لومړۍ مينه به مو څنګه را ژوندۍ کوئ؟

0 973

زیات کسان دا خبره کوي چې د واده د لومړيو وختونو په پرتله يې اوس يو بل ته مينه کمه شوې، خاوند/مېرمن نه غواړي د پخوا په څېر ګرمې له مينې ډکې شېبې تېرې او همدارنګه يو له بل سره په بستره کې زیات وخت تېر کړي؛ نو غواړو په دې هکله څو لاملونه وړاندې کړو او په پای کې هغې نکتې ته هم اشاره وکړو چې لومړۍ مينه مو بیا را ژوندۍ شي.
۱. د جنسي ميل کمی
دا يوازې په تاسې پورې محدوده نه ده، بلکې زیاتې مېرمنې له دې ستونزې سره مخ کېږي چې کوروالي ته يې زړه نه کېږي، دا په دې مانا هم نه ده چې ميلان يې کم دی، که چېرې تاسې هم دغه اړيکه نه وي ساتلې د ګډ ژوند مينه مو کمېږي، ځکه زیات وخت نه په کور کې د خاوند او مېرمنې تر منځ تاوتريخوالی وي، نه هم کورنی جنجال وي، خو د زیاتو مصروفيتونو يا له اولادنو سره د بوختيا له امله يوه له بله لرې کېږي.
همدارنګه په داسې موقعيت کې ياست چې نه‌شوای کولای دغه اړيکه سره ونيسئ، مثلاً مجبور ياست له مور او پلار سره زیات وخت تېر کړئ، که څه هم په داسې حالتونو کې يوه عادي ستونزه ګڼل کېږي، مګر هغه وخت يې جدي وګڼئ چې زیاته موده جنسي احساس هم درسره پيدا نه شي.
عشق او مينه‌ناکې اړيکې د ګډ ژوند په دايره کې د دې څرګندونه کوي چې جنسي اړيکې مو جوړوي يا په بله مانا دغه غريزه اشباع کړئ، که چېرته مو خاوند ته ميل نه کېده او د هغه اړيکې هم سړې وې، د دې په مانا نه ده چې تر منځ مو عاطفي اړيکې شلېدلې دي، ځکه د دې برخې متخصصان وايي، د ښځې او خاوند تر منځ جنسي اړيکې يوازې د سلامتيا په خاطر نه دې ضرور، بلکې دا پيوند مينه او ګډ باور نور هم ټينګوي چې ښه کورنۍ ترې جوړېږي.

۲. بهر ته ډېر وخت يوازې وتل
که چېرته مو خاوند/مېرمنې مينه او پخوانۍ اړيکې کمې او يا سره بې‌پروا شوئ؛ نو ژر ده چې د مينې جنازه وباسئ، ځکه يو له بله صميمانه اړيکې پرې کول د مينې او ګډو اړيکو مرګ دی، مثلاً هغه وخت چې د دواړو د موجوديت موقع وي، خو يو له تاسې نه وي موجود، يا يوه ګډه مېلمستيا وي خاوند مو پټ ووځي، يا تاسې هغه په کور کې پرېږدئ. له کوره پټ واته په دې مانا دي چې د ګډ ژوند خواږه له خاوند/مېرمنې پرته بل کس ته ورکړئ.
۳. د يوازيتوب احساس
ممکن دې ته متوجه شئ چې له نورو سره مو جسمي اړيکې يانې راشه درشه ډېره شوې وي، کېدای شي تاسې هم يو وخت حيران/حيرانې شئ، دا د دې ښکارندويي کوي چې د ګډ ژوند يوه اړيکه مو له منځه وړې، هغه چې مينه پايوي، ځکه نو حقيقي او دايمي مينه له ګډ ژوند سره په مثبتو تغيراتو کې غوټه ده، په زیاته اندازه بیا هغه تېروتنې چې له خاوند/مېرمنې سره په نظر کې نه وې نيول شوې او هغه تشه له بلې غير واقعي لارې پوره کوئ.
يوازې واقعي مينه د دې درس درکوي چې تېر هېر او په ځان کې نوي بدلونونه راولئ چې له نورو مو مينه راټوله او په ګډ ژوند کې يې يو پر بل ووېشئ.
۴. لومړۍ مينه داسې را ژوندۍ کړئ
تېرو يادونو ته ور وګرځئ هغه چې کوژدن مو کېده، يو د بل تحفې وګورئ کومې چې لېږلې مو دي، مثلاً يو خاوند د مېرمنې په لاس جوړ شوی خامکي دستمال، يا ګوتمۍ… همدارنګه يوه مېرمن دې د واده د لومړۍ ورځې جامې وګوري، هغه شېبې دې ور يادې کړي چې د خاوند په لومړي ليدلو کې يې نړۍ ښايسته په نظر ورغله او د دې مينه ورته ورسېده؛ نو دا کارونه تېرې خاطرې تازه کوي ممکن بیا د يو بل غېږو ته ورشئ، خو دا ځل مو اړيکې داسې په پام کې ونيسئ چې بهر چکر ته وخت ورکړئ، د کور کارونه په منظم وخت همکارانه سرته ورسوئ، کوروالي ته د دواړو په خوښه ځای او مهال وټاکئ، خو هيڅ وخت تونده پرېکړه مه کوئ چې يو بل تر ګوزار لاندې راشئ يا مينه مو سړه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply