د دين په جامه کې د خليلزاد و ټرمپ وړيا اربکيان

سيد حسين پاچا

0 687

د خليلزاد د بُن زړې فارمولې “genie in a bottle” پر ځای نوې فارموله “the current government replacement by the Taliban” د بلکواټر په سيستم کې

خليلزاد بايد له جهادي پيره تر دې دمه خپلو ټولو ناولو کړنو او شخصي تمايلاتو ته د پای ټکی کښېږدي. اسلامي امارت لا له پيله له قرآني مزاحمت سره مخ وو، خو د ټرمپ څرګندونو لا پسې له ستونزو او ديني انزوا سره مخ او مشروعيت يې لا تر پوښتنې لاندې راغی

نوټ : خليلزاد بايد له باجوه سره خپلې ټولې ناولې ځانغوښتنې يوې خوا ته او د افغانستان پر سر له چا سره نوره ګنده معامله ونه کړي. د نوموړي هر حرکت او کليمه بايد په دقيقه توګه وڅارل او د افغانستان د ملي – اسلامي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې تحليل او ارزيابي شي. له جهادي فارمولو راواخله تر نننيو پورې يې يوه هم د هېواد او د ولس په ګټه نه وه، نه ده او نه به شي. ټرمپ وخليلزاد دې د خپلو ځانځاني غوښتنو د لاسته راوړنو په موخه ”افغانستان“ چا ته او نه په ديني صبغه کې د چا وړيا ملېشو ته په واک کې ورکړي.

Genie in a bottle

Genie out of the bottle

If you say that the genie is out of the bottle or that someone has let the genie out of the bottle, you mean that something has happened which has made a great and permanent change in people’s lives, especially a bad change.

As for unconventional weapons, the genie is unfortunately already out of the bottle.

د خليلزاد يو يې بېسواده او بل يې باسواده دوه پېريان

بېسواده يې د پنجاب په واک کې ورکړ چې له زوکړې تر مرګه له پنجابي جنرالانو او داسې نورو يو نيم پرته چا بالمشاهده په سترګو ونه ليده او باسواده يې په بُن کې د اروپا په غېږه کې نړۍ ته له خپل بوتله راويسته او خوشې يې کړ او تر نژدې يوې لسيزې زيات يې په واک کې وساته. خليلزاد بايد ولس او نړۍ ته د خپلو دواړو پېريانو ځواب ويونکی اوسي چې ولې يې پر افغان ولس دا د لسيزو جګړه راوتپله او دوامداره يې وساتله؟ ايا د ضياءالحق او کرنيل امام هغه خبرې خو به يې پر ځای کړې نه وي چې :

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

ضياءالحق :

Making the water boil in Afghanistan

by Praveen Swami
/ The Hindu

“The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.

په افغانستان کې بايد اوبه د حرارت په يو مناسبه درجه وېشول شي چې نه سړيږي. مانا دا چې د دوامداره جګړه چې سړښت يې نه، خو سوخت او درد يې د تل لپاره وي. [خپلواکي ګڼه]

همدېته ورته خبرې هوبه هو کرنيل امام هم کړي دي.

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

  • ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
  • د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
  • څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟
Genie in a bottle

 

I feel like I’ve been locked in tight
For a century of lonely nights
Waiting for someone to release me
Thinking of rain blowing kisses my way
That don’t mean I’m gonna hear what you say
Baby, baby

Oh, woah, woah (my mind is saying let’s go)
Oh, woah, woah (but my heart is saying no)

If you wanna be with me
Baby, there’s a price to pay
I’m a genie in a bottle
You gotta ask me the right way
If you wanna be with me
I can make your wish come true
You gotta make a big impression
I’ve gotta like what you do
I’m a genie in a bottle, baby
Gotta catch me the right way, honey
I’m a genie in a bottle, baby
Come, come, come in and let me out

The music’s fading and the light’s down low
Just one more dance and then we’re good to go
Waiting for someone who gets me
Heart is…

ښاغلی خليلزاد بايد د دې شعر دې يو بيت ته څنګه ځواب وايی؟

I’m a genie in a bottle, baby
Come, come, come in and let me out

په بوتل کې پېری

زه په بوتل کې لا ماشوم پېری يم

راشئ، راشئ، راشئ او ما وباسئ

دا چې اوس د نوې فارمولې خبره کوي چې هغه مخکېنۍ فارموله زړه شوې او نوښت ته اړتيا لري، نو نوښت يې په څه کې ويني؟

دا د قطر په دوحه کې کېنولی پېری يې نور د پټېدو نه دی، نو ده بل څوک پټی ساتلی چې خپله نوې فارموله پرې ترسره کړي؟

دا د قطر د دوحې پېری نيمچه ملا او د اپينو او نورو مخدره توکو کاروباريان او د کوټې شوری بېخولې شيخ خو د حکومتولۍ وړتيا نه لري. سمه ده چې ښه جنګي او د ورانۍ تجربه لري ځکه چې د همدې لپاره روزل شوي او ساتل شوي دي، نو بل داسې د تېر په شان معيوب او بېسواده يې د افغانستان او يا د نړۍ په کومه تياره ګوښه کې پټ کېنولی چې اوس ورته زړه فارموله بېکاره او نوې ارزښتمنه بولي؟

هېښنده لا دا چې د بُن پېری چې په خټه پښتون د لوی کندهار اوسېدونکی او ورته په خوا کې بل بېسواده پېری چې له هماغه ځايه يې سرچينه اخېستې. اګر چې نوموړي لا په وړکتوب کې له خپل کوروکلي کوچېدلی او بيا د کندهار بلې ولسوالۍ او بيا له هغه ځايه ورپسې اوروزګان ته کوچېدلی او هلته يې د خپل تره په مدرسه کې يو څه لوستي، خو دا بل يې له هېواده تر بهر د عليګر پورې په سياسي علومو کې زده کړې کړي دي او بيا اوسنی ولسمشر چې له لوګر څخه دی دوه نورې داسې په تخلصونو کې ورته څېرې له خپلې لمنې راپورته کړي چې يو يې دوست او بل يې سرسخت مخالف دی.

له بل لورې بيا درې نورې څېرې چې په ورته وخت کې دوه يې يو ښوونيز بنسټ [بيروت] او بل يې بيا د دوست هېواد هندوستان په يوه نظامي بنسټ کې زده کړې کړي دي. او درېواړه يعنې اوسنی ولسمشر، استازی او طالبګی د CIA په منتر کې دي. سړی حيران شي چې زموږ دغه چالاکه لغمانی چې يو يې د ولسمشر، بل يې د طالب او خپله د استازي په توګه په رسنيو کې مطرح کيږي د بُن له پيري وروسته خپل يو پوهنتوني سيال ته واک وسپاره، خو اوس غواړي چې د نورو په نغوته د ځان او ټرمپ د خپلو ځانځاني غوښتنو او هم د خپل زوی کمپنۍ د پانګونۍ لپاره له پنجاب سره د افغانستان په سر معامله وکړي. لله الحمد والمنة چې اوس خلک پوه دي او د نوموړي په داسې ناولو او شرموونکو کړووړو ښه پوهيږي، خو نوموړی لا تر اوسه په نورو د ساده توب ګومان کوي.

دغه بيروتی او د مجاهدينو تر طالبانو د ټولو چمچه مار داسې انګېرله چې وړيا اربکيان به يې هېلمند ونيسي او لا نړيوال پرستېژ به ورکړي، خو لله الحمد والمنة چې هغسې ونه شول. له بل لورې د ټرمپ او مېرمنې هم د ويريوس خبره رسنيزه شوه او اوس يې دا دی چې د کشري زوی خبره رسنيزه شوه، نو زيات باور شته چې د نوموړي بخت لکه چې بيا ورسره ياري ونه کړي او دغه هيله يې ترسره نه شي، خو زموږ ګران هېوادوال يې د خپلې ځانځاني غوښتنې په پار په دې ژمي کې بې کوره کړل.

د هېلمند د نيولو هڅه د طالبانو لپاره د يو سياسي ځانوژنې مانا لري او ځانونه يې په لوی لاس له هر اړخيز پلوه خوږ کړل چې داسې بايد نه وای شوی. اعتماد او توکل غيرالله خو همدغسې پايلې لري چې په نړيواله کچه وغندل شول او هېچا يې ملاتړ هم ونه کړ. دا ځکه چې د دوی قول وعمل سره سر نه خوري او دا هغه څه دي چې د الله تعالی نه خوښيږي او نيوکه پرې کوي چې ((لم تقولون ما لاتفعلون)).

په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply