محبس او ففس پنځمه برخه

432

د اسلامي اُمت د پاره  د مشر انتخاب

  د قرآن (م) کریم او د حضرت رسول الله( ص) د ارشادانو له مخی دا څرگنده ده، چي، د شریعت د احکامو د تنفیذ او د دېن د اقامي په خاطر د اسلامي دولت مشر مکلف گرځول سوی دی  چي د ملت د مشر او وکيل په حیث دا فرض سرته ورسوي چي وکيل او نایب ته منصب او مقام په ميراث نه رسيږي او نه ورته داحق ورکړل سوی دی  چي د زور او قوت څخه دي کار واخلي.

بلکي دا وظیفه د (مشر ټاکنه) د مووکيلينو ده، چي د بشپړي آزادۍ په لرلو سره د خپلي خوښي پربنیاد خپل مشر تعین کړي. دا حکم قاطع دی ، ترخځي مرخځي نسي وراچول کيدای. همداسي شرایط، وخت او زمان دا حکم نسي کمزوری  کولای. ددې حکمه څخه سرغړونکی  مسوول، پړ، ملامت او حتی تردې سختي کلمي ورته استعمال کیداې سي. ځکه دلته د فرض کلمه استعمال سويده، فرض د خدای تعالی(ج) حکم دی . د فرض قصدأ ترک کُفر دی .

  حضرت رسول اکرم( ص ) څوک خپل ځای ناستی یا ولیعهد په همدې علت او سبب چي د قرآن(م) حکم يې مراعت کړې وي، ترځان وروسته یې څوک مشر یا ولیعهد ونه ټاکی .او دا د هغه مبارک تصميم وو، چي ترده وروسته مشر د شورأ پواسط بايد وټاکل سي. حضرت ابوبکر (رض ) حضرت عمر(رض)، حضرت عثمان (رض ) او حضرت علې (رض ) یوه هم خپل په ژوند کي ترخپل مرگ وروسته ځای ناستۍ نه دی ټاکلۍ. او خلافت يې ميراثي نه بلۍ او نه يې میراثي کړی دی  د حکومت میراثي کونه د خدای (ج) او رسول د خدای د ارادې خلاف عمل دی.

  حضرت عمرفاروق (رض ) وفرمایل: چا چي د مسلمانانو د شورا پرته چا ته د حکومت  د منلو بلنه ورکړه، دا بلنه او دا حکومت جأیزنه دی . د لته دا خبره ډیره د غوروړ ده چي د مسلمانانو د شورا ذکرسوی دی نه د هر ږېره ور په رنگ مسلمان خبره. هر هغه څوک مسلمان دی چي په خوله اقرا د کلمي او تصديق د زړه يې په عمل کي منلۍ او په عمل کي پیاده کړی  وي.کله چي حضرت عمرفاروق (رض ) سخت ټپي سو وفات ته نژدې يې د اسلام دراتلونکي خلیفه د بیعت دپاره  د شپږو کسانو نومونه پرخوله راوړل، او هدايت يې وکړی  چي په مشوره کي زمازوی عبدالله بن عمرهم شریکولای سی ، مگرهغه په خلافت کي هیڅ حق نه لري، تر څو چي ددې په اساس خلافت مورثي ونه گرځي.

  حضرت ابوموسی اشعری (رض ) فرمایې:”امارت یا اسلامي حکومت، هغه دی  چي په مشوره جوړسوئ وي. او ملوکيت هغه دی چي د توري په زور یی قدرت په لاس راوړی وي. او هغه حکومتونه هم چي اول د مشورې دلاري جوړسوي وي. مگر اجرأت او کړه یي خپل سري او د توري په زور وي، دا تر ټولو حکومتو څخه خراب حکومت وي.”

  کله چي حضرت عثمان( رض ) په شهادت ورسېدی  یو شمير اصحابو، حضرت علی (رض) ته ورغله او ځينی ويې غوښتل چي د خلافت مسؤلیت ومني. مولانا مودودي(رح ) د خلافت اوملوکيت نومي کتاب کي لیکي:چي حضرت علی (رض) خلگو يا اصحابو کرامو ته وويل”چي تاسي ته ددې کار صلاحیت نه دی  درکړل سوی  او نه ماته، چي څوک د خلیفه په نوم وټاکو دا کار د خلگو دی  چي موږ او تاسي هم پکښي شامل یو.”

  مولاناابوعلی مودودې(رح)په خپل ملوکيت اوخلافت نومي اثرکي، پرطبری المسعودې حواله ورکوي وايې: “کله چي د حضرت علی کرم الله وجه وفات نژدې سو، خلگ ورته راټول سول او ځينی وه يې پوښتل، او غوښتنه يې وکړه، چي ستاسي زوی حضرت حسن موږ ته د منلو وړدی ، موږ ورسره بیعت وکړو؟ یعنی د خلیفه په حیث يې وټاکو؟ ده مبارک په جواب کي ورته وويل:زه په دې باب پرتاسو آمر نه کوم، او نه تاسي د هغه څخه منعه کوم. خلگ کولای سي چي د خپل خلیفه په ټاکلو کي گډ تصميم ونيسي. “.

وروسته بیا کله چي ده خپل وروستی وصیت کاوه، هم ځيني وپوښتل سول چي تاسي خپل ولیعهد ونه ټاکی.ده مبارک وفرمای یل:” ولې زه مسلمان نه وم او نه یم؟زه مسلمانان په هغه حالت کي پریږدم چي رسول الله(ص) پرې اېښي وو. په دې چي زه مسلمان یم. خلافت یا امارت او آمریت دا دولس مال دی  پرېږدی چي خلگ په خپله خوښه خپل مشر وټاکي او زه دا فرض ادا کوم، دا د ملت مال، مشرتوب خلگو ته پرېږدم.” نوگرانو دوستانو د خدای (ج) حکم، د حضرت رسول اکرم (ص) او پرهغه مبارک باندي د خدای (ج) د لوري، د قرآن (م) د نزول او د پیغمبری زیری. دا هغه څه دي چي انسانان د جاهلیت د دورې راباسي. بیا په خاص ډول کلمه ويونکي، ایمان راوړونکي. چي د الله د کلام او محمد (ص ) د هدایانونو برا برځان جوړ او عمل وکړي.او که څوک د جاهیلیت د دورو په شان کړني کوي، یوازي په خوله د کلمي ويل مسلماني نه ده. مگر په ډیر افسوس سره سته سیاستوال، روڼ اندي، لیکوال، قوم پرستان خلگ چي د شاهانو هغو اعمالو ته چي واضح او صریح د قران (م) د احکامو، درسول د خداي د کړونو خلاف د هغه د یارانو دعملو په خلاف هم وي خو دوی  يې موږ ته د درستو او قانوني اعمالو په حیث راپیژني. تاسو لوستي بیا یې هم لوستلای سی  ويې گورې

د پنځمي برخي پای.

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.