له ننګرهاره کونړ ته د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي تړون لاسلیک شو

0 891

د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې له ننګرهار ولایت څخه کونړ ولایت ته د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي قرارداد د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي او د KPTL  شرکت مرستیال رامېش کمار ترمنځ نن په ارګ کې لاسلیک شو.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي ویلي، له ننګرهار ولایت څخه کونړ ولایت ته د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د مزي پروژه به په ټاکل شوي وخت پای ته ورسېږي.

خبرپاڼه کاږي، د ۲۹.۹ میلیون ډالرو په لګښت د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا دغه پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي، چې د استوګنیزو، صنعتي او سوداګریزو له ۳۰ زرو څخه زیات مشترکین به ترې ګټه واخلي او همداراز د برېښنا د دې مزي له لارې به نورستان ولایت ته هم د برېښنا یو دهلېز پرانیستل شي.

جمهوررئیس وویل، د کونړ د درنو خلکو اولادونه له دې هیواد او خلکو څخه د دفاع په لومړۍ لیکه کې واقع دي او دا چې برېښنا د زېربناوو زېربنا ده، په همدې اساس له ژمنې سره سم له ننګرهار ولایت څخه کونړ ولایت ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي کار به پیل او د دې ولایت خلکو ته به برېښنا ورسېږي.

هغه زیاته کړه، کونړ د ختیځ نابغه سید جمال الدین افغان زانګو او د بهاوالدین مجروح په څېر د غښتلو لیکوالانو ټاټوبی دی او همداراز د دې ولایت سیند د افغانستان ویاړ دی چې د مدیریت کېدو په حال کې دی.

جمهوررئیس د ډاکتر تتسو ناکامورا د کارنامو چې د کونړ سیند یې د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره برابر کړ یادونه وکړه وې ویل، له ننګرهار ولایت څخه کونړ ولایت ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد سره به؛ د کونړ پوهنتون، روغتون او نوی کونړ روښانه شي او همداراز د پوهنې، کرنې او کانونو په برخه کې به د پرمختګ شاهدان واوسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply