سرلوڅ مرادزی: دوه مخي دريځونه جګړه اوږدوي

سيد حسين پاچا

0 718

سرلوڅ مرادزی :

دوه مخي دريځونه جګړه اوږدوي

زموږ تش په نوم ملي – اسلامي متزلزل مشران خپل ملي رسالت ته پړه دي

يو څوک چې د خپل دوه دوره يې رياست او يو څوک چې د خپل څلوېښت کلونو هلې ځلې او د جهاد يو فېشني چې تل يې وړيا خوړلې او لا خپله پړه پر حکومت وراچوي، نو يوځل دې خپل ځان د خپل وجدان او ملي رسالت په تله کې هم وتلي

نوټ : زموږ ځينې زرنګ، سرتنبه او خويه مشران د خپل وجدان په رنځ اخته شوي او د خپلو رواني رنځونو وروستي پړاو ته ننوتي دي. ولسمشر په ټول توان هڅه کوي چې طالب سرکوزی له نورو له برمتې او له هر اړخيز نفوذ او اسارت راخلاص او راخپل کړي او د خپلې ټولنې يو لاينفک جزء يې بولي، خو زموږ پخوانی ولسمشر چې کله د يو چا او کله د بل چا په غېږ کې پروت او وخت ناوخت هسې بېځايه د خلکو دروازې شرنګوي، نو دا يې نه يوازې له ځان، بلکې له دې ولس او له دې خاورې او له خپل ضمير سره ډېر زياتی دی. دا خپل ځان هم پر نوموړي باندې د درناوي حق لري ولس خو لا څه کوې.

په خواشينۍ سره وايم چې زموږ ځينې مشران په ژوند کې هېڅ معيار نه لري او نه د يو غوڅ و روښانه ملي – اسلامي دريځ څښتنان دي. نه مو له ملي – اسلامي ارزښتونو او نه مو له دومره سرښندنو او او اواره ګۍ پند واخېست، خو په ټوله جهادي دوره کې وړانده ساتل شوي يو. تل مو د نورو خولو او فتواو ته کتلي او تل مو د هغوی ډول ته نڅلي دي.

که موږ کې لږ تريخی وايی، نو هېچا موږ ته خپلې نامشروع غوښتنې ارګ ته نه شوې راوړلی او نه يې راڅخه کولی شوې، خو موږ جهاديان نه يوازې خپل رب العالمين ته، بلکې دې خپل ولس او خپلو ضميرونو ته هم ډېر پړه يو. ستر باچا خان او نېلسن ماندېلا په خپلو اوږدو زندانونو، کړاوونو او سرښندنو (مبارزه) کې داسې بېخونده خبره نه د وخت ښکېلاکګر او نه اپارتايد ته کړې وې او نه ترې داسې سپکې او بېشرمانه غوښتنې شوې وې چې سيد يوسف رضا ګيلاني له کياني سره يوځای پخواني ولسمشر کرزي او يا باجوه ولسمشر غني ته راوړې وې. که زه د ښاغلي کرزي او د ځينو نورو سرتنبه ګانو او لشميانو پر ځای وای، نو مرګ ته به مې پر ژوند ترجيح ورکړی وای. اګر چې داسې هيله (روا) ښه نه ده، خو دا د خبرې يو شان دی چې انسان بايد په ژوند کې د يو روښانه او غوڅ ملي – اسلامي دريځ څښتن اوسي.

د الله تعالی لعنت دې پر داسې پڅو او دوه مخيو دريځونو شي چې حق وناحق، روا او ناروا پکې نه توپيريږي. په ايمان به يې سره ووايو څوک د ملي – اسلامي دريځ څښتن دی؟ د چا شا ته رياست ولاړ دی او د چا شا ته مشر لالا او څوک همدې مشر لالا چې نن ترې ماڼيجن دی د ناوې په شان په ډولۍ کې راوړ او اخواني مارشال فهيم ته يې ورحواله کړ. په قره کولي او شنې چپن، تورې پګړۍ او د ښځو په شان په سينګارتيا خو څوک نه ملي کيږي او نه مسلمانيږي. خبره د عمل او د ايمان ده. دا تشه زموږ په ډېرو مشرانو کې شته چې هم دوه مخي دي او هم بېعلمه.

په دې هيله چې زموږ ځينې زړه نازړه او کاواکه ذهني، قولي وعملي مشران له خپلې دوه مخۍ او پڅدريځۍ لاس واخلي او د حکومت ملاتړ ته له خپل ملي – اسلامي دريځه راودانګي نه له دښمنانه دريځه.

په درنښت

سيد حسين پاچا

دوه مخي دريځونه جګړه اوږدوي! / سرلوڅ مرادزی

http://www.dawatmedia24.com/%da%a9%d8%a7%d9%84%d9%85%d9%88%d9%86%d9%87/%d8%af%d9%88%d9%87-%d9%85%d8%ae%db%8c-%d8%af%d8%b1%db%8c%da%81%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%ac%da%ab%da%93%d9%87-%d8%a7%d9%88%da%96%d8%af%d9%88%d9%8a/

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply