تعلیمی ، تربیوی، اخلاقی، او انتباهي څو لنډې کیسي

سید عبیدالله نادر

0 845

د نزاکت پوهیدنۍ په هکله څو لنډ تعلیمي ، تربیوی او اخلاقی مطالب

د نزاکت پوهیدني یا نزاکت فهمۍ په هکله لنډه کیسه

نظام الملک د سلجوقیانود دربار وزیر وو ، چی په پوهه او دانایی کې ډیر مشهور وو ،او دا تر ننه پوری د هغی د علم وفضل او معرفت انګازی تر مونږ پوری رسیدلي ، وایی چې د ده عادت داسي وو چی چا  به د خوړو څخه که څه هم چې ډیره لږه اوکم به هم وو ورته راوړ نو نظام الملک به د ناستو کسانو سره وویشل ،یوه ورځ یو بزګر د ده حضور ته دری داني بادرنګه ،چی په پخوا به یی د نوی ګل او نیک فال په نامه لویانو ته وړل کیدل ، او دا یو دود وو او اوس هم په ځیني ځیو کې رواج لري ،نو نظام الملک هغه دری واړه په یواځي وخوړل .پرته له دي څخه چه یي د ناستو کسانو په مینځ کې یی وویشي ،یو کس چي د ده په مخ کې لږ ګستاخ غوندی وو ،تری نه یي وپوښتل چی د ډی سبب څه وو ،چي دا نن یی د خپل عادت پر خلاف بادرنګ یواځی وخوړل او حاضرین یی محروم کړل ،نظام الملک ووییل :کله چې ما لمړی بادرنګ وخوړډیر تریخ وو ،او همداسی دویم او دریم ورپسي ډیر ترخه ول ،ما د ځانه سره ووییل : که دا دناستو کسانو په مینځ کې وویشم ،د دي د تریخوالي تحمل به هیڅوک و نه شي کولای ،او خامخا به شکایت وکړي ،او حیا د دي مانع وګرځیده ،ځکه هغه بزګر چې په یو امید راغلی وو هغه به ډیر ناهیلي شي او د شرمسارۍ احساس به وکړي

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

کارغه او سپین ږیری

سپین ږیری چې په ډیر متانت او دروندوالي په لاره کې روان وو نا څاپه ودرید ، او مخامخ یي کتل لاروی چې یی تر شاه روان و، هغه هم ورته ودرید او ترې یی و پوښتل با با څه ګوري څه دي ولیدل ،چې ناڅاپه ودریدی : سپین ږیري ځواب ورکړ .دا مخامخ کارغه ګورې چې د لار سر ډنډړکي کې اوبه څکې ما سوچ و کړ که مخامخ پرې ورشم زما څخه به وډاره شي او وا به لو ځي ، نو ودریدم چې ښه اوبه و څښي او په آرامه بیا زه خپل تګ ته دوام ورکړم ،ما د ځانه سره ووییل: سبحان الله انسانیت ته څومر لارې شته ،نو زه هم د هغې سپین ږيري په پیروي ودریدم تر څو هغه کارغه اوبه وڅښي ،او یو ډیر لوی درس می د نزاکت پوهیدنۍ او اخلاقو واخیست

د افسوس عالم          

سپین ږیرۍ بوډا چې ملا یی کړوپه وه ، او په رپانده لاسونو کې یي لکړه وه په لاس ،سر یی ښکته نیولی ،او دوه د لټون سترګي یی د ځمکي په لور ښخي کړي وي ، تا به وییل چې ګوندی څه لټوي ، او په ژور سوچ کښی وو ډوب ، یو ځوان هلک لاروی چې تر څنګه یي تیریده ، نو د ټوکې په انداز کې یي ورته وییل : با با په خاورو کې څه لتوې؟  با با په انتباهي انداز کې ورته ووییل :د افسوس په یو عالم کې لټومه مي ، په خاورو کې ځواني ،

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

دیو جانس کلبي او انځور ګر (نقاش)      

دیو جانس کلبي د یونان د مشهورو فلاسفه وو او حکیمانو نه دی ،چې د تاریځ په اوږدو کې ،د ده حکیمانه او فیلسوفانه خبرو ډیر د حکمت او معرفت خاوندان ،په حیرت کښي پریښي ، او ډیرو د ده د حکیمانه او پند و حکمت نه ډکو خبرو څخه ټکان خوړلی او په خود راغلي ،نو وايی چې دیو جانس کلبي ته یو انځورګر ورغی او ورته یی ووییل : چې ما انځورګري (نقاشي) پریښوده او اوس د طبابت د علم په حصول کې میشته یم ، دیو جانس کلبي چې حاضر جوابه ،نکته سنجه ، او حاضرالذهن انسان وو ،نو په خورا انتباهي انداز کې یي ورته ووییل :چې انځور ګری پریښودل او د طبابت علم اختیارول ،دا د عقل په زیات والي دلالت کوي ،ولی هغه خطا چې په تصویر یا انځور کې مینځ ته راځي د هر چا نظر او سترګي هغه خطا ویني ،لیکن هغه خطا چې په طب کې مینځ ته راځي یا واقع کیږي ، هغه خاورې پوښي !

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

ګهرباره وینا

یو بیګناه کس د یو حشمت او جلال خاوند پادشاه په وړاندی د یو کس په قتل مجرم و پیژندل شو ،پادشاه خپلو جلادانو ته حکم وکړ چې نور یي د کار څخه پرده اوچته کړئ ، او به عام بازار کې یي په دار ځوړند کړئ ، بیګناه چې د دار او په اصطلاح د پړي خبره واوریده ، نو د ځان سره یي ووییل : توکلت وعلی الله چې توکل دي وي په خدای ،   . کله چې جلادانو دی د دار په لور رهی کړ ،نو د ده په خوله کې لکه ګل د نو بهار خندا غوړیدلی وه ،په لاره یي ډیر خندل او په ډیر خوشحالۍ سره د دار په لور رهي وو .ډیر خلک د ده حالت ته په حیرت کې پاتي شول او جلادان هم د ده دي بی تفاوتۍ او شهامت ته ، د مرګ په وړاندی هک حیران ول ،او په معنی نه پوهیدل ،یو تن د ملګرو څخه چې ورسره نژدی روان وو ،او د زړه راز یي هم کله کله ورسره درلوده ، ورته یی ووییل : په دي وخت کې ستا یار کومه دی ؟او هغه وفادار کومه دی؟ چې تا د دي حالت څخه وژغوري ،د خلاصون ډاډ درسره څه دی ؟ دار وګوره انجام وګوره ، دا دومره خندا دي په څه ده ؟ ده ورته ووییل : ای له انجام ځیني غافله ، که راته څومره د بقا جامونه ، د فنا ساقي په لاس کې راکړي خو زما دا یو نفس او یو دَم د عمرباقي دی ،دا یو نفس غنیمت دی او په هیڅ قیمت بیرته نه راګرځي ،نو ډیر د حیف او افسوس ځای دی ،چې دا یو نفس او دا غنیمت دَم په غم او غصي سره تیر کړم . ښه به دا وي چې ، دا څو لنډي شیبی په خوشحالۍ سره تیرې کړم ،ځکه دا ساعت بیرته نه راګرځي ،دا ښي خبری چې په عالم د معنویاتو کې د انسان روح او روان تازه کوی ، او په تیارو او غافله زړونو رڼا اچوي ،ډیر خلک یي په حیرت کې پریښودل ،او د هوش خاوندانو ته يی ، د خودۍ ټکان وکړ ،دا ګهر باره وینا د پادشاه غوږ ته ورسیده ،د پادشاه په شونډو کې د رحمت او بخشایش مسکا راغله ، او د بیګناه د دي پند آمیزه خبرو څخه یي چې د دي بی ګناه د ضمیر څخه سر چینه اخیسته د ده په بی ګناهۍ اعتراف وکړ .او هغه یی د نوازش او بخشایش سره وبخښه

د فارسی ادب د تعلیمی او انتباهی اشعارو څخه په پشتو ادب کې ژباړه

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

زما د یوه ملګري خاطره یا یوه لنډه د عبرت یوه کیسه

د مسافرۍ شپی او ورځي به موپه یوه ،کور کې په مختلفواو بیلو بیلوملکونود خلکو سره تیرولي ،چې د کاره به راغلو سره به راغونډ شو ،او د خپل د ورځني د سترګو لید حال او تجربی به موسره شریکولی    او  خوند به مو ترې اخیسته،ډیر ځله به د شپی سره کښیناستو او بانډارونه به مو سره کول ،زمونږ د بانډار د کیسو محتوا ټوله د دنیا په کارو بار په مادیاتو او د کارو بار د جوړولو ، او کله به مو ټوکي تکالي هم لرلی ، زمونږ یو ملګری چې ظاهرأ ډیر چپ او خاموشه وو ،په عین د حال کې خوش لباسه خوش صورته او پوه انسان هم وو ،او کله به یي داسي خبری کولي چې ډیر معنی داره به وي ،او د ده د ژور سوچ څخه یي سر چینه اخیسته ، او کله به مونږ د ده په لوړو خبرو نه رسیدو یانی نه پوهیدو ، د ده عادت داسي وو چې ډیر ځله به تر نیمو شپو ،یو ساقی خانه کې چې زمونږ د کور تر څنګه وو ،ناست وو او د څو جامونو د څخلو سره به یي ، خپله د سوچ سلسله نوره هم پسي وزغلوله ،د ساقي خاني ساقي او ټولو د میکدي ملګرو سخته عقیده ورته پیدا کړي وه ، چې کله به دی نه وو ، د ساقي خاني د ملګرو له خوا به یي ډیري پښتني کیدې ،که څه هم ده هم کارو بار درلود،سوچ وزګار هم نه وو، زمونږ د ځینو ملګرو سره چې دا توان وو او د ده په ویناوو یی سر خلاصیده هغوی به وییل : چې ډیر پوه سړی دی ، خو ذاتي او طبیعي پوهه هم ورسره د مطالعي څخه زیاته ده ، یوه شپه زمونږ د یو ملګري چې هغه هم په اصطلاح نیمه فلسفی وو ،زړه یي ډیر د ده د نیمو شپو ناستۍ ته په میخانه کې  تنګ شو ،چې یعنی دی ولي خوب ته نه راځي نو ورپسي ساقي خانی ته ورغی ،وي لیدل چې فلسفي ملګری یی ډوب په اندیښنو کې ناست دی ،ملګری می وایي : ما ترې و پوښتل : چې نیمه شپه ده ، راځه بیده شه خوب وکه ؟ ده راته وویل : چې خوب خو همغه یو خوب وي چې سړی ټول عمر خوب کوي ، یعني قبر ته ابدی خوب ته یي اشاره وه ، او زیاته یي کړه :چې بیا به د عدم د خوبونو څخه ستړي یو .خوب ته ډیر وخت لاشته ،خو د ځان د سموني او جوړوني د پاره ډیر لږ وخت مونږته راکړ شوی دی ،او د یو څو وزرونو خورولو مهلت راکړ شوی .او دي لنډ مهال کې باید د همت وزرونه وشوراوو .تر دي چې تیره شوه بیا به ځان ته هم ونه رسو، څه رسې و جهان ته ، او همداسي د حکمت او پند نه ډک یو څو ټکي یي نور هم ووییل چی ماته یی سخت ټکان راکړ ،ځکه په ریښتیا هم که د غفلت له خوبه ځان وباسې، .او خودې خواته راځې ، نو په رښتیا چې هم باید بیداره اوسې ،زمونږ نه ډېر وختونه او فرصتونه په هوسایني او خوب کې تیر شوي ،که د معرفت سترګي خلاصوئ ،نو په رڼو سترګو ماحول ته نطر واچوئ ،یقین ولرئ چې عادی ستونزی خو به ژر تر ژره حل کړو ،بلکه په ډیرو نورو اسرارو او په پټو رازونو به هم خبر شو

معنوي سکون          

مرید د ماحول له ناخوالو ستړی ستومانه او ځوریدلی ،د دیو صفته انسانانو د ځور او جفا څخه چې د فرشتو په جامو کې یي هر راز ځور او جفا په دي ځوریدلي خلکو منلي ،او د دوی د نادانۍ او کم عقلی له آزاره د خپل معنوي سکون له پاره د خپل پیر مخي ته کښیناست ،پیر په خپل صاحبدلۍ پوهه او رسایي سره چې د صاحبدلانو خاصه ده ، د ده په تندي کې د زماني ناخوالي ولوستلي ،نو مرید نه یی حال وپشته ،مرید چې د دیو صفته انسانانو د ځور او جفا څخه یي د صبر پیمانه نوره ډکه شوي وه نو پیر ته یي د زړه حال بیانوو ،پیر په ژور دقت او سوچ کې د مرید احوال اوریده ،د ده د شرح حاله څخه شیبه په شیبه پیر د غمونو په سمندر کې لاهو کیده ،مرید د ديرو ترخو خاطراتو او ناخوالو د تکرار له وجهي يی ستونۍ ونیول شو یعني ژړه غونۍ شو ،او په سخته ژړا یی پیل وکړ ،داسي یی وژړل ،چې د اوښکو باران یي ، په دواړو بارخوګانوجاري شو ،خو ناڅاپه په ژړا یي داسي زړه سپک شو چې تا به ووییل : چې د عالم بارونه یی د اوږي څخه اوچت شوي ،د پیر زړه پرې سخت ودردیده او وي وییل : بس دی بس دی ته اوس په خپل ژړا هغه ځای ته رسیدلای یي چې ډیر د ریاضت خاوندان ،چې په شپو شپو عبادتونه کوي ،دا مقام نشي تر لاسه کولای ،ته همدي دردونو د معنی خواته راکاږلی یي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply