سياسي مشرتابه ته پرانستى ليک، تللي مه ښوروئ، تلونکي را پخلا کړئ

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

837

سياسي مشرتابه ته پرانستى ليک،

تللي مه ښوروئ، تلونکي را پخلا کړئ!

ډيرى هغه خلک چې تاسو ورته د امریکا د پاتې شونو  په سترګو ګورئ  ستاسو دښمنان نه دي او نه هم له تاسو سره د مخالفت په مورد کې فکر کوي. د هغوى اکثريت د خپل لوړ علمي استعداد پر مټ ستاسو ذهنيت لوستلاى، ستاسو تشې حس کولاى او ستاسو نيمګړتياوې درک کولاى شي. هغوى پوهيږي چې ستاسو د موجوده مات ګوډ حکومت نسکورېدل هم هغوى ته زيان رسوي. خداى مکړه که ستاسو حکومت نسکوريږي، لکه د مخکني نظام د چارواکو په شان به ستاسو  توغل به هم په ولس باندې تيرېږي او بيه به يې هم ولسونه ورکوي.

په پوره ډاډ سره درته وايم چې عامو ښار مېشتو افغانانو په لمړي سر کې ستاسو راتلو ته محتاطانه خوښي څرګنده کړه. هغه ځکه چې د پخواني نظام له نيمګړتياو فساد او جګړو څخه تر ستوني پورې رسيدلي وو.  مګر دغه خلک اوس پوه شول چې د معاصرو علومو په برخه کې ستاسو کړنې ورته د رڼا لارې بندوي او له هرډول نقلي او عقلي معيارونو سره په ټکر کې دي. ستاسو ځينې  فرمانونو د ولس زړونه مات کړل. اوس ولس درسره واټن ساتي او هم مو هيواد په نړيواله کچه منزوي شوى دى، خو ستاسو د نظام نسکورېدل نه غواړي ځکه چې پوهيږي چې لاهم بديل نلري.

نيمګړى دولتي جوړښت، د بنسټونو اوسنى ناوړه حالت، نړيواله انزوا او اقتصادي بدحالي، نه ستاسو په خير دى نه د ولس او نه هم د هيواد د ګټو د خوندیتوب لاره ده. دلته لاهم  متأسفانه د تيرو شلو کلونو په مهال په سترو ښارونو کې عامو اوسيدونکو ته د امریکا د پاتې شونو په سترګه کتل کيږي.

مشرانو ته مو مشوره داده چې تللي پريږدئ. هغوى بيرته نه راځي. که احياناً څوک راځي نو هغه په خپله رضا او رغبت د خپلو ملکيتونو او نورو شخصي بوختياو لپاره  راځي. ښه به داوي چې په خپلو رويو کې بدلون راوړل شي، د مسلکي خلکو د انفکاک لړۍ ختمه شي.

موږ وليدل چې ستاسو په ګډون ډير بخت ازمويونکي راغلل، کابل يې ونيوه، زور ځواک او دبدبه يې درلوده په سلګونو زره افغانان يې ووژل، خو نن يې نښې هم نشته. د ولس د زړونو په خپلولو او د نظام په جوړولو کې پاتې راغلل. تاسو هم د دوهم ځل لپاره راغلاست. اوس باید پوه شوي ياست چې د کابل نيولو او په ولس باندې د حکومت کولو ترمنځ ستر توپیر شتون لري.

د تيرو شلو کلونو په اوږدو کې دلته  ازاد خپلواک او په هسک افغاني غرور سمبال خلک اوسيدلي دي او لاهم اوسيږي چې د افغانيت شمله يې د هر پردي او ګوډاګي په وړاندي هسکه ساتلې ده. خپلو افرادو ته مو کلکه توصیه وکړئ چې افغانان د هغوى غلامان نه بلکې ددغې سپيڅلي خاورې اصيل بچيان دي. ددې پرځاى چې تاسو بهر ته تللي خلک بيرته راتلو ته وهڅوئ، ښه ده چې د دلته پاتې افغانانو د عزت عفت مال او انساني حقونو  خيال وساتئ او باور يې ترلاسه کړئ.

د معلوماتي تيکنالوژي په اوسني وخت کې د زور حکومتونه ناکام حکومتونه دي او افغانستان شمالي کوریا هم نشي کيداى.  افغانستان  له ستونځو ډکې ننګونې او بحرانونه په مخکې لري.  افغانان د ژوند په هره برخه کې دومره نيمګړتياوې مجبوريتونه او اړتیاوې لري چې ستاسو په ګډون هيڅ سياسي او نظامي اړخ يې په يوازې سر  نشي سمبالولاى.

همدا اوس موږ له ګاونډيانو او نړيوالو سره څو ډوله ستونځې لرو. په ځانګړي ډول له امریکا سره زموږ ستونځه ننګونې راپورته کولاى شي. په ښکنځلو ګواښونو او سپکو سپورو ويلو د هيڅ رنځ درملنه نه کيږي. موږ په سياسي اقتصادي ټولنيزو مسلکي او ساينسي برخو کې  محتاج هيواد يو. که د امریکا او چین، روسيې او اروپا، ايران او سعودي، پاکستان او هندوستان ترمنځ زموږ اړيکې انډوليزې بې پرې او شته حساسیتونو ته د کتو پربنسټ ولاړې نه وي، موږ متأسفانه د پرمختللي سوکاله او د يو موټي افغانستان خوب نشو ليداى.

د افغانستان تاريخ په ځينو مواردو کې د برياو او په ځينو زماني مقاطعو کې د ماتو په وينو ليکل شوى دى. کله چې څوک د ماتېدو خوند وڅکي، نو د بريا ترلاسه کولو لپاره يوازې يوه لاره لري. هغه دا چې پورته شي او د بريا لپاره بيا مبارزه پيل کړي

موږ له کلونو راهیسې د خپلواکي او ازادي په نوم جګړه کوو، خو  متأسفانه د ازادي او خپلواکي په نوم له ډيرو جګړو وروسته هم د خپلواکي له هغې کچې څخه ښکته يو چې پنځه څلوېښت کاله وړاندې مو درلوده. اوس خپلواکي د ملتونو او هيوادونو د احتياج په تله کې تلل کيږي او زموږ د احتياج د کچې د معلومولو لپاره زموږ په پولو کې پرديو هيوادونو ته د اوښتو په مهال د افغانانو له بوږنونکې او ځوروونکي حالت څخه ښه اتکل کيږي.

موږ ته کله کله سهواً خپل هېواد د پراخو اوبلنو زيرمو، د انرژي سرچینو، له ځمکې لاندې قيمتي معدني توکو درلودلو له امله غني ښکاره شي او نړيوال مجبور ګڼو چې موږ ته د همدغو اقتصادي زيرمو درلودلو له امله امتیاز راکړي. دا سمه ده چې موږ په بالقوه توګه يو غني هيواد لرو، خو د يوه غني بسيا او پرمختللي هيواد تر  منزل پورې له رسېدو وړاندې اوږده مزلونه لرو. زموږ ټولنيز ذهنيت بدلون ته اړتیا لري او ټرانسپورټي سيستم، بشري سرچينې، تيکنالوژي ښه مدیریت او سترو بهرنیو پانګونو ته اړتیا لري.

افريقا هم د اوبو، اکسیجن ځنګلونو تيلو او قيمتي ډبرو درلودلو له امله غني لويه وچه ده، خو د افريقا ځوانان د بيکاري فقر لوږې، سياسي شخړو او امنیت د نشتون له امله د غربت ژوند تيروي او کله کله خپلو خوبونو ته د تعبير موندلو لپاره لويديځ ته د خطرونو په منلو سره د تلو هڅه کوي.

له اوسني ناورين څخه د هيواد د ژغورنې لپاره اړينه ده چې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره  بيه وټاکو!  طبعي خبره ده چې د  ممکنه  ناورينونو د وخامت او ضخامت کچې ته په کتو، نه يوازې اسلامي امارت بلکې هيڅ افغاني اړخ  له ملي يووالي، ملي اجماع او پياوړي ملي هوډ پرته د راتلونکي توپان د مخنیوي او ستونځو حل ظرفیت نه لري.

سپارښتنه مو داده چې که د ملي اجماع ملي حکومت او ملي مشروعیت ترلاسه کولو لپاره اراده شتون ولري او په دغه تړاو په کوم نوښت باندي کار کيږي نو خورا اړینه ده چې  تر ډيره حده زموږ د عنعنوي لوېې جرګې په معيارونو برابره وي، د ملت د استازيتوب ځانګړتیاوې او مواصفات ولري. په دغه هکله مهندسي شوي او ننداره ايز نوښت به مو ستونځه نوره هم ژوره کړي او د سترې فاجعې د رامنځته کيدو لامل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.