حکمتيار بيا سخته ملي – اسلامي، سياسي او اخلاقي ځانوژنه وکړه

0 721

د ښاغلي حکمتيار د پام وړ :

حکمتيار بيا سخته ملي – اسلامي، سياسي واخلاقي ځانوژنه وکړه

خامه مېوه پخيږي، خو انسان چې خام شو بيا نه پخيږي

له مارشال فهيمه نيولې ټول جمعيتيان تر ننه د سنګر ((بيرته ټوپک او غره ته ختلو)) او پر ارګ د ورختلو ګواښنې کولې، خو نه يې نظام پرېښووه او نه غره ته وختل. نه له خپل راتګ ونظامه پښېمانه شول، نظام هم خوري او د نظام د يو شريکبانډې په توګه مسووليت هم نه مني. که دې تجربه لرلای او يا دې څه کولی شوای، نو د قاضي حسين احمد و حميدګل په مينځګړيتوب به دې د خپل جهادي وېش هغه د صدارت درسپارل شوې څوکۍ ساتلی وای، خو ودې نه شوه ساتلی. همداسې د نجيب له پرزونې راواخله د کرزي تر پيره پورې چا په حکومت کې نه پرېښوولې. ظالمه او احسان فراموشه! د نجيب خو دې ونه منله، غني چې راوستې، امتيازات يې هم اخلې، خو نظام يې لا هم اسلامي نه بولې، ولې؟

سيد حسين پاچا

حکمتيار :

بايد مجبور نشي چې بيرته خپله پخوانۍ لار غوره کړي. هغه وويل ((د راتګ نه مې مه پښېمانه کوئ، د دې نه مې مه پښېمانه کوئ چې د ټاکنو لار مې غوره کړې، نورو لارو غوره کېدو ته مې مه مجبوره کوئ، ځکه زه يې تجربه لرم او کولی يې هم شم)).

حجاج بن يوسف قاتل و ظالم وو، خو د حرامخورۍ له پايلو ډارېده

د حرامخورۍ انجام :

Hajjaj ibn yousuf feared the dua of ulemas against him so once he invited them for dinner and gave them food from haram earning and then said to himself “now I do not have to fear from their dua’s against me”.

حجاج د يوسف الثقفي زوی به د علماو له ښېراو نه وېرېده. يو ځلې يې دوی ماښامنۍ ته چې له حرام مال نه تياره (پخه) کړې وه راوبلل او پرې ويې خوړه او له ځان سره يې وويل ((بس نور د دوی له ښېراو نه – نه وېرېږم)).

نن خو زموږ د يو روزي حلاله نه ده. نو څنګه به راڅخه د طالب، داعش، القاعدې او نورو پاکستاني سياسي ملايانو وېره وشي؟ د ملا پر خوله څوک پياز نه خوري، خو پاکستان د ملا پر پلمه زموږ په خاوره کې خپلې لاسوهنې ته پلمه و مشروعيت پيدا کړې.

پوښتنه :

که نظام اسلامي نه وي، نو ولې دې غيراسلامي نظام ته له معقوليت سره راتللې؟ ايا د يو مسلمان ومعقول انسان لپاره له غيراسلامي نظامه بسپنه اخېستل څنګه دي؟ ايا د دې نظام پر وړاندې د درغليو په صورت کې غره ته ختل، ټوپک اخېستل او جهاد روا دی؟ ولې د سنګر پر ځای محکمې ته نه ځې، ولو که غيراسلامي محکمه هم نه وي؟

خروټی مفسره! اسماني ديني (اسلامي) ارزښتونه دومره واړه وبې ارزښته مه بوله او مه يې پخپله لنډه تنګه ايډيولوژۍ کې رانغاړه. تاسې د قانون په رڼا کې د محکمې حق لرئ، خو د نظام د يو معاشخور په توګه د نظام د تخريب (ړنګونې) او د سنګر حق نه لرئ! د ضياءالحق د وخت د ټوپک وختونه او اکټونه دې نور له روح روان وباسه، انسان شه!

حجاج بن يوسف چې پر علماو د حرام مال ډوډۍ وخوړه، بيا يې له ښېراو نه ډارېده.

ستر حزب اسلامي دې د خپلې سرزورۍ له امله دې حالت ته راورسولو چې يوازې زومان دې درنه راتاو دي او بس. ان تر دې چې هغه يو زوی دې هم درنه سخت ګيله من دی، نو تاسې چې خپله يوه وړه کورنۍ ستونزه نه شئ حلولای، سبا ته به د ټول افغانستان ستونزې څنګه حل کړئ. د قاضي حسين احمد و حميدګل پر ځای به بيا سراج الحق وباجوه راروان وي او بيا به د کابل واک ستاسې او د جمعيت ترمينځ له سروبي و راګه ويشي که څنګه؟

زموږ لا تراوسه روزي حلاله نه ده او د غيرمسلمو خيرات ته دلته وهلته ناست يو، نو سنګر ته ختل به سخته کمعقلي وي. ولې په خوا کې محکمې ته نه ورځئ؟ ايا ډاډمن ياست چې ټاکنې به وګټئ؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

حکمتيار: که ټاکنو کې درغلي وشوه نو بحران به رامنځته شي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49828605

سنګر ته د حکمتيار د ستنېدو ګواښ، د المان سفير غوسه کړی دی

http://www.taand.com/archives/135549

حکمتيار: درغلي مکوئ – پخپل راتګ مو مه پښېمانه کوئ

https://www.pashtovoa.com/a/presidential-candidate-hekmatyar-on-election-fraud/5098086.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply