حق غوښتنه پر احساساتو، لونګۍ غورځولو، پر کميس او پرتوګ ايستلو نه

سيد حسين پاچا

0 937

 

حق غوښتنه پر احساساتو، لونګۍ غورځولو، پر کميس او پرتوګ ايستلو نه، بلکې پر قوي هوډ غوښتل واخېستل کيږي

له بده مرغه پښتانه په کمونېزم، اخوانېزم، ستمېزم، ماوېزم ((شغله يېزم))، طالبېزم او سيکولرېزم ټولو اړخونو کې ښه ونه ځلېدل او د يوې سيمه ييزې او نړيوالې پېچلې لوبې ښکار دي

 

ترڅو چې پښتانه ځانونه ونه پېژني همداسې ناترسې څپېړې به خوري. د برياليتوب راز به يې له پنجابي وګورګي ښکېلاکونو د طالب راخپلول او راخلاصول وي

 

 

په هر څه کې د غني ومحب ملامتونه به هم معقوله خبره نه وي، ولې نه تر يو ځايه به پړه هم وي. همدا اوس ورته له خليلزاد، طالب ورياسته رانيولې پر کور دننه تر پخواني ولسمشر پورې څومره پروپاګند کيږي او کندې ورته ايستل کيږي. له اصحاب بروج نه راواخله، تر ابراهيم، د موسی عليه السلام قوم بني اسرائيل تر بلال حبشي او نورو صحابه کرامو پورې هېچا د هېڅ يو ظالم او ناترسه حاکم پر وړاندې نه کميس ايستلی او نه پرتوګ او نه دا کار تاجک، ازبک وهزاره کړی، نو موږ يې ولې وکړو؟ دا خولې مو د څه لپاره دي؟ د ښکنځلو او غولو دوړولو لپاره دي؟ هغوی ځانونه ساتلی شي، ولې موږ يې نه شو ساتلی؟

 

 

ننګونه :

له لونګۍ، کميس وپرتوګ ايستلو او ايسته غورځولو او له ښکنځلو به دا ښه وای چې د يو ستر مارش په توګه د ښاغلي غني او فېشني کار ځايونو ارګ او سپېدار ماڼۍ ته ورغلی وای او هلته تر هغه ولاړ او پراته وای چې تر څو ستاسې غوښتنې منل شوی نه وای. که دا نه شئ کولای، نو لږ تر لږه د بغلان په پلخمري کې خو مو دا کار کولی شوای.

 

بېهمته، بې ايمانه وبېغيرته طالب تل د مېرمنو په لباس او څادرۍ کې نيول شوی وي او موږ يې بيا په غونډو کې خلکو ته وباسو، نو دا د پښتنو کار نه دی. ايا داسې کار زموږ دې نورو سيالانو قومونو کړی چې موږ وکړ؟ خوله د حق غوښتو لپاره ده نه له ځانه کميس وپرتوګ کښنه او ايسته غورځونه. ايا په دې تخار کې د همدې ولسمشر کرزي و رباني په وخت کې قاضي کبير څومره زياتی و نارواوې له پښتنو سره کړي دي، ولې چا هلته خپله لونګۍ، کميس و پرتوګ ايسته نه غورځول چې اوس دا شرم وپېغور غني ويا محب ته وراړوي؟ ولې خليلزاد ته يې سپينه او په زغرده نه وايی چې دا څه غول دې شروع کړي؟ د امريکا د ګټو ساتنه خو به درسره ومنو، خو د پنجاب د ګټو ساتنه خو درسره نه شو منلی. اصلاً خليلزاد بايد وپوښتل شي چې نوموړی د چا استازولي کوي؟

که د امريکا کوي، خو سمه ده او که د طالب او د بل چا کوي، نو د امريکا حکومت وسفارت بايد داخبره روښانه کړي. ان له ناټو او د امريکايې قواو له مشرتابه وغوښتل شي چې خليلزاد دلته د چا استازيتوب کوي؟

طالب خلک په وطن کې وژني او ناوې کړی يې راته په قطر کې کېنولی، ولې له خليلزاد نه پوښتل کيږي چې تر څو به دا ډول لوبه او ستر امتيازات طالب ته د پنجابي رياست د خوشالولو او ګټو د ساتنې او تضمين لپاره د ولس وينه تويوي او ولې د ولس وينه د حکومت له لورې په بېځايه وړندو بمباريو کې توييږي؟

طالب څه غواړي؟

طالب خو غني ومحب نه دی خرڅ پلورلی چا چې پلورلی هغه خو دوی ته خپل معلوم دی، نو ولې پرې حکومت راايسار کړی دی؟

 

ځه دا شپږ سوه بنديان خوشې نه شول، نو ايا دا دېته پلمه نيول کيږي چې اوس دې له حکومت سره له خبرو انکار کوي؟ د دې شپږ سوه اختلافي کسانو پر ځای دې نور خلاص شي، ولې هغه طالبان نه دي که څنګه؟ او که د طالب په نوم اوس نور څوک خلاصوي؟ افغان حکومت د خپلو اتباعو د خلاصون ذمه وار دی نه د نورو اتباعو. که اوس خلاص نه شول، نو وروسته به خلاص شي، ولې پلمې ورته جوړوي؟

 

اړتيا څه وه؟ ولې خليلزاد داسې دوه مخې لوبه وکړه چې لږ تر لږه هغه خپلې بومي مخينې ته يې هم ونه کتل او د نورو ګټو ته د افغان ولس له وينې تويونې زيات ارزښت ورکړ؟ تېرځل پرې هم عبدالله وروتپل شو او دا ځل پرې هم وروتپل شو. کاشکې چې موږ خو په جهادي پير کې لږ خپل ځان پېژندلی وای چې څه لوبې راسره روانې دي؟ د جهاد په نوم مو د هېواد ټول بنسټونه ونړول او له نورو مو بلهار کړل، نو نن څه کولای شو؟ همدا اوس هم له خپلې خاورې، حکومت او ولس سره په خيانت کې يو. نه مو په هېواد زړه سوځي، نه مو پر ولس زړه سوځي، نه پر حکومت او خپلو اولادونو او د هغوی پر ښې راتلونکې جوړونې زړه سوځي. همدا دوستم موږ جهاديانو څومره ونازوه؟ د خالد بن وليد لقب موورکړ، ستر جنرال مو کړ، لومړی مرستيال مو، مخکې او وروسته مو وبښه، خو له بښنې سره سره يې د خپل قوم پر يو مخور سپينروبي هم اړ نه شو. په کابل کې د هغه بل مخور پر کور ورواوښت. څارنوال جبار ثابت غوښتل چې محاکمه او قانون ته يې راکش کړي، خو همدې کرزي ترې خلاص او هغه يې له دندې پرې خلاص کړ. ايا همدې حکمتيار ورسره ائتلاف ونه کړ چې د پړې ګوته يې يوازې غني ويا محب ته نيول کيږي.

 

زما موخه له ښاغلي غني ويا محبه ننګه نه، بلکې لږ خپل ځان پېژندنه خو هم په کار ده. د همدې طالب خرکوس له لاسه په لسيزو د هر چا له لورې وهل او ټکول کيږو، ولې طالب له جنګه نه ستړی کيږي؟ د طالب غويمه توب به کله خلاصيږي؟ دا شرم دی چې د رنجيت سينګ او د ګورګين زامن خو لا پرېږده چې اوس خپل لغمانی خليلزاد يې د نوي پير د يويشتمې پېړۍ د مرييتوب په يوه نوې بڼه د باجوه او فياض په لارښوونه د عربو په مارکېټ کې پرې بولي وهي. له ټرمپ يې ځانته پرې پروژه اخېستې ده او پر حکومت له هر اړخه سياسي او جنګي فشارونه راوړي چې خپلې ناروا غوښتنې پرې ومني. د امريکا د ملي امنيت د پخواني مشاور يا سيکرتر جان بولټن په خبره چې خليلزاد ډېر زيات امتياز طالب ته ورکړی او د نيويارک ټايمز په خبره چې نوموړی غواړي حکومت د سرو زرو په لوښي کې طالبانو ته ورتسليم کړي، نو ولې يې هغه نور وخيم اړخونه له پامه غورځوو؟

 

تېر ځل همدا طالب چا له جنوبه تر شماله وروسولو؟ چا ورته لار پاکه کړه؟ چا ورته هلته اړيکه جوړه کړله؟ د چا په ډاډ يې له دوستم ومالک سره يارانه جوړه کړه؟ چا پرې هلته هاغه ځل او بيا راوروسته په دې دويم غوبل کې په زرګونه طالبان دليلی په دښته کې ووژل؟ ولې طالب د خپل حکومت په وخت کې يې پوښتنه ونه کړه؟ نجيب يې چې وژلی شو ايا دومره يې نه شول کولی چې دوستم محاکمه کړي؟ ولې د هغه ډله ييزو قبرونو نښې نښانې ورکې شوې؟ د چا په امر يې دوسيه څوک نه شي څپړلی؟ ايا دا مسايل خليلزاد ته روښانه نه دي که څنګه؟ دا بوږنوونکې لوبې خو د غني ومحب په وخت کې نه، بلکې د نورو په وخت کې شوي، ولې هغوی ته ګوته نه نيول کيږي؟ ولې قومي و ژبني مسايلو ته لمن وهل کيږي؟ حق خو حق دی هغه که د هر چا وي. برابره خبره ده چې پښتون وي، تاجک وي، ازبک وي، ترکمن وي، هزاره وي، نورستانی وي، عرب وي که سيّد وي او که هر څوک، ولې يې حق پايمال شي؟

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

چې په تنګ شي نو په جنګ شيد هېواد د شمال د یو پښتون د حق غوښتنې یوه نوې طریقه – په ویدیو کې له کنځلو او بدو الفاظو د استعامل له امله ه یې زه مخکې له مخکې بښنه غواړم. د پښتنو او په ټوله کې د ټولو افغانانو دردونه او غمونه بېحسابه دي. نور په ويډيو کې ليدلای شئ.

Posted by M Tariq Bazger on Thursday, July 23, 2020

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply