د ښاغلي پمپيو د پام وړ

0 644

د ښاغلي پمپيو د پام وړ :

بسم الله محمدي څه وايی؟

په تېرو ټاکنو کې چا ډېره درغلي کړې ، غني که عبدالله؟

ستاسې نغوته خو بايد عبدالله ته هم متوجه وي، نه يوازې غني ته

سيد حسين پاچا

ښاغلی پمپيو،

دا ښه خبره چې تاسې پاکې (رڼې) ټاکنې غواړې، خو تېر ته په کتو هماغه دعوه جلاب بيا ټاکڼو ته ولاړ دی، نو د کره لاسوندونو له مخې تېره مخينه هم له پامه ونه غورځول شي چې بيا هماغه لوبه تکرار نه شي.

بسم الله خان د مجلس غړو ته وويل: «تاسې په خدای رهبر لب سرين وهي؟ رهبر د ښځو په ډول ارايش کوي؟ رهبر ارايشګاه ته ځي؟ دې سړي پنځه کاله په همدې تېر کړل. د شرم ځای دی چې د عطا محمد نور، يونس قانوني او زموږ په څېر نور په سلګونو  درانه کسان په داسې يوې نانځکې پسې لاړ شي چې د اشرف غني په يو نظر يې خېټه خالي کېږي.

((بسم الله محمدي په لومړي ځل دا اعتراف هم کړی دی چې :

  • د ټولو قوانينو او مقرراتو پر خلاف يې په تېرو ټاکنو کې د دفاع وزارت ټول امکانات د عبدالله په ګټه کارولي دي،
  • «د ملي اردو قطعاتو په ډېره اندازه درغلي ورته وکړه،
  • هيلکپوټرې يې په خدمت کې وې.
  • په ډېرو ځايونو کې د ملي اردو منسوبين د اشرف غني له کمپاينرانو سره ونښتل، حتی په هغو ساحو کې چې د اشرف غني رايې په کې ډېرې وې، ټاکنيز مواد مو ور و نه لېږل.
  • د هغوی ناظرين مو په طيارو کې پرېنښودل، او هر څه د عبدالله په خدمت کې ول،

خو دا نامرده چې کله څوکۍ ته ورسېد، اول يې زه تخريب کړم)).

خپله بسم الله محمدي دا څرګندونې رد کړي دي او عبدالله يې د څلوېښتو کلونو ملګری بللی دی، خو رزاق مامون وايي چې دا خبرې هغه اعتمادي کس ورسره شريکې کړې دي چې په محفل کې له بسم الله محمدي سره ناست وو.

ښاغلی پمپيو،

دا شی چندانې شی نه دی. کرۍ ورځ به ايله له ځانه تاو وي، خپل ځان به په هېنداره کې ويني چې نن مې څنګه سنګار کړی او د ولس چوپړ ته به هېڅکله خوشې نه شي؟ پرته له دې چې سينګار توکي به هم د ښځينه وو لپاره په بازار کې ګران شي. زموږ خو څه کوې، چې ستاسې چوپړ ته به هم خوشې نه وي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

بسم الله محمدي: ډاکتر عبدالله لب سرين وهي

https://khabarial.com/archives/39142

امريکا په افغانستان کې د شفافو ټاکنو غوښتنه وکړه

https://www.pashtovoa.com/a/pompeo-spoke-wiht-afghan-president-ghani/5100887.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply