د فتوا په باره کې مختصر بحث (اتمه برخه)

عبدالباري جهاني

235

سیاسي او درباري فتواوي:

که څه هم چي سیاسي او درباري فتواوي به لږ وی او عمر به یې هم چنداني دوام نه وي کړی خو د اسلام په لومړنیو پېړیو کي د مشهورو خلفاوو او وروسته د سلطانانو په دربارونو کي د سازاوآواز، شرابخوریو او بد اخلاقیو په مقابل کي خاموش پاتېدل که د فتوا حیثیت ونه لري نو د هغو مُلایانو او دیني عالمانو لپاره، چي د فتوا صلاحیت یې درلود، دغه ډول خاموشي او هرڅه زغمل، د ګناه حیثیت حتماً درلود.

د عباسیانو د مشهور خلیفه هارون الرشید او د هغه د زامنو امین الرشید او مامون الرشید په دربارونو کي تقریباً هره شپه شراب چښل کېدل، ساز او آواز به روان وو، نڅاوي کېدلې، بداخلاقۍ کېدلې خو د وخت دیني علماوو، چي په هرڅه خبرول او په بازارونو کي یې خلکو ته په عامو محضرونو کي سزاوي ورکولې، هیڅ نه ویل او تاریخ یې هیڅ ډول اعتراض نه دی قید کړی. د هارون الرشید او د هغه د زامنو د دربارونو په باره کي د اسلام د یوه مشهور او قدیمي تاریخ متنونه د شهادت په ډول را اخلو:

« ابراهیم موصلي ( د هارون الرشید په وخت کي مشهور او خوش آوازه سندرغاړی. جهاني) حکایت کوي چي یوه ورځ هارون الرشید نغمه ګران را بللي ول او د دربار ټول نیژدې کسان حاضر ول او هارون الرشید، چي شرابو اثر ورباندي کړی وو، یو آواز مطرح کړ او له هنرمندانو څخه یې وغوښتل چي هغه ورته ووايی. څو تنو هغه سندره وویله خو هارون الرشید ته یې لازمه مزه او کیف ورنه کړ او بالاخره نوبت مسکین مدني ته ورسېدی او هغه سندره یې چي خلیفه غوښتله ډېره ښه وویله. کله چي سندره پای ته ورسېده نو ما واورېدله چي هارون الرشید په ډېر لوړ آواز وویل چي اې مسکینه په الله مي دي قسم وي چي ډېره ښه دي وویله . . . . » مسعودی، مروج الذهب، جلد دوم ص ۳۶۳

« یحیی بن اکثم، مخکي له هغه چي له مأمون الرشید سره روابط ټینګ کړي، د بصرې قاضي وو، خلکو مأمون ته شکایت وکړ چي قاضي په بچه بازي کي دونه افراط کوي چي د هغوی ماشومان یې فاسد کړيدي. مأمون وویل که مو د هغه د احکامو په باره کي شکایت کړی وای نو منل مي. خلکو ورته وویل چي اې د مومنانو امیره! هغه پخپله د بچه بازی په باره کي قصیده ویلې ده . . . . مأمون هغه قاضي برطرفه کړ .

البته وروسته همدغه قاضي د مأمون قاضی القضات وو او یوه ورځ چي مأمون په سفر روانېدی هغه ته یې هدایت ورکړ چي د خدمت لپاره یوه ډله کسان پیدا کړي څو له ده سره په سفر کي ملګري وي. قاضي په بچه بازي کي دونه بېباکه وو چي ۵۰۰ لغړزني ښایسته هلکان یې د دې سفر لپاره انتخاب کړي ول او یوه لویه رسوايی یې جوړه کړه. راشد بن اسحق د یحیی د دې غلامانو د ډلي په باره کي یو شعر ولیکی چي مضمون یې داسي وو: دوستانو په ژوند کي مي داسي عجیبه منظره نه وه لیدلې چي د عسکرو په یوه لویه دسته کي دي له ښایستو او پی مخو هلکانو پرته بل څوک نه وي. . . . په یوه بل شعر کي وايی زموږ هیله خو دا وه چي عدالت به په سترګو ووینو مګر وروسته ناامیده سولو. کله چي د مسلمانانو قاضي القضات بچه بازي کوي نو دنیا او خلک به یې کله لاري ته راسي.» هغه کتاب ص ص ۴۳۵-۴۳۶

البته یحیی بن اکثم عادي او بېخبره سړی نه وو. هغه د فقهی د اصولو او فروعاتو په باره کي کتابونه لیکلي ول. او کله چي مأمون ورباندي په قهر سو او له مصر څخه یې عراق ته تبدیل کړ؛ د عراقي علماوو په رد کي یې د التنبیه په نوم کتاب ولیکی او د ابو سلیمان احمد بن ابی داوود سره یې په فقهی مسایلو کي بحثونه کړي دي. هغه کتاب ص ۴۳۶

د هارون الرشید او د هغه د زامنو امین او مأمون او په وروسته کي د ټولو عباسي خلیفه ګانو، چي هر یوه ځانته امیرالموءمنین وایه، د شرابو او اخلاقي فساد د غندلو او محکومولو په باره کي باید کتابونه لیکل سوي وای خو له بده مرغه چي مُلایانو او دیني عالمانو تقریباً هیڅ ورباندي لیکلي نه دي او په هغه زمانه کي خو یې اشاره قدر هم نه ده ورته کړې او لا اوس هم د هارون الرشید د عدالت، د رعیت د غمخوریو، زهد او پرهېزګاری او د خدای له دوستانو او دروېشانو سره د خاصي میني او اخلاص درلودلو صفتونه هم کیږي.

د سلطان محمود او د  هغه د زوی سلطان مسعود او غزنوي سلطانانو د شرابو د مجلسونو په باره کي  ډیري زیاتي لیکني سوی دي خو ابوالفضل د سلطان محمود د شرابو په یوه محفل کی د سلطان او د هغه د ورور امیریوسف د بچه بازۍ په باره کي خپل د سترګو لیدلی حال بیان کړی دی. ابوالفضل وايی چي له ترکستان څخه خانم ارسلان ( خاتون ارسلان) به هر کال سلطان محمود ته، د هدیې په توګه، یو ښایسته نادِر غلام او یوه ښکلې کنیزه لېږله او په مقابل کي به سلطان هغې ته رنګارنګ ورېښمین او ظریف لباسونه او جامې لېږلې. یو ځل یې د طغرل په نوم داسي ښکلی غلام ورته رالېږلی وو چي د امیر په دوو زرو غلامانو کي یې جوړه نه وه او امیر هغه د نورو اتو تنو غلامانو په کتار کي د ساقي په حیث مقرر کړ. یوه ورځ امیر په باغ فیروزي کي شراب چښل او داسي پرېمانه ګلونه غوړېدلي ول چي حد او اندازه یې نه درلوده. ښکلي ساقیان جوړه جوړه مجلس ته راتلل. په دغه وخت کي طغرل راغی او سره یاقوتي  چپنه یې په ځان کي وه او د هغه ملګري آبي چپنه اغوستې وه او ساقیګري یې پیل کړه. دواړو ښکلیو ساقیانو رنګین شراب په لاسونو کي نیولي ول او امیر یوسف په دغه وخت کي شرابو سخت نشه کړی وو او سترګي یې په طغرل کي پاته وې. هر څومره چي یې ځان کنټرولاوه په وس یې نه وه پوره او سترګي یې له طغرل څخه بلی خواته اړولای نه سوای. سلطان هم د سترګو تر کونجونو ورته کتل او د امیریوسف حرکاتو ته متوجه وو؛ او د خپل ورور مینتوب او نشه یې څارله او ځان به یې ناګومانه واچاوه. یو ساعت وروسته یې پر امیر یوسف باندي ږغ وکړ چي ته خو پلار ماته را وسپارلې او ما هم د خپل اولاد په توګه ونازولې او چي څه نیکي ممکنه وه هغه مي درسره وکړه. د شرابو په مجلس کي زما غلامانو ته ولي ګورې؟ ستا خوښیږي چي د شرابو په مجلس کي څوک ستا غلامانو ته وګوري؟ زما درباندي پام دی چي سترګي دي په طغرل کي پاته دي او که مي د پلار خاطر نه وای تاته مي سخته سزا درکوله. دا ځل مي وبخښلې او دا غلام مي تاته وباخښه، ځکه زه دغسي نور ډېر لرم. ستا دي پام وي چي په آینده کي بیا زما غلامانو ته ونه ګورې، چي له محمود سره ټوکي نه کیږي. امیر یوسف چي دا حال ولیدی حیران سو. ولاړ سو او د سلطان مخي ته یې مځکه مچ کړه اوویل یې بیا مي توبه ده داسی نه کوم. امیر ورته وویل کښېنه. خبره یې هېره کړه او بیرته د شرابو مجلس تود سو. . . . » بیهقي، تاریخ بیهقي ص ص ۲۹۸-۲۹۹

« . . . سلطان مسعود، چي د ځوانۍ په ورځو شپو کي په هرات کي وو، د پلار په پټه به یې شراب چښل. په خپل قصر کي دننه یې، تر مځکي لاندي کوټې جوړي کړي وې، او کسانو به یې له پټو لارو ده ته نارینه او ښځینه مطربان ور وستل او ده به د ورځي د خوب ساعتونه په هغه کوټه کي تېرول. پر دېوالونو باندي ، له چت څخه تر مځکي پوري، د ښځینه او نارینه لوڅ تصویرونه رسم سوي ول او ځیني به یې د جماع په هر حالت کي ښودل؛ او د هر تصویر سره به د هغه تصویر په باره کي تشریح ورکړه سوې وه. . . »

هغه کتاب ص ص ۱۳۰-۱۳۱

سلطان محمود پر هندوستان باندي ۱۲ ځله او د ځینو په قول ۱۶ ځله یرغلونه وکړل او د سومنات په شمول یې په لس هاوو لویی او کوچنۍ بتخانې ویجاړي کړې او د بُت شکن لقب یې واخیست. په دې جنګونو کي که په سل هاوو زره هندوان قتل سوی وي نو په لس هاوو زره به مسلمانان هم قتل سوي وي. له هندوستان څخه هر ځل پیلان، آسونه او اوښان په خزانو او قېمتي شیانو بار غزني ته راوړل کېدل. په دې خزانو باید په غزني، بُست او هرات کي، چي د غزنویانو د قدرت مرکزونه ول، په سل هاوو ډبرین او ښکلي قصرونه جوړ سوي او قلاګاني آبادي سوی وای چي په دې برخه کي تقریباً هیڅ کار ونه سو او که سوی وي هغه ، د ډهلي د خزانو او قېمتي شیانو په تناسب، پر نشت حساب دي. دا پیسې او خزانی بالاخره څه سوې. دا ټولي خزانې د سلطانانو په شرابو، بداخلاقیو او هرزه ګیو ولګېدې. شاعرانو او مطربانو یووړې او ښایستو غلامانو ته زرین او سیمین کمربندونه او تاجونه ورباندي جوړ سول. د سلطان محمود د وفات ۱۰۳۰ میلادي په خاطر د عباسي خلیفه القادربالله استازی غزني ته ورسېدی او سلطان مسعود یې، چي تازه د غزني پر تخت کښېنستلی وو، هرکلی وکړ.

« . . . کله چي سهار سو د قصر څلور زره غلامان د قصر پر دوو خواوو باندي په څو کتارونو کي ودرېدل. دې ټولو غلامانو قېمتي لباسونه اغوستي او د سپینو زرو عمودونه ( یو ډول نېزه غوندي آلات ول چي په دربارونو کي به له عسکرو او محافظینو سره ورسره وه) یې حملول. دوه زره نور غلامان ول چي هغوی نسبتاً معتبر ول او تر لومړیو غلامانو یې قېمتي لباسونه په ځان کی ول. درې سوه خاصه غلامان ول چی هغوی سلطان ته نیژدې ولاړ ول او تر نورو دوو ډلو غلامانو یې نوري هم قېمتي جامې په ځان کی وې او د سروزرو کمربندونه یې تړلي ول چي د سرو زرو عمودونه  ورسره ول او په دوی کي لا څو تنه ول چي د سروزرو کمربندونه یې له قېمتي جواهرو څخه ډک ول او د دربار او ولایاتو عالي رتبه مقاماتو هم ټولو قېمتي لباسونه اغوستي او د زرو کمربندونه یې درلودل. . . » هغه کتاب ص ۳۴۷

« سلطان مسعود د کوچني اختر په ورځ مجلس جوړ کړی وو. داسي دسترخوان یې غوړولی وو چي هر چا ګوته په غاښ ورته نیولې وه. درباریان او لویان حاضر ول، شاعرانو شعرونه ویل او مطربانو سازونه پیل کړل او د شرابو ویالې روانی سوې. سلطان څو جامه شراب چښلي ول او له دسترخوان څخه ولاړ سو او د پاچهی پر تخت کښېناست او مطربانو بیا هم سازونه پیل کړل. داسي مستي وه چي تا به ویل په نړۍ کي د غم اثر نسته. سلطان نابلدو او نویو شاعرانو ته شل شل زره درهمه انعام ورکړ. شاعر زینبي ته یې پنځوس زره درهمه پر پیل بار کړي کورته وروړل. عنصري ته یې زر دیناره ورکړل او مطربانو او ټوکمارانو ته یې دېرش دېرش زره درهمه ورکړل. . . » هغه کتاب ص ص ۳۲۸-۲۹

د غزنویانو د قدرت په زمانه کي، چي تقریباً ۱۵۰ کاله یې دوام وکړ، د وروستني سلطان خسرو ملک تر وخته پوري همدغه فساد روان وو. هیچا د اعتراض ږغ پورته نه کړ او په هیڅ تاریخي متن کي قید سوي نه دي چي چا ویلي وي چي بچه بازي فسق دی، شراب ناروا دي او موسیقي خو تر هغه لا ناروا ده او سلطان باید له خدایه وبیریږي. محتسبین یوازي پر عوامو غښتلی ول. له سهاره تر ماښامه یې په بازارونو او عامه محضرونو کي پر خلکو دُرې چلولی او له دربار څخه یې تنخواګاني اخیستلې.

په هغه زمانه کي دا یو منل سوی واقعیت وو چي د پاچاهانو په دربارونو او خاصو مجلسونو کي شراب چښل کیږي او له پاچا سره د شراب چښلو د آدابو په باره کي لیکني کېدلې او خپرېدلې. نظام الملک په سیاست نامه کي لیکي چي هر څوک چي د پاچا یا لویانو دربارونو ته بلل کیږي باید چي فقط یو غلالم ورسره ملګری وي او له ځان سره شراب او صراحي یو نه سي. ځکه چي هروخت معمول داسي وو چي خلکو د پاچاهانو له کورونو څخه خپلو کورونو ته شراب او شیرني وړله نه دا چي د پاچاهانو کورونو ته یې شراب وړل. نظام الملک لیکي چي که څوک له دې امله د پاچا دربار ته شراب ورسره وړي چي فکر کوي د پاچا خاص شرابدار ښه شراب نه ویشي نو باید چي د هغه شرابدار غوږونه تاو سي چي هغه ته سم شراب سپارل کیږي نو ولي بد شراب ویشي او بیا څوک داسی ګستاخي ونه کړي چي د پاچا مجلس ته خراب شراب راوړي. . . . طوسي، سیاست نامه ص ۱۴۶

په زړه پوري خو لا داده چي راوندي د سلجوقیانو د تاریخ په باب کتاب کي د شرابو په باره کي یو بېل فصل لري او دا ثابتوي چي شراب حلال دي: « او ذخیره خوارزمشاهي او د طب په نورو کتابونو کي د شرابو د ګټو او تاوانونو په باره کي معلومات ورکړه سوي دي. او که سړی مسلې ته په ځیر وګوري نو به د زیاتو شرابو د چښلو د تاوانونو او په آخرت کي د شراب چښلو له امله له عذاب څخه وبیریږي او د زیاتو شرابو له چښلو څخه به پرهېز وکړي؛ مګر په لږ چښلو کي هیڅ تاوان نسته او لا ګټي هم لري. او ابوالحسن کرخی او حسن بن زیاد خو وايي چي امام اعظم ابوحنیفه ویلي چي هر څوک چي شراب حرام وبولي هغه کافر دی او څوک چي پر حلال باندي د حرام حکم کوي لکه پر حرام چي د حلال حکم وکړي»

وروسته لیکي : « عبدالله ین مسعود رضی الله عنه صحابه و ته وویل چي کله خمر یا شراب حرام وبلل سول نو زه په هغه وخت کي ستاسي سره حاضر وم او کله چي یې ما بیرته د حلال حکم واورېدی تاسی هلته نه واست. او حضرت رسول ص د شرایطو سره سم د یوه شي پر تحریم او بیا پر اباحت باندي حکم کاوه. د کوم مصلحت له مخي به یې یو شی حرام وباله او کله چي به هغه شرایط تېر سول نو بیرته به یې حلال وباله. او په حجة الوداع کي حضرت رسول ص تږی سو نو هغه ته یې د خرما نبیذ راوړل. کله چي یې بوی کړل نو اوبه یې وغوښتې او په نبیذ یې ګډي کړې او ویې چښلې. له حاضرینو څخه یوه سوال ورڅخه وکړ چي یا رسول الله دا حرام نه دي؟ هغه ورته وویل چي نه » راوندي، راحة الصدور ص ص ۴۱۷-۴۱۸

« د انګورو شیره چي جوش کړی او دوې دریمي یې وسوځي؛ هغه چي باقي پاته سي هغه حلال دي ( دا به یې مثلث باله. جهاني). امیرالمومنین عمر بن الخطاب چي مثلث ولیدی نو خوښ یې کړ او وې ویل چي اوس باقي پاته له نشې او لېونتوبه خلاص سوی دی او حلال دی. له عبدالله بن عباس څخه د نبیذ په باره کي پوښتنه وسوه هغه وویل چي یوه یا دوې یا درې پیالې وچښی او تر هغه چي نشه نه سی حلال دي. کله چي سړی نشه نه کړی نو هغه خمر نه دی او چښل یې حرام نه دي. او په شرابو کي د حلال او حرام سوال همدغه نشه ده. او په کتاب کي یې راوړي دي چي یوه صحرايی عرب د عمر له کوزې څخه نبیذ وچښل او نشه سو نو عمر پر هغه باندي حد وچلاوه. اعرابي اعتراض وکړ چي دا خو مي ستا له کوزې څخه وچښل ولي دي ووهلم؟ عمر ورته وویل چي د نبیذ پر چښلو مي نه یې وهلی پر نشه مي ووهلې. او د عمر له خولې نقل سوی دی چي موږ د اوښ غوښي خورو او د هغه پر سر نبیذ چښو څو هغه غوښي په ښه توګه حل او هضم سي» هغه کتاب ص ۴۱۸

« له امیرالمومنین علي رض الله عنه څخه روایت دی چي وايی پیغمبر ص وویل ما تاسي د نبیذ له چښلو څخه منع کړي واست اوس درته وایم چي ویې چښی خو له نشې او مستۍ څخه ځانونه وساتی» هغه کتاب ص ۴۱۹

« په مختصر فرغاني کي یې راوړي دي چي د ټولو مسکراتو له منع کېدلو څخه مطلب دا دی چي ډېر چښل یې مستي راوړي. لکه طعام چي لږ وخوړل سي سړی نه مړیږي او که ډېر وخوړل سي سړی مړیږي. مثلث هم دغه حکم لري که مستي راوړي حرام دي او که چیري د طاعت او عبادت او له کُفارو سره د غزا په نیت او یا له شیطان سره د جهاد اکبر په نیت وچښل سي او یا د غذا د هضمولو په نیت وچښل سي نو حلال دي مګر که چیري د نشې او مستۍ په نیت وچښل سي نو حرام دي » هغه کتاب ص ۲۲۰

« ابویوسف وايی که چیري څوک نبیذ د مستۍ په نیت چښی نو حرام دي او مثلث د نصوصو په حکم مباح او حلال دي او که چیري نبیذ ته سېب یا بهي ور واچول سي او یا د ګل پاڼي ورباندي زیاتي سي نو له هغه څخه مزه داره او خوشبویه نوشابه جوړیږي او حلال دي» هغه کتاب ص ص ۴۲۰-۴۲۱

یعني  پاچاهانو نه یوازي شرابونه چښل او د هیچا پروا یې نه کوله بلکه داسي فتواوي ورته لیکل کېدلې چي هغه یې د احادیثو او لویو مذهبي رهبرانو او عالمانو په حکم روا بلل. په داسي حال کي چي په بازارونو کي محتسبین ګرځېدل او هره ورځ یې خلکو ته د شرابو پر چښلو باندي سزاوي ورکولې. د راوندي د دې فتوا په مقابل کي، چي له مذهبي نصوصو څخه څرګنده سرغړونه ده او ضمناً پر حضرت رسول ص او عمر رض او علي رض باندي دروغ هم پکښي ویل سوي دي هیڅ ملا او قاضي اعتراض نه دی کړی او د  لیکوال د کُفر فتوا یې نه ده صادره کړې. ځکه چي شراب د قرآن شریف په حکم حرام دي او په حکم کي د مقدار خبره اصلاً مطرح نه ده. په دې حساب نو لیکوال راوندي هم پر حرام د حلال حکم کړی او ځان یې کافر کړی دی او هم یې پر حضرت رسول ص او صحابه وو باندي دروغ ویلي دي. خو چا ځکه څه نه دي ورته ویلي چي راوندي دا ټولي فتواوي په اصل کي د پاچاهانو لپاره لیکلي وې.

لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ

دوهمه او دریمه برخه دلته ولولئ

څلورمه برخه دلته ولولئ

پنځمه برخه دلته ولولئ

شپږمه برخه دلته ولولئ

اوومه برخه دلته ولولئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.