زه اوس هغه خوبونه ، نه وینمه
خوبونه هم ، خپلې څیرې بدلوي
خوبونه هم ، پرمخ نقاب غوړوي
خوبونه هم لکه، سپیڅلې سپین ککۍ کوترې
دصلیبونو ښار کي
دشنوګونبدو، مزارونو،خړه لار ورکوي
خوبونه هم لکه دهرکال موسمونه
خپله ، خپل رنګ اوجوله بدلوي
زماخوبونه اوس، لکه دیوال باندې،
راځوړنده خالي چوکاټ
خالي ، خالي دي
لکه هېنداره زنګ وهلي، په زاړه بکس کي
زنګ وهلي
لکه یو مسته شړکیدونکې ویاله
چي وچکالۍ کي دوچ دښت په شانې
په وچو شونډو اوتڼاکي زړه
دشین اسمان څخه، باران غواړي
زما خوبونه ټول نیمګړي دي اوس
چي کله ، کله پرما راشي زه یې نیم و، وینم
زماخوبونه ټول په ملا مات شوی
هریو اندام یې یو په یو ځای بل په بل ځای
فریادونه کوي
زما دخوبونو جزیرې باندې هم
د( ډیورنډ خط) تیرشوی
زما خوبونه يی په ملا مات کړی
۲۰۲۲ / ۲/ ۳
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.