دوه وژونکي خطرونه – کورونا او ولږه

شاه ولی ارین 

0 745

هیواد وال ښه پر دې پوهېـږي چې هیواد مو په کوم زورونکي او حېرانونکي وضعیت کې دی، بی ثباتې او له راز ـ راز فسادونو ډک موجود نظام، نا پوه او په اګاهانه یا غیر اګاهانه توګه د هیواد د لوړوګټو، ملی هویت بربادونکي طالب مشران، تر ستوني غرق په فساد او چورو تالان کې سیاسیون او تنظیمي ټوپکوال، نړیوال استعمار اوحریص ظالم ګاونډي هیوادونه او د دې ټولو تر څنګ تباه کونکې کورونائې وبا، ټول هغه څه دي چې زموږ د بې وزلې او مظلوم ولس په ستونی یې پښې ایښی، هیواد مو ورانوي او هیواد وال مو د وژنو او تباهۍ لور ته ور کاږي.

هغه هیواد چې روانې څلویښت کلنې نیابتی جګړې ترې ټول مادي او معنوي ارزښتونه اخیستي،له خاورو سره برابر کړی او دومره یې د نفاق او بی باوریو اور ته لمن وهلي چې حتا د یو پلار زامن یې هم سره په خپل منځ کې د وژلو تر کچې مخامخ کړی دي.

دا هیواد که چېرې له سولې، ملي یووالې، زده کړو نه محروم نه وای پاتې، کرنه، مالداري، د وچو او تازه میوو لېـږد، صنعت او شتمنو ځمکنیو منابعوو کانونو او اوبو له لارې به کاملا بسیا او د استعماري طاقتونو له تهدید او ګواښونو نه به په امان کې وای.

تر هغه ځایه چې لیدل کېـږي زموږ د هیواد ټولې شتمنۍ او ارزښتونه یوازې او یوازې زموږ د هیوادوالو د بې باوریو، بې اعتمادیو، نفاق، ورور وژنو او هیواد ورانولو له امله د تباهۍ لور ته لېږدول شوي دي او تر څو چې هیواد وال همدا تشې ډکې نه کړي، روانه غمېزه به دوام لري.

هوښیار او پوه ملتونه کله چې خپل هیواد او ولس د بربادۍ او تباهۍ په حالت کې ګوري، نورهم سره یو  کېـږی او د خپل هیواد او ولس د غمیزې مخه نیسی، مګر په خواشنۍ سره چې زمور مشرانو سره د ولس او هیواد هیڅ سوچ نه شته، د قدرت د لیونیانو په توګه ړانده دي، یوازې ځان او خپلې ګټې او قدرت ویني او بس.

په باور سره چې د هرې ډلې  داسی مشران به د هیواد په تاریخ کې د تورمخو او هیواد دښمنو شخصیتونو په توګه ثبت شې او راتلونکي نسلونه به پرې قضاوت وکړي.

همدا اوس تر ټولو ستره بلا او هغه غمیزې چې زموږ هیواد او ولس ورسره لاس او ګریوان دي، هغه د کورونا وبا ده چې ورځ تر بلې د هیواد په ښارونو، کلو او بانډو کې د خپریدو په حال کې ده.

دا خو سمه خبره ده چې په هیواد کې دولت او د روغتیا وزارت، امنیتي ارګانونو د دې ویروس د مخنیوي له پاره وقایوي شرطونه او پاملرنې، غوره کړي، په ښارونو کې یې د ټولېدو پر ځایونو د تګ راتګ بندیزونه لګولي دي، خو دولت او دغو ارګانونو دا سوچ هم کړی دی، چې د هیواد په ټولو ښارونو کې د څو میلونو ورځنیو ښاري لومړنیو د احتیاج وړ رانیونکي او پلورونکي چې د همدی کراچیو، له لاری د سرک او لارو د سر د امکاناتو د خرڅلاو، خوراکي توکو د پلور او پېر له لاری د خپلو کورنیو روزمره اړتیاوي او لګښتونه پوره کوي، که چېرې دغه هم پرې بند شي، ژوند به یې په لوی لاس د بل تر کورونا  بد تر مرګ سره مخامخ نه وي؟

هیواد وال  تل د میډیا له لارې خبریږي چې په سلګونو، تنکي ځوانان، ماشومان د هلکانو او نجونو په ګډون د سرک له غاړې د موټر وینځلو، بوټ رنګولو او لسګونو نورو خدماتو له لارې د خپلو کورنیو له پاره د یوې وچې مړۍ ډوډۍ لپاره ورځنۍ هلې ځلې کوي چې اوسنیو ښاري تګ راتګ او بندیزونو یې دغه کوچني لاسي اقتصاد او د اړتیاوو پوره کول ترې اخلي او د ولږې د مرګ له ستونزو سره یې مخ کوي.

!هو

که د نړۍ پر مخ تللی هیوادونه داسې بندیزونه وضع کوي، هغوي نور لومړني خدمات وړاندې کوي، د کارکونکو او موسساتو معاشونه نه قطع کوي، د سترو مارکیټونو او مغازو له لارې اکمالات او اړتیاوي د ثابتو نرخونه د کنترول په نظر کې نیولو سره جاري ساتي، چې په خواشینۍ سره زموږ په هیواد کې د خوراکي توکو کموالی د نرخ لوړ والی، د مزد او معاشاتو نه شتون هغه څه دي چې زموږ هیواد وال ورسره ستونزمن ژوند تېروي او د کورونا شانته د بل مرګ له ګواښ سره یې مخ کوي.

هیله ده چې، حکومت، ملي تجاران، د کورنیو او بهرنیو بانکونو لرونکي افغانان، د ډېرمال دولت او شرکتونو خاوندان د اسلامي، افغاني او ورورولي د احساس په نظر کې نیولو سره په ګډه یو داسې د لومړنیو اړتیاوو د خدمتونو د ټولنې د جوړولو له لارې مرستې وکړي چې د کابل ښار په څو زونونو او همدا ډول د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې هغو کسانو ته مرستې ورسوي چې د مالي امکاناتو د نه موجودیت له امله یې بی له دې چې د کورونا خطر تهدید کړي، د ولږې د مرګ له خطره هم وژغورل شې.

همداډول کیدای شي د هغو هیواد والو د مرستو د راجلبولو لپاره چې په بهر کې ژوند کوي یو مرستندوی بانکي حساب پرانستل شي چې د پورتنیو اړو کسانو له پاره ترې استفاده تر سره شي.

په دې ترتیب کیدای شي چې هم د کورونا وبا د وقایوې شرائطو د عملي کیدو له لارې د هیوادولو ژوند وساتل شي او هم د مجبوریتونو او اقتصادي ستونزو د کورونا له مرګه د بې وزلو هیوادوالو د ژوند د ژغورلو په لار کې عملي ګامونه اوچت کړای شي.

د هیواد والو د ژوند ژغورلو پر لور!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply