چې امرالله صالح ولس ته راڅرګند کړل :

تاند :

[[ښاغلي صالح وويل، په پاکستان کي د اسامه بن لادين د وژلو وروسته، دغه هيواد افغان حکومت ته وړانديز وکړ چي د څو شرطونو په مقابل کي تيار دی چي په شپږو مياشتو کي طالبان ختم کړي او په افغانستان کي سوله راولي.

نوموړي زياته کړه، چي :

  • لومړی شرط د ډيورنډ کرښي منل وو،
  • همداراز پاکستان ويل، چي په کندهار، هرات او ننګرهار کي به د هند کونسلګري تړل کېږي،
  • د افغان پوځ دريمه برخه به په پاکستان کي روزل کېږي،
  • د افغانستان او پاکستان استخبارات به يو کېږي،
  • افغان حکومت به په بشپړه توګه د غربي نړۍ سره اړيکي پرې کوي او پر ځای به ئې د پاکستان او چين سره ستراتيژک تړون کوي،
  • د هند او افغانستان سوداګريزي او سياسي اړيکي به پرې کېږي،
  • افغانستان به منځنۍ اسيا ته تلونکې لار د پاکستان پر مخ بشپړه خلاصوي،
  • او بل شرط داوو چي په افغانستان کي طبيعي زيرمو د قرارداد حق بايد يواځي چين او پاکستان ولري.

ښاغلي صالح زياته کړه، که چيري دغه شرائط افغان حکومت ومني، همدا نن به سوله راسي، خو دا د ذلت او غلامۍ سوله ده چي افغانستان به په لوی لاس د پاکستان غېږي ته ور اچول کېږي .]]

په درنښت

سيد حسين پاچا

پاکستان: ډيورنډ رسمي پوله ده او نه منل يې سوله زيانمنولی شي

http://www.taand.com/archives/135130

اسفنديار ولي: مشرف راڅخه وغوښتل چې پر کرزي ډيورنډ ومنم

http://www.taand.com/archives/44945

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply