محبس او قفس/۳

عبدالقیوم

607

د اسلام د مقدس دین ظهور

 

  د اسلام د ظهور اساس هم پرهمدې بنیاد او په دې منظور را وغوړېدئ چي د بې ځایه غرور، تکبر، وژنو، هوا او هوس خیالات او ټولي منفي پدېدې خنثی کړي. نو وانسان ته چي خدای پاک د نورو ژوندیو موجودانو د حواسوعلاوه فکر اوعقل هم ورکړي دي. ددې دپاره  چي د هغو په مرسته د ژوندي پاته کېدو او ژوند د سمبال کېدو تر ټولو علاوه د خپل ځان د پیژندو په لاره کي گټه ځیني واخلي. ترڅو د ژوند په هغه اصلي ارزښت وپوهېږي، د هغو په جمله کي په خپل مسوولیت او مکلفیت پوه سي.

ځکه هیڅ یو انسان په خپل ژوند کي غیرمسؤل نه دی، د مسؤلیت لرل دانسان په خټه اخښل سوې مسئله ده. زیار، ښوونه، پوهه او عمل انسان پرلاره برابره ولای سي.

  محمد مصطفی (ص ) د پلار تر وفات وروسته وزېږدی، ده لا د خپل عمرشپږکاله نه وه تکميل کړي چي مور يې هم وفات سول. د پلار نوم يې عبدالله د مورنوم يې امینه دوهب لوروه. محمدمصطفی( ص) څلورلوڼي رقیه، ام کلثوم، زینب، فاطمه څلورزامن قاسم، طاهر، طیب چي دغه درې زامن يې د مخ تردې چي د پیغمبرۍ وحي ورته راسي وفات سول. یو بل زوی يې د ابراهیم په نوم چي دعمر په دوهم کال کي وفات سو.

  محمد مصطفی( ص) لس نفره کاتبان لرل، عثمان بن عفا، علي بن ابی طالب، خالد، سعیدبن ابي العاص، ابان بن سعید، العلاء، بن الحضرمی، ابي کعب، زید بن ثابت، عبدالله بن سعید، معاویه، حنظلهء اسیدي.د”تحفه دراخلاق وسیاست – ص۱۳۱. ” د مور او پلار ترمرگ وروسته، اول يې د خپل نیکه عبدالمطلب ترسرپرستې لاندي ژوند کوۍ. دوهم د خپل اکا ابوطالب ترنظرلاندي لوئی دئ د محمد مصطفی (ص) نیکه او اکا دواړه دخپل وخت ښه ماړه خلگ وه. دوی د مکې شریفی متولیان وو. ټول د مکې بتان، حجرالاسود، او د زمزم اوبه د دوی په لاس کي وې.

  نو رسول د خدای د هغه لمړۍ ورځي دوخت ټول حالات څارل.لا دولس کلن وو چي د خپل اکا په ملگرتیايې له تجارتی کاروان سره  د شام سفروکړ. دوهم ځل د اکا لخوا وبي بي خدیجې ته ور وپيژندل سو د هغې د تجارتی کاروان سره شام ته يې سفروکړ.په دې وخت کي يې عمر۲۵ کاله وو. ورسته د بي بي خدیجې سره يې واده وکړ دواده ثمره يې دوه زامن چي کوچني وفات سول او درې لوڼی وي.درې سره لوڼی يې په خپل ژوندکي واده کړې، زینب يې وابوالعاص حضرت علي رض ته فاطمه زهرا(رض) او روقیه(رض) وه حضرت عثمان (رض) ته واده سوې دي “. تاریخ نړۍ  ادیان از اغاز تا آمروز ص۴۸۲.دجان ناس تالیف.

  د اسلام مقدس دين د حضرت رسول اکرم( ص)په زیار او کوښښ د اصحابوکرامو په مرسته د حاکميت او امارت د په لاسته راوړو ترمقام پوري په ډېر و مشکلانو گاللو سره سرته ورساوه. په لاره کي پر پرتو مشکلانو باندي بریالي سول. د اسلام د مبارک دین په غوړیدو او خپریدو سره، د جهالت او لجاجت ټغرمخ پر ټوليدو روان سو. د اسلام د ستر پیغمبر تر قیادت لاندي لمړئ ځل وو چي ولس د ظالمو واکدارو څخه ځان په امن کي وليدئ دخوشحالي احساس يې وکړی. محمد مصطفی (ص) يې خپل پيغمبر وبلی ایمان يې ورباندي راوړی. او د خپل مشر، رهبر او پیغمبر په توگه يې ور سره بیعت وکړی داسلامي احکامو په رڼاکي يې خپل ټولنیز ژوندراشروع کړئ، اسلام يې پرجاهلیت باندي د پیروزی لاره وبلل. افسوس دا چي نوموړی د خوشحالۍ مرحله ډېره لنډه وه.

  د حضرت عثمان رض د خلافت په وروستیو کي د خلکو او اسلامي خوښیو پرضد د ننه په مسلمانانو کي د هوا او هوس تر اثر لاندي خیالو نه را پیدا سول. هم داسي شان د حضرت علي رض د خلافت په دوره کي نوي اختلافونه هم پر اضافه سوه، حتی دارالاسلام پردوو برخو وویشل سو، تاریخونه او دارةالمعارفونه موجود دي چي په تفصل يې دا بیا نو نه ذکر کړي دي. او بیا د جحالت د دورو په شان حاکمانو بیله دې چي د کوم مسوولیت احساس دي وکړي د خپل ميل برابر خلاف د شرعت کړني سر ته رسولی. چي د اسلام سره يې هیڅ سرنه خوړی. د حضرت عثمان رض د خلافت په ورستیو کي یو سياسي سازمان  د شعیه په نوم په فعالیت شروع کړې وو. ځیني موورخين عبدالله بن سبا کوم چي حضرت عثمان (رض) يې په شهادت ورساوه دهمدې سازمان غړئ بللئ دی. والله لعلم.

    حضرت ابوبکرصدیق(رض) درې (۳)زامن او درې(۳) لوڼي لرلې. حضرت عمر(رض) شپږ( ۶)-زامن او دوې(۲)-لوڼي لرلي. حضرت عثمان (رض) نه ( ۹)زامن او شپږ(۶)- لوڼي لرلي، حضرت علي(رض) مجموعا(۴۸) اولادونه، شل(۲۰)يې زامن او متباقي(۲۸) لوڼي وې. د اسلام تاریخونه ډېر لیکل سوې دي، خو د مولوی نجیب الله نجیب ابادي لیکلئ تاریخ چي د اسلام تاریخ په نوم سره شهرت لري لوستل يې ضروري دئ.

  اسلام د خلگو د مشراتو، حکمرانانو او امیرانو څخه غواړي، چي خپل ځانونه ترخلگو لوړ ونه بولي.او نه داسي روحیه په خلگو کي رایج کړي چي خلگ د هغوی بیځایه او مبالغه اميزه ستاینه وکړي د حضرت عمربن عبدالعزیز( رح) پر ته د اموي خلافت څیړنه هم انسان ستړی کوي ځکه وژني، چور، نړه وني، بدلمنی او معشوقې بازی يې د خلافت د دورې اساسي برخه جوړوي. په دې توگه دعباسیانو مربوط خلیفه گانوهم داسي څه نه دي کړي چي دویاړنې وړدي وي. د مثال په توگه يې دا یوه درته لیکم:

“جورج زایدان د اسلام د تمدن د تاریخ لیکونکي د طبرستان پر تاریخ حواله ورکوي وايې: دهارون الرشيد ملکي زبیدې یوه بیزو لرل چي د درو (۳‎) سروزرو کمربندوالو مرییانو يې خدمت کاوه د ورېښمو او زربافتو څخه جوړ کالي يې په اغوستل پرچوکۍ به یې کښېنولې وه.هرڅوک چي به د ملکي لېدوته ورتلل، اول يې باید د هغې د بیزو لاس مچ کړی وای وروسته ترهغه يې ملکه لېدلای سوای.

” پدې توگه په دغه کتاب کي راغلي دي چي د ملکه زبیدې د یوې جوړې کالو مصرف “وپنځوسو(۵۰۰۰۰)زرو دینارو ته رسېدئ”. چي امریکا يې موورخ دورانت بیا ددې د یوې جوړې کالو قیمت په امریکا يې ډالرو “۳۰۰زره یا۵۰۰ زره ډالر لیکلئ دئ ” لیکونکي په دونه ډالرو بیاهغه وخت د یوې ولسوالۍ د  ټولو  خلگو دپاره کالي کیدل نو دا وه د یونسبتا ښه اسلامي خلیفه د ښځي کړه وړه وه. ښاغلی محمد  نادرایوبی کندهاری په خپل “دوئ څوک وه؟”نومي کتاب کي په۱۷۵ص کي د ملکي زبیدې د کړنو يوه نمونه داسي راوړيده:

” کله چي هارون الرشيد مړ سو د ملکي زبیدې زوی امين خلیفه سو.د امين او مامون په منځ کي د اختلافانو درا پیدا کیدو له اثره جنگونه وسول، چي بالاخره امين د خپل ميرېزی ورور مأمون د طرفدارانو لخوا تر څلورو کالو او ۹ مياشتو خلافت وروسته ووژل سو. کله چي ملکه زبیده، ددې حادثې څخه خبره سوه په ډېر تاثراو غمجن حالت کي يې وويل: “لحن الله علی لجاج.” ترجمه: پرلج کونکي دي د خدای لعنت وي. کله چي د هغې څخه د لج د کلمي د استعمال په باره کې پوښتنه وسوه په دوو روایتو داسي حکایت سوئ دئ چي دې ويلې دي.

۱ – زه د خپل زوی د مرگ په مسئله کې ملامته یم، ځکه چې یوه ورځ هارون(مطلب یې د اسلام لوی خلیف هارون رشېد دئ) زما سره د سطرنج لوبه کوله موږ شرط کړيوو. هرڅوک چې سطرنج وگټی هرڅه چې د مقابل لوري وغواړي هغه به حتی المقدرتهیه کوي. ملکه زبیده وايې چې هارون زما څخه د سطرنج لوبه وگټل نو راته وي ويل چې ته به په د ننه قصر کې لڅه وگرځې، زبیده وايې چه ما هارون ته ډېر ي زارۍ وکړې چي دا کار زما سره نښايې نورهرڅه چي راته وايې هغه به اجراکړم، هارون پرخپله خبره اسراردرلود، زه هم مجبوره سوم، د قصرپه لوی حرم کې لڅه وگرځيدم. بله ورځ ما دهارون څخه سطرنج وگاټه.

 نو ما هارون ته وويل چې ته به حتماً د هغې بدرنگې مينځي سره چه زموږ سره په قصرکي موجودده خلوت کوې.هارون ډېر اصرار وکئ چي مه کوه، د هغې سره زما د خلوت کولو پر ځای ته هرڅه چې وغواړي هغه به درکړم. اما ما د هغه خبره و نه منل او پر خپلي خبره ټینگه وم زما د لج کولو له سببه هارون هم د ناچارۍ څخه د خپلي بدرنگي مينځي سره خلوت وکړ چې د هغه خلوت څخه دغه مامون پیداسو، چي دادئ زما د زوی د مرگ باعث وگرځيدی.

 ۲ – بل روایت داسي دی چي زبیده وايې: یوه ورځ هارون بې وخته زماڅخه دخلوت کولو هیله وکړه ما هغه ته درد جواب ورکړئ، دی د مينځي سره خلوت سو هغه وچي مامون وزېږېدی چي زما د زوی د مرگ باعث سو”. دا د اسلامي خلیفه او ښځي لوبي وي، وای وای.

  ډاکترصالح محمدزیری په خپل لیکلي اثرچي ” افغانستان او د ډموکراسی سياسي نظام ” نومېږی هلته د اسلامي خلیفه مامون مورداسي راښيي:

“مرجیله د هراتی استاد سيس لورعباسي خلیفه هارون الرشيد په نکاح کړه او په دې توگه دراتلونکي خلیفه مامون مور هم د افغانستان دهرات وو. پوهاندعبدالحی حبیبی د” تاریخ افغانستان بعد ازاسلام” په ۶۱۷مخ کي ددې خبري بیان داسي کړی دی :ژباړه “ځکه په۱۵۰ ش ۷۶۷م کي بادغیسي استاد سیس د خراسان په زړه کي د عباسیانو د اشغال په وړاندي پاڅون وکړ، او په کال ۱۵۱ هجری کال کی په بغداد کی ونیول سو او بیا ووژل سو، د لوی خراساني سړي یوه لور، چي د فرهنگ په کانون کی روزل سوی وو، او مراجل نومېدل، هارون رشید ځانته واده کړه، چي د مشهوره عباسی خلیفه (مامون) مورکیږی”.اوعتیق پاڅون هم په خيل اثر “مرورکوتاهی بر تاریخ افغانستان وقضیهء پښتونستان” په ۲۸ صفحه کي” مرجید د استاد سيس لوردهارون رشيد ښځه او د مامون موربولي.” خو په غالب گومان د  ټولو د معلومانو منبع به یوه وي. ما ته دغه وروستۍ نظرونه سم نه بریښی ځکه عربو، امویانو اوعباسیانو ټولو ځانونه ترخلگو، ولس یانورو قومو لوړ بلل، نه يې خپلي ښځي نورو قوموته  په رسمي نکاحوورکولی، او نه يې د نورو قومو ښځي ځانو ته په نکاح کولی. ولله هُوالعلم.

په دې توگه ” تاریخ تمدن اسلام” په ۱۱۸مخ کي لیکي چي د طاهرزوی عبدالله ۴۰۰ څلورسووه ځوانې، ښایسته نجوني د خراسان څخه د بغداد خلیفه ته وروا ستولې، سره ددې چي خلیفه ۴۰۰۰ څلورزره نوري نجوني هم، د خپل ساتیري دپاره په خپل دربارکي لرلی د ولس پرحال ژړا پکارنه ده ؟. په ډیرخفگان سته تر اوسه هم خلگ چي تاسو ووایاست دا شاهان خائین نه وه، دوئ ولس ته هیڅ خدمت نه دی کړئ، د شاهانو مدافعین وايې( د هغه وخت شرایط داسي وو، پیسې نه وي د شاهانو په دفاع کي له خیټي څخه گودره دلایل تراشي).

کله چي یو پاچا په زرهاو ښځو ساعت تیری کولای سي، د عیاشي دپاره هر څه پیدا کولای او مصرف کولای سي، ولس ته بیاڅه نسي ورکولاي؟ داعجیب قضاوت دی. د اسلام د ظهور وروسته کله چي اسلام تر افغانستانه را ورسېدئ په لمړيو دوه سوو کلونو کي يې د کابل شاهانو څخه هر کال د لسوزرو څخه ترسلوزرو درهمو په اندازه نقدي ججه او ورسره دوه زره بلوغ ته نه رسېدلۍ ځوانان دغلامانو په حیث غوښتل او کابل شاهانوهم د خپل اقتدارساتلو او دوام دپاره  دغه مقدار پیسی او غلامان ورکول پیسي هم دولسه جمع کیدې او اولادونه هم. لعنت پر داسي طریقي د کار ددې ولس سره هر شاه، هر امپراتور، هر ظالم څو نه ظلمونه کړي دي، فکر وکړې داولاد اخیستنه د حیوانانو په شان له هغو څخه چي اولادونه واخیستل سو بیا يې د مرگ او ژوند پته نسوای لگولاي.

د خدای لعنت دي وي هميشه پر ظلم، ظالمانو او په حرامو روږد سوو، د هغوی پر اولادې باندي. موږ خواړه نه لرو د اسلام  په نوم خلیفه گانو به مو په پنځه زره نجونو باندي لوبي کولې.دا لااخلگ وايې چي نسبت نورو خلیفه گانو ته دغه یې هغه ښه خلیفه وو. اوس نو فکرکول پکاردي چي دا دعباسي کورنۍ دغړي، ښه خلیفه د اسلام د لوی خلیفه او د هغه دښځي اعمال وي، ولس ته دي خدای خیر ورپه برخه کړي.رښتیاده چي دې ډول واکدارانو د خدای (ج) د کلام، او د حضرت رسول اکرم(ص) دهدایتو په رڼاکي هیڅ ډول سیاسي، اقتصادي او اجتماعي حرکت نه کاوه. ځکه ناموس، حیثیت، ایمان دوئ ته یوازي خبري وي. خپله دهارون الرشید مور ملکه خیزران دعباسي امیرمهدي ښځه وه. دې هم خپل زوی عباس هادي يې د مینځو په لاس ووژئ.

 اووه دېرش(۳۷ )عباسي خلیفه گانو څورلسو(۱۴ ) آموي خلیفه ګانو پاچهې(عیاشی) وکړې. د افغانستان پرخاوره باندي (۷۰ ) کال د عربو سلطه مستقیم چلیده، غیري مستقیم یې  تر او سه. اسلامي امت چي افغان مسلمانان هم پکښی شامل دي د ذکرسوو ظالمانو حکمدارانو پرضد په کلوکلو وجنگیدل اما متاسفانه په نتیجه کي دولسو دوینو په بدله کي په لاس راوړل سوي گټه، به د دوی د نه پوهي لرلو په نسبت جابرو، ظالمو او مفت خورو ته رسېده لکه هم دا اوس چي يې گورۍ. نه آمویانو، نه عباسیانو، نه علویانو، نه بویدایانو او نه هم سلجوقیانو یوه يې هم د ولس د ښ یگني (زده کړي او پوهي ) دپاره  کارنه دئ کړی. د درې یمي برخي پای.

 

//////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.