د خپلواکي منزل او موږ ته پاتې مزلونه 

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

880

خپلواکي او ازادي هغه نعمت دى چې په خوند يې يوازې هغه ولسونه ښه پوهېږي چې د غلامي د ذلت ځنځير يې په غاړه کې شرنګېدلى وي. خوښ يم چې موږ د امریکا او ناتو له غلامي څخه تر يوه حده پورې خلاص شو، خو دلته باید د غلامي تنوع او مختلفو پړاوونو ته په کتو کله کله له ځانه پوښتنه کوم چې ؛ اى د خپلواکۍ لمره، کله به راخېځې ته!

په تيرو پېړيو کې د ځواکمنو استعماري هېوادونو لخوا کمزورو هېوادونو ته د عسکري قطعاتو استولو، د وسلې په زور د هغوى په زيرمو او سرچینو باندې يلغار کولو ته اشغال او نيول شوي هيواد ته به مستعمره ويل کيده، خو له لمړي او دوهم نړيوالو جنګونو وروسته استعمار خپله بڼه سوکه سوکه بدله کړه. د نړيوالو مالي بنسټونو جوړولو په مرسته يې مخ پر ودې هېوادونو ته په عجيبو او غريبو شرطونو باندي د قرض ورکولو له لارې د اشغال او استعمار موخو ته په بله بڼه تحقق ورکړ.

ريښتوني خپلواکي به هغه ورځ لمانځو چې؛  پردي توپکوال دلته نه وينو، د خيراتونو راټولولو کچکولونه مات کړو، خپله ډوډئ پخه کړو او له خپلو خوراکي توکو څخه اينګولى تيار کړو، خپلې د اوبو زيرمې مهار کړو، د رسميت پيژندلو لپاره چاته عذر نکوو او د خپلو پيسو د ترلاسه کولو لپاره پرديو ته احتياج ونلرو او له ورور سره شخړه ونلرو.

ښه حاصلخيزه خاوره لرو، ښه او ملائمه هوا لرو، هيواد مو ښه ستراتیژیک او د نړيوالې سوداګرۍ لپاره ښه موقعیت لرى، د انرژي د زيرمو د ليږد لپاره په زړه پورې امکانات لرو، له ځمکې لاندې پراخه معدنونه لرو، د ګازو او تيلو زېرمې لرو. مګر متاسفانه ملي يووالى، ملي مشران، ملي اجندا، د ملي ګټو تعریف، ملي ترجيحات او د عمل کولو لپاره ملي تګلاره نلرو او په خپلمنځي جګړو سره اخته يو.

د نظامي اشغال  استعماري ستراتیژی په اوسني عصر کې مخ په ختمېدو ده، ځکه چې نظامي اشغال د اقتصادي اشغال په پرتله ګران، ستونځمن او زيان منونکى وو، خو اقتصادي اشغال يا هم په بله اصطلاح د نړيوال بانک، IMF  او نورو نړيوالو مالي بنسټونو په شتون کې د هر هېواد په اقتصادي شاهرګونو باندې تسلط ارزانه او د قرض غوښتونکو ولسونو د وينې زبېښل اسانه شوى دى.

که مو په معاصره نړۍ کې غلام هيوادونه له خپلواکو هيوادونو څخه جدا کول، نو غلامي د بهرنیو ځواکونو د شتون په تله کې نه بلکې د احتياج په کچه پورې وتړل شي. جاپان جرمني جنوبي کوریا اوداسې نور ډېر هيوادونه شته چې موږ ورته د غلام القاب نشو کارولاى. هغه هيوادونه به په لوړه کچه غلامان وي د چا چې د احتياج کچه لوړه وي او دغه سلسله به بيا ښکته پورته کيږي. هغه ملتونه به خپلواکي او استقلال ولري چا د په اقتصادي توګه د خپلو وړتیاو او اړتیاو ترمنځ انډول رامنځته کړى وي.

که موږ د خپل هېواد د غلامي او خپلواکي کچه معلومولو، نو له هرڅه وړاندې باید د خپلو ملي اړتیاو په تړاو فکر وکړو. د اړتیاو ګراف مو دومره لوړ دى چې افغانستان د يو زراعتي هېواد په توګه له پيژند ګلوي سره سره خوراکي توکو ته زموږ د اړتیا کچه هم هر کال مخ پر لوړه روانه ده.  اقتصاد مو مطلقاً په مرستو باندي متکي دى، پرمختیایي پروژې او د نظامي لګښت څه، چې خپل عادي لګښت هم نشو پوره کولاى.  د وارداتو کچه مو د صادراتو په پرتله څو چنده لوړ ده.
موږ وليدل چې د تير نظام له نړيدو وروسته نړيوالې اقتصادي مرستې ودريدې زموږ اقتصادي سقوط ته لاره هواره شوه. که نړيوالو پرځاى اقدامات نه واى  کړي موږ له فاجعې سره د مخکيدو په حال کې وو.

اوس خو د بهرني سياست په برخه موږ په دوه موضوعاتو باندې تمرکز کوو. لمړى دا چې له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې په رسمیت مو وپيژنئ. دوهمه موضوع په امریکا کې د کنګل شوې پولي زيرمو د خلاصون ده. په دواړو برخو کې سياسي او حقوقي خنډونه شتون لري. موږ باید ومنو چې موږ نړئ نشو بدلولاى، خو په خپلو تګلارو کې خو داسې بدلونونه راوړى شو چې هم خپل ديني او ملي تقدس وساتو او هم نړيوالو ته وښيو چې موږ يو ژمن حکومت، په ديني او ملي ارزښتونو ولاړ منل شوى نظام لرو.

که احياناً نړۍ مو په رسمیت هم وپيژني زموږ د احتياج ګراف به خورا لوړ وي.  موږ به تر هغو پورې د خپلواکو هېوادونو په کتار کې نشو دريدلاى ترڅو چې په اقتصادي توګه په ځان بسيا نه يو، په سياسي ډګر کې د لوبيدو لپاره پياوړى او اغيزمن موقف ونلرو او دغه منزل ته له رسيدو وړاندي لاهم موږ ته ډير اوږده مزلونه پاتې دي. دا مزلونه په يکه تازي او تشو خبرو نه کيږي بلکې ملي عزم ملي ملاتړ او د حکومتولي په ټولو برخو کې ماهرو ستراتيژيستانو ته اړتیا لري.

د ځمکې کُره اوس د معاصرې تيکنالوژي له امله په يوه نړيوال کلي بدله شوې ده. مختلف هيوادونه د مختلفو کورونو مثال لري. په کور د ننه ځانګړتیاو، عقيدوي تنوع، کلتوري بيلتونونو او ژبنيو توپيرونو سره سره ځينې ګډ ارزښتونه مکلفیتونه مسئوليتونه او تړونونه هم لرو. د کلي په يوه کور کې که هره ورځ جګړه، شخړې او تاوتریخوالي رامنځته کيږي حتماً د کلي نور کورونه متضرر کيږي او هغوى غبرګون ښيي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.