د ولسمشر دواړو مرستيالانو د علي پور او قيصاري په حق کې قانون تر پښو لاندې کړی

سيد حسين پاچا

0 801

د احسان نيرو پام وړ :

د ولسمشر دواړو مرستيالانو د علي پور او قيصاري په حق کې قانون تر پښو لاندې کړی

دانش قانونپوه او ظاهراً په شخصي ((فردي)) جرم کې ملوث نه دی، خو دوستم بيا د هېواد د يو سپينروبي، معزز ازبک مشر او هم د قانون پر وړاندې د اسلامي، اخلاقي او کلتوري درنو، بلکې په ملي ونړيواله کچه ان د طالبانو په تړاو بشري – بېرحمه درنو جرمونو کې له بُش سره په ګډه ملوث دی

الله تعالی دې کرزي ته انصاف ورکړي چې که د فساد دغسې ناولې ډبره يې نه وای اېښی، نو نن به د احسان نيرو غوندې خلکو په جرئت د رسنيو پر وړاندې دغسې خبرې نه شوای کولی. کنه په کار خو دا وه چې له دغسې خلکو سره د مسللمان ويهودي په قضيه کې عمري فيصله مناسب وه. قابل د قتل او کرزي د فساد بنسټ اېښی.

احسان نيرو

سخنګوی جنبش ملي – اسلامي افغانستان

محمد عزيز ستانکزی

اګاه سياسي

يوه اخلاقي پوښتنه : که له ښاغلي نيرو وپوښتل شي که خدای مه کړه جنرال دوستم ستا پر عزت تېری وکړي او تاسې د هغه او د هغه د لنډه غرو د جنسي تندې ښکار شئ، نو ستا غبرګون او احساس به څه وي؟ ايا بېتفاوته به پاتې شې او که د خپل مظلوميت غږ به پورته کړې. شرم وحيا خو په تاسو ديوسانو کې نشته چې بيا ترکي او ازبکي مشران رامخته کوئ او اسلامي – اخلاقي دروند جرم بيا په ننواتې او مرکو خلاصوئ. ايا دا به انصاف وي چې په دغسې يو دروند جرم د دوستم لور په بدو کې ولاړه شي؟ پخوانی ولسمشر به د دغسې يوې مردارې او پليتې قضيې په تړاو منځګړيتوب وکړي. ايا د نوموړي ضمير و وجدان به د رب العالمين پر وړاندې څه ځواب وايی؟

دا ډېره د خواشينۍ خبره ده. له بده مرغه د کمونېزم، جهادېزم، طالبېزم، جنبشېزم او ديموکراتېزم له برکته نن د احسان نيرو غوندې خلک په ډېره سپين سترګۍ او بېشرمۍ د رسنيو مخې ته راځي او د هېواد د اساسي قانون پر ړواندې له ناروا (ناحقه) له پوهاوي سره سره ننګه کوي. په کار خو دا ده چې د قيصاري او د احسان نيرو غوندې خلک سيده نړيوالې جرمي محکمې ته ورمعرفي شي او په حق کې يې له معافيت کار وانخېستل شي. د دوستم په قضيه کې ان تر اردوغانه پورې محکمې ته راکش شي چې د عثماني خلافت دعوېدار او د اخوان المسلمين له څانګې چې پر خولې د اسلام نارې وهي، خو د عثماني خلافت د يو دعوېدار او ميراثخور په توګه له ناروا، ظلم او له بربريته ننګه کوي.

د حضرت صبغت الله مجددي دې خدای کور وران کړي چې دغسې يو بد اخلاقه جنرال ته چې لاسونه يې د ملت په وينو سره دي د خالد بن وليد لقب ورپېرزو کړ. مرحوم حضرت د اسلامي ارزښتونو ته په دېر بېتفاوتۍ سره د داسې اسلامي سپه سالار لقب ورکړ چې له برکته د فارس امپراتوري دړې وړې شوه او تر قيامته به بيا خپل ځای ته رانشي، خو حضرت صاحب دغسې يو پليت ته ټول اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کړل. ولسمشر که له يو لورې د وټونو ترلاسه کولو ګټه وکړه، خو له بل لورې يې د شمال ټلوالې چې نن فېشني ګلمرجان د هېواد د تجزيې خوبونه ويني راجلا کړ او ټلواله يې دړې وړې کړه.

ښاغلي ولسمشر له ډېر مجبوريته د جانکيري په سپارښتنه او منځګړيتوب ورتاوان کړ او هېواد يې د تېر په څېر له خپلمينځي جنګونو نه وساته. ګلمرجان اوس هم هماغه خوبونه ګوري او خپلې دواړه پښې يې په يوې موزه کې ننه ايستي دي. کله يو څه او کله بل څه وايی.

که نيرو د وړمې ورځې د امريکا د کانګرس استماعيه غونډه کې چې د ښاغلي ټرمپ په تړاو وه داسې يادونه وشوه چې ((ولسمشر د هېواد تر ټولو معتمد کس وي))، نو دوستم د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه چې د غني له برکته يې د ټول ملت پر وړاندې بښنه وغوښته چې ((ما وبښئ!)).

ولې مياشتې لا تېرې نه وې چې د خپلو مېرمنو باوجود چې خپله جنسي تنده يې پرې ماته نه شوه او د خپل قوم مربوط د هېواد په يو درانه سپينروبي پر شخصي عزت تېری وکړ، نو پر خپله ژبه، توبې او بښنې وخته.

په نوره نړۍ کې چې يو څوک د عامه نظم د انحلال ((ګډوډۍ)) هڅه کوي دا په national security destabilisation حسابيږي او له قانون سره سم سخته سزا ورکول کيږي، خو په موږ کې لا تراوسه دغه کلتور نه دی رواج شوی. هر جُرم، فساد، غلا، چوروتالان ته به بيا قومي بڼه وراغوندي. جرم جرم دی ولو که هر چا کړی وي. برابره خبره ده که هغه پښتون وي، تاجک وي، ازبک وي، هزاره او داسې نور.

ارمان چې ولسمشر له ډېرو ننګونو او ستونزو سره لاس وګرېوان دی، کنه په کار خو دا وه چې نوموړی سياستًا د محکمې له لورې له پينځو تر لسو کلونو پورې په زندان کې اچولی وای چې بيا د ده غوندې خلک ونه توانيږي چې د رسنيو پر وړاندې له نارواو او ظالمانو ننګه وکړي.

هېښنده لا دا چې ښاغلی نيرو له خدايه، نه له رسوله، نه قرآنه، نه له اساسي قانون، نه عُرف وکلتوره او نه له خپل ضمير ووجدانه شرميږي، بلکې د ملت پر وړاندې لا په زغرده ننګه کوي. دې ډول جرمي مسايلو ته بيا قومي وسياسي بڼه ورکوي. ايا په نوره کې داسې يو کلتور شته؟ د الله تعالی لعنت دې پر داسې خلکو وي چې بېتفاوته د رسنيو پر وړاندې د خلکو سترګو خځلې اچوي. لعنت دې پر داسې ضمير ووجدان شي چې د انسان په جامه کې ترې د وحشت و بربريت بوي راپورته کيږي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

پس از خبر: درگيری نيرو های امنيتی با نظام الدين قيصاری

https://www.youtube.com/watch?v=bb90VbIabs8

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply