!مونږ جګړه ګټلاى شو، خو سياست نه

د عبدالوحيد "وحيد" ليکنه

0 973

ایا مونږ په رښتيا سوله غواړو او که د سولې تر عنوان لاندې واک؟  ايا مونږ په رښتیا د ولسواکي پلويان يو، که د ولسواکي په نوم ځانواکي؟ ايا زمونږ سياسي مشران رښتيا هم ملي اجندا لري که د ملي اجندا تر شا شخصي ګټې لټوي؟ ايا مونږ ته د تيرو دوو لسیزو لاسته راوړنې رښتيا اهميت لري او که دا خبره يوازي په واک کې د پاتې کېدو بانه ده؟ ايا مونږ رښتيا په خپله د خپلو ستونځو د حل وړتیا لرو که دغه خبره مو تش شعار ده؟ ايا زمونږ ظاهري خبرې شعارونه او احساساتي ويناوې رښتيا هم زمونږ د موخو هنداره دي او که اصلي خبره بل څه ده؟

  د “رښتيا” ټکي تر شا هغه حقیقتونه پراته دي چې زمونږ سیاسي مشران ورته په ريښتينې توګه د ژمنتیا احساس هم نلري.  سولې ته د رسیدو لپاره د سولې بنسټیزو موخو او ارزښتونو ته  پياوړۍ تعهد درلودل اساسي شرط ګڼل کېږي. هغه تعهد چې زمونږ مشران يې نلري. د ملت له خيټې څخه راپورته شوې ملي مشران نلرو. چا  د دين، چا د ديموکراسي، چا د هېواد،  چا د ژبې، چا د قوم او سمت تر چتر لاندې لاندي شخصي دوکانونه پرانستي دي. مونږ په ملي کچه يوه ستر بدلون ته اړتیا لرو.

د ژور تأسف ځاى دى  چې مونږ د نړۍ په کچه د علم او ټيکنالوژي په برخه کې له پرمختګونو سره سره له نړيوالو سره د سيالي او اوږه په اوږه د تلو وړتیا نلرو. يو وخت به علم د مؤمن ميراث ګڼل کيده، مګر اوس دغه ميراث له مونږ څخه نورو خلکو خپل کړى دى. مونږ د علم فن او معلوماتي تيکنالوژي په برخه کې پاتي يو.

شک نشته چې طالبان د افغاني ټولنې د ټولنيز وجود خورا مهمه برخه ده او له هغوى پرته زمونږ ټولنيز وجود نيمګړۍ دى. هغوى هم لکه بل هر افغان د هيواد او ولس د راتلونکي په هکله په پریکړو کې برخه اخیستى شي، نيوکې کولاى شي اندېښنې څرګندولای شي او په ملي کچه په سياسي بدلونونو کې شريک ګرزيداى شي. د ديموکراسي چيغې وهونکي هغه سهوې باید ومني چې د امريکا لخوا د طالبانو د اسلامي امارت له نسکورېدو وروسته د امريکا او د امريکا ملګرو افغانانو لخوا له طالبانو سره سخت ظلمونه وشول. د دې پرځاى چې د بن په غونډه کې ورته د ګډون دعوت ورکړل شوئ واى، غږ او غوښتنې يې اوريدل شوې واي، له هر ډول دښمنانه نظامي تحرکاتو پرته په خپلو کورونو کې د امریکايانو او حکومتي چارواکو لخوا ونيول شول، ووژل شول و ځورول شول، له هيواد څخه وشړل شول او يا هم امریکا ته د څو پيسو په مقابل کې وسپارل شول. دغه ډول وحشتونه په هره ټولنه کې غبرګون زيږوي او زمونږ په ټولنه کې يې جګړې وزيږول. ښه بيلګه يې په مسکو کې د ملا فاضل لخوا د دوستم توهين وه او دغه خواشينوکې صحنه د دوستم د هغه مهال ناوړه چلن غبرګون وه چې ملا فاضل امریکا ته د نه سپارلو له ژمنو وروسته دوستم ته تسلیم خو د ژمنې خلاف امریکا ته وسپارل شو.

مونږ باید ومنو چې مونږ سنجيده مشران نه لرو. مونږ اوږدمهاله اړتیاوې، ګواښونه، نيمګړتياوې، ستونځې او ګټې نشو ارزولاى. په لوړو زده کړو سمبال مشران مو هم احساساتي خبرې او جزباتي پريکړې کوى. مونږ د راتلونکي ترينګلي سياسي امنیتي او اقتصادي وضعیت د ارزونې لپاره ژورليد نلرو. مونږ بالفعل ګواښ سره د مخ کيدو همت لرو، خو د بالقوه ګواښونو په درک او مديريت کې پاتې راځو. اى کاش چې د جمهوريت مشرانو د امارت له مشرانو سره له تاوتریخوالي څخه د ډک پخواني چلن اوسني زيانونه شل کاله وړاندې ارزولي واى، نو اوس به مو له شته ستونځو سره لاس او پنجه نه نرمولاى.

په هر حال اوس خبره تر دغې کچې راورسېده چې طالبانو جګړه وکړه او مقاومت يې وکړ. د امریکا په شان ستر ځواکمن هيواد يې ديته اړ ايسته چې له دغې ډلې سره د جګړې پرځاى مذاکراتو ته لاړ شي. د خبرو او بالاخره د خپلو نيرنګي وړتیاو او د لوړې کچې انعطاف په کارولو يې وکړاى شو چې له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي او د خپلو تلفاتو کچه صفر ته راښکته کړه. همدغه شان انعطاف او تنزل د يوه بريالي ملت د ځواکمنتیا نښه او خپلو ملي ګټو لپاره يې ترسره کول فضاحت نه بلکې وياړ ده.

پوښتنه داده چې که طالبان له امريکا سره سوله کولاى شي، نو ولې دغه کار له افغانانو سره نشي کولاى؟
که امریکا له دومړه فرعوني مزاج سره سره له طالبانو سره سوله وکړه، نو افغان حکومت باندې څه شوي چې له طالبانو سره سوله نشي کولاى؟   نن لږ شان دسر د خوندیتوب په هيله له طالبانو سره د زړه خواله کوم.

منم چې طالبانو  سينې سپر کړې، د ګوانتنامو تعذيب خونې او د نورو هيوادونو ځورول او کړاوونه يې وزغمل. د جګړې په ډګر کې يې لاس ته راوړنې خپلې کړې، خو د هغوى سياسي وړتیاوې ټکنۍ دي، د خپلو ځوانانو په فکري روزنه کې نيمګړتياوې لري. که اوسنيو سهوو ته دوام ورکړي، نو به يقيناً د سياست په ډګر کې لاس ته راوړنې ونلري. دا نيمګړتياوې يوازي د طالبانو نه، بلکې مونږ ټول افغانان په مسلسله او متواتره توګه له تيرو څو لسيزو راهيسې ورسره لاس او ګریوان يو.

طالبان اوس هم احساساتي فکر کوي چې ناتو يې ماته کړه امريکا يې په ګونډو کړه، په ټرمپ باندې تليفون کاټ کوي او کله چې د طالبانو پلاوى د مذاکراتو خونې ته راځي نو امريکايان ورته د احترام په توګه ولاړيږي وغېره وغيره . دا هغه فکر ده چې  ديرش کاله وړاندې  مجاهدینو هم کاوه. مونږ هيڅ وخت په جګړه کې نه يو مات شوى، خو د سياست په پيچلي ډګر مو کله هم بريا نه ده ترلاسه کړې. هر وخت زمونږ د سرښندنو کريډيټ بل چا اخيستى دى.

طالبانو ته د حکومت په ليکو کې د شته پراخ هر ډول فساد او بې عدالتي  له امله د ناهيلي شوي ملت د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره خورا ستر فرصتونه شتون لري، خو هغوى د حکومتي اړخ له همدغه تشو څخه د ګټې اخیستنې لپاره هيڅ ګام نه ده پورته کړى. د بې باوري په رنځ اخته دي. فکر کوى چې ټول مخالفين د هغوى په ليکو کې د اختلاف اچولو هڅه کوي خو واقعيت داده چې په طالبانو کې درزونه او اختلافات زمونږ ولس او هيواد ته يقيناً زيان اړوى. له امريکا سره په سوله کولو او له افغانانو سره په جګړه کولو باندې يې د افغانانو په باور خاورې واړولې.

له سولې څخه د حکومت په شان هغوى هم ابزاري ګټه اخلي. مجهول او مبهم دريز يې خپل کړۍ ده. د راتلونکي مئ مياشت له پيل وړاندي د امریکا وتلو ته د انتظار او له هغه وروسته د جګړو  له لارې د برياو ترلاسه کولو هڅه کوي.

کيداى شي طالبانو ته د کابل او ارګ نيول شونۍ کار وي، مګر بشپړ باور لرم چې د کابل امنيت خوندي کول خورا ګران کار او د طالبانو د وس خبره نه ده.

مشوره مو ورته داده چې د کابل د نيولو او د واک د انحصار فکر پريږدي. سولې ته لاره هواره کړي. څرګند دريز غوره کړئ. غوښتنې مو مشخصې او مقابل لوري ته د ميز په سر کيږدئ. د افغانستان خلک اوس نسبتاً د شل کاله وړاندې په پرتله له خورا لوړ سياسي شعور څخه برخمن دي. که طالبان واک هم غواړي، حق يې ده، خو د زور او جګړې له لارې نه، بلکې د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې يې ترلاسه کولاى شي. د اسلامي نظام قيام لپاره بايد مبارزه وکړي. ولس يې د واقعي اسلامي نظام مخالفت قطعاً نه کوي او دغه کار به د هغوى د متين عزم او پياوړي ارادې ممثل هم وي. البته که  د خپل ولس سيمې او نړۍ په کچه حساسیتونه او نزاکتونه په نظر کې له نيولو پرته غواړي خپل له لاسه وتلئ امارت اسلامي بيا قائم کړي، دا به داسې هغه سهوه وي چې جبران کول به يې ناشوني وي. د طالبانو دغه منطق قياس مع الفارق ښکاريږي چې هغوى لکه څنګه چې د جګړې په ډګر کې بريالي دي، نو په سياست کې به هم بريا ومومي. باید ومنو چې مونږ ټول په ځانګړي ډول طالبان په سياسي لوبه کې مهارت نه لرى. که کفارو اسلام ته د زيان رسولو هڅه وکړه، نو د اسلام په نوم افراطي ذهنيت هم په مختلفو ډولونو زمونږ مقدسات بدنام کړل.

راځئ! په خپلو منځو کې پر يو بل رحم وکړو.  د الله دين ته د دعوت لپاره موعظه حسنه او حکمت وکاروو،  تر  هرچا وړاندي له خپلو هيوادوالو سره مشترکات ولټوو او د مشترکاتو پربنسټ ورسره سوله وکړو. مونږ هر پردى له هيواد څخه شړلاى شو، خو  د هيڅ افغان د شړلو حق نلرو.  د هغو خلکو له ناکامې څخه باید زده کړه وکړو چا چې په طالبانو پسې توره راواخيسته او له هيواد څخه يې شړلو ته اړ ايستل. د حذف نفى او شړلو ستراتیژی اوس ناکاره شوې او له وخت څخه تېره ده.
والسلام. په درنښت.
عبدالوحيد وحيد ،کابل افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply