هلمند کې د وژل شويو طالبانو شمېر له ۲سوو واوښت

0 1,194

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د لښکرګاه په جګړه کې وسله‌والو طالبانو ته د اووښتو تلفاتو په تړاو د دوی تازه مالومات ښيي چې د تازه دمو سرتېرو په ورسېدو سره دغلته د دې ډلې تلفات نور هم زيات شوي دي.

نوموړيپه خبرو کې ادعا وکړه، که څه هم پرون د وړمې ورځې په پرتله جګړه کمه وه خو په خبره يې د لښکرګاه په اړوندو سيمو کې د افغان ځواکونو چاڼيزو عملياتو پرمهال هم وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی زياتوي چې د تلفاتو په اړه کره ارقام په لاس نه لري خو په خبره يې د کشفي مالوماتو له مخې د لښکرګاه په جګړه کې له ۲سوو ډېر وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. عمر ځواک په دې اړه خبرو کې وويل:

«د هلمند امنیتي وضیعت ټول د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او د نویو تازه دمو سرتېرو په راتګ سره مو طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي چې شاوخوا ۲۰۰ تنه یې د جګړې په ډګر کې وژل شوي.»

وسله‌والو طالبانو د يکشنبې په ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه ښار څلورمې امنيتي حوزې پر اړوندو سيمو بريد وکړ خو د امنيتي ځواکونو په مقامت او د تازه دمو سرتېرو په رسېدو سره د يادې ډلې دغه بريد په شا وتمبول شو.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم دغه بريد د امريکا او طالبانو ترمنځ د قطر هوکړې خلاف عمل بللی او زياته کړې يې ده چې له همدې کبله يې په لښکرګاه کې د جګړې پرمهال پر وسله‌والو طالبانو هوايي بريدونه هم کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply