ګوترش ویلي، چې په نږدې ورځو کې به د ملګرو ملتونو عمومي غونډه ترسره شي او په خبره یې د ده په کلنۍ وينا کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر دې وي، چې په نړۍ کې د روانو جګړو لپاره د پای ټکی پیدا کړي.

هغه د بین الافغاني خبرو پیل ته په ښه سترګه ګوري خو وایي یو ځل بیا له ټولو ښکېلو لورو غواړي، چې نور دې جګړه ودروي او ژر دې بشري اوربند وکړي.

ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره په مارچ میاشت کې د بشري اوربند غوښتنه وکړه، چې له امله یې د منځني ختیځ او افریقا په ډېرو هېوادونو کې اوږدې جګړې درېدلې دي خو، په افغانستان کې طالبانو له دغه اوربند سره تر دې دمه توافق نه دی کړی.