محبس او قفس-  سردار محمد داود خان

عبدالقیوم

250

 :

له دې خبري انکار نه شي کېدلای چي محمد ظاهر شاه ،سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم خان دوی درو واړه  د کاکا زامنو په شریکه پاچهي کول. پر محمد ظاهر شاه باندي نور بحث نه کوم، داځکه چي سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم خان په ګډه  وښول چي محمد ظاهر شاه د افغانستان ترقي او پر مختګ نه غوښت، ځکه دوی هغه له واکه لېري کړ.

ګرانو لوستونکو: هرانسان قیمت لري، هر انسان مور، پلار او کورنۍ لري، کوم انسان ته چي د زده کړو مناسب شرایط برابر سوی دي هغوی د ښو زده کړو څښتنان سوي دي، پوهه لرونکي په انسانانو کښي بهتر دي.  د سردار محمد داود خان په باره کښي دا څوجملې د(دوی) خبري دي:

محمد داود خان څوک وو، د محمد عزيز خان زوی دی. په ۱۹۰۹م کال په کابل کې زېږېدلی دی.ویل کېږي چي ده خپل منځيني تحصيلات په استقلال ليسې کې سر ته رسولي دي. په فرانسې کې ېې د کور جوړونې (مهندسۍ) په څانگه کې درس ویلی وو، د کابل په حربي پوهنتون کې ېې نظامي زده کړه وکړه. دی په ۱۹۳۴م کال کې د مشرقي ولايت نايب الحکومه شو. په ۱۹۳۵ م کال کې د کندهار ولايت نايب الحکومه په حيث مقرر شو. د ۱۹۳۹ م کال څخه تر ۱۹۴۷ م کال پورې د مرکزي قواوو بولندوی وو. پر ۱۹۴۸ م کال د يوه کال لپاره د کورنيو چارو وزير سو. د څه مودې لپاره پاريس کې افغان سفيروو. د ۱۹۴۹ کال څخه تر ۱۹۵۳ م کال پورې د شاه محمود خان په کابينې کې د دفاع وزير وو. محمد داود د ۱۹۵۳ م کال د سپټمبر پر شپږمې نيټې د کابينې په جوړولو مؤظف کړای شو. دی يو وطنپال او د عياشۍ او رشوت خوړلو څخه يو مبرا افغان وو. صادق مسلمان او ډېر با تقوأ وو. دی د رهبري شوي اقتصاد پلوی ښکارېده او په عين حال کې ېې زميداري (کروندگرۍ) او خصوصي پانگونه هم تقويه کوله. دی د هغو کسانو سره چې امتيازات ېې د ځان له پاره غوښتل ښه نه وو. ان ده د خپلې کورنۍ له امتيازاتو سره هم مخالفت کاوه. ده د خپل له نوم څخه رسمآ د والا حضرت لقب لېارې کړ. محمد داود خان غوښتل چې له افغانستان څخه يو مترقي، له سياسي، وټه ييز او ټولنيز پلوه پر خپلو پښو ولاړ هېواد جوړ شي. ده غوښتل چې په هېواد کې دې افراط تفريط ورک شي او د ژوندانه په وسيلو کې د منظمو اقتصادي او سياسي پلانونو په جوړولو سره تعديلات منځ ته راشي. محمد داود خان د ۱۳۵۲ لمريز کال د چنگاښ پر ۲۶ د سې شنبې پر سهار د راډيويي وينا په اورولو سره په هېواد كې جمهوري نظام اعلان کړ او هغه ته يې د قانونيت وركولو او استقرار لپاره د ۱۳۵۲هـ د زمري پر ۴ د رژيم د پاليسۍ پر بنسټ د سياسي، قضايي، اداري او وټه ييزو مسئلو په اړه تقنيني فرمانونه صادر كړل. دغه فرمانونه چې انفاذ يې د ۱۳۵۵ هـ فصلونو او ۱۳۶ توکونو (مادو) كې اساسي قانون د هېواد له حقوقپوهانو څخه د جوړې كميټې په واسطه تسويد او د ۱۳۵۵ هـ کال د سلواغې د مياشتې د لويې د اساسي قانون تر تصويب او توشېح پورې اعتبار درلود. لومړۍ گڼه فرمان يې په ۹ توکو (مادو)، دوه يمه گڼه په ۴ توکو او درېيمه گڼه يې په ۱۸ توکو كې تنظيم شوى وو. وروسته يې په نورو قانوني نوښتونو هم لاس پورې كړ قوانين يې په تقنيني فرمان نافذ او ورپسې يې د ۱۳۴۳ هـ كال د اساسي قانون له مخې په ۱۳ جرگې له خوا تصويب شو چې د هغه د ۱۲۴ مادې پر موجب يې د ملي جرگې جوړېدل د ۱۳۵۸ كال د ليندۍ په مياشت كې اټكل كړي و. د دې دورې تقنيني فعاليت د ژوند په مختلفو مواردو كې له ۲۶ قوانينو، ۱۲ تقنيني فرمانونو، ۳۰ اساسنامو، ۱۲ مقررو څخه عبارت و چې په ټوله كې كولاى شو د مترقي ماليې له قانون، د جزاء قانون په ۵۲۳ مادو كې او مدني كود په ۲۴۱۶ مادو كې، د ارضي اصلاحاتو قانون، د بانكونو قانون، د ځمكو (اراضۍ)، د سروې، تصفيى او ثبت قانون، د بيمې قانون، د كورنۍ او بهرنۍ پانگې اچونې قانون، د كوپراتيفونو قانون، د سوداگرۍ او صنايعو د اطاقونو قانون، د استهلاكي موادو د ماليې قانون، د سياحت قانون، د ترانسپورت او د جادې د ترانزېت قانون او د بېسيم د دستگاه له قانون څخه يادونه وكړو. نا ويلي دې پاته نه شي د جزاء او مدني قوانين چې د محمد داود خان په وخت كې د هېواد د قانونپوهانو له خوا د يو شمېر اسلامي هېوادونو له هغې شمېر څخه د مصر، الجزاير او عراق د هېواد د متخصصينو په همكارۍ تدوين شول، د هېواد د حقوقي اړيكيو په تنظيم كې اغيزمن سند گڼل كېږي. دا پورته بیان د سردار محمد داود خان په باره کي د دوی د خوښي رسمي خبري وې، دوی په خپلو خبرو هم باور نه لاره، ځکه په اول سر کي لیکي:” ویل کېږي” چي زده کړي یې کړي وې.؟

   دشاهي یا سلطنت په نړېدو یا د سردار محمد داود خان د کودتاه سره  سم د افغانانو د ژوند په هره برخه(اقتصاد او سیاست) کښي بدلون راغی، مثبت او منفي خواوي یې لرلې. نو دې لاندي  پوښتنو ته جوابونه  پیداکول لازم ګڼم.

۱ ـ ښاغلی سردار محمد داود خان څوک وو؟ څونه زده کړي یې کړي وې؟

 ۲ ـ کومي دولتي دندي یې لرلې؟

 ۳ـ ولي یې پرخپله پاچهي د چنگاښ پر(۲۶) نیټه باندي کودتا  وکړه؟  ایا د سردار محمد داود خان ژوند ته د پاچاه له لوري کومه خطره موجوده وو؟

 ۴ ـ  ایا د سردار محمد داود خان مینه د هیواد له آبادۍ او پرمختګ سره له محمد ظاهر خان څخه  ډېره وو؟ محمد ظاهر(شاه)  د هیواد د ترقي او پر مختګ په وړاندي خنډ وو؟

 ۵ ـ بله پوښتنه داده چي سردار محمد داود خان د چا په مټو کودتاه وکړه؟ بیا د ده په وړاندي څو کودتاګاني پلان او ناکامه سوې .

۶ـ د ۱۳۵۷ کال د ثورپاڅون  ولي را پیل سو؟

  ۷ ـ  سردارمحمد داود خان ولي له کورنۍ سره ووژل سو؟

 و دغو(یادو)  پښتنو ته به زه  د خپلو او هیواد والو د معلوماتو له مخي په ترتیب  سره جوابونه ولیکم. البته ټولو سوالونو ته په یوه لیکنه کښي جوب لیکل ممکن نه دئ. ادعا نه لرم چي زما ټول معلومات به په سلو کښي سل سره سم وي. له تاسو هیله لرم چي په لیکنه کي نواقیصو ته مي متوجې کړی څو نواقص اصلاح کړم. زه او ډېردوستان د سردار محمد داود خان پر وطن دوستۍ شک نه لري، هغه دوطن له ابادۍ سره د امېر امان الله خان په شان لیونۍ مینه هم لرل، سردار محمد داود خان ووچي سلطنت ته یې د پای ټکی کښېښود او افغانان یې له دې شره خلاصه کړه. ښاغلي امان الله خان د هیواد استقلال له انګرېزانو څخه واخیست، د خپل قوم ټول مادي امتیازات یې له منځه یو وړه، د هیواد د بچانو(نارینه وو اوښځینه وو) له پاره یې د زده کړو حاصلو تلاښ پیل کړه. د سردار محمد داود سره یې توپېر پدې کښي وو، چي سردار محمد داود خان  تر امان الله خان ډېر احساتي، ځان غوښتونکي، عقده مند، مغرور، په سیاست، مشرتوب او حکومت کولو کښي یو نامه رئیس جمهور ثابت سو. سردارمحمد داود خان په هیواد کي د ځوانانو د مترقي تشکیلاتو سرسخت مخالف او حتا د ښمن وو، هوښیار،پر خپل ځان متکي افغان ته یې  د دښمن په سترګه کتل حتا دهمدغسي انسانانو د فزیکي نابودی په تلاښ کي به تل وو. نور بیا

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.