د قيامت په ورځ دعيسی (ع) برائت /ليکوال: مولوي عصمت الله عزام

1 1,226

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

د عيسايانو ترمنځ ډېر زيات اختلافات شتون لري او دا اختلافات يې په فروعي مسائلو کي نه دي په کومو کي چي اجتهادي او علمي اختلافات راتلی شي بلکي په مهمو او اساسي مسائلو کي دي: د خدای په هکله، د خپل پېغمبر په هکله او د دين په هکله دا ځکه چي د دوی دين گډوډ شوی او اصلي دين يې له منځه تللی دی.

اوس که دوی حضرت عيسی عليه السلام ته که څه هم ځان منسوبوي او دعيسی عليه السلام سره د محبت او پرهغه د ايمان ادعاء کوي خونه يوازي دا چي دغه ادعاء يې بې بنسټه او ناسمه ده بلکي حضرت عيسی-عليه السلام-به د قيامت په ورځ له دغسي هر هغه چا برائت اعلانوي  څوک  چي د ده په هکله غلطه عقيده لري.

الله جل جلاله  فرمايلي دي: ( وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّي إِلَهَيْنِ مِنْ دُونِ اللَّهِ قَالَ  سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ إِنْ كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلا أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ إِنَّكَ أَنْتَ عَلامُ الْغُيُوبِ (۱۱۶)مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلا مَا أَمَرْتَنِي بِهِ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ وَكُنْتُ عَلَيْهِمْ شَهِيداً مَا دُمْتُ فِيهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنْتَ أَنْتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ) المائدة /۱۱۶ ،۱۱۷ {(لنډه دا)چي کله الله دغو ښېګڼوپه يادولوسره) وفرمايي چي اې عيسی د مريمي زويه! آيا تا خلګو ته ويلي وو چي له الله پرته ما او زما مور (هم) په خدايي سره ونيسئ! نوهغه به په ځواب کي عرض وکړي، چي سُبحان الله(ستا لپاره پاکي ده (له هر قسم شريک،برخه د اراو عيب څخه) زما دا کار نه وو چي هغه څه مي ويلي وی، چي د هغې ويل زما لپاره حق نه وو، که ما دا خبره کړې وي، نو ته به  پرې هرومرو عالم يې، ته  پرهغه څه  پوهيږي چي زما په زړه کي دي اوزه پرهغه څه نه پوهيږم   چي ستاپه زړه کي دي،بېشکه همداته په پټو ښه خبريې! ماله هغه څه پرته نور هيڅ شی نه  دي ويلي چي تاراته امر کړی وو، داچي د الله بندګي وکړئ چي هم زمارب دی اوهم ستاسو رب،زه ترهغه وخته پوري د هغو څارونکی وم چي تر څو پوري زه د هغو په مينځ کي وم، خو کله چي تا درواخيستم، نو ته پر هغو څارونکی وې او همدا ته پرهرڅه څارونکی يې!}

له حضرت عيسی-عليه السلام-څخه به داپوښتنه د قيامت په ورځ کېږي،الله پاک ته خوهرڅه معلوم دي، داپوښتنه د ده د قوم د ملامتولولپاره ترې کېږي چي چاته تاسوخدای ويل هغه پخپله ستاسو له عقېدې مخالف دی، د الله پاک په بندگۍ سره اقرار کوي او ستاسو له تُهمته خلاص دی.

د حضرت عيسی-عليه السلام-له لوري جواب پنځه برخي لري:

۱: ته پاک يې له دې چي شريک ولري اويامرستندوی درسره وي!

۲: زمالپاره نامناسبه اوناشوني ده چي زه دي دخپلي خدايي دعوت ورکوم ځکه په ماکي خودخدايي صفتونه نشته!

۳: ته په غيبوپوه يې!که ماداسي خبره کړي وی نوتاته به معلومه وی!

۴: ماخودوی ته يوازي هغه څه ويلي دکوم څه په رسولوچي تاراته امرکړی ووچي يوازي دالله عبادت وکړئ!

۵: زه تر هغه پر دوی شاهد وم،تر څوچي په دوی کي موجودوم،خوکله چي له دوی څخه تاواخيستلم نو د دوی په حالت ته خبريې!يعني زه ترې برائت کوم!

نوپه دې مبارک آيت کي دحضرت عيسی-عليه السلام-په څرگندوټکوکي وېزاري له هغه چا اعلان شوې چاچي دده په هکله ناسمه  عقيده لرلې وي.

معلومه شوه چي عيسی-عليه السلام-او د ده مور له نصرانيانو دا نه ووغوښتي چي د دوی عبادت دي وکړي اونه هم د دوی په دې کار راضي وو، بلکي خپله وېزاري يې له دې کاره اعلانه کړې ده.

دادحضرت عيسی علیه السلام په هکله صحيح عقيده وه، د کومي چي اسلام بيان کړی اوهمدا د حضرت عيسی-عليه السلام-له خوابيان شوې ده.

که څوک غواړي چي د حضرت عيسی-عليه السلام-سره محبت وکړي او د هغه دوست شي نوهغه بايد دغه عقيده خپله کړي.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

1 Comment
  1. عبدالله خان says

    دسترديني عالم جناب مولوي عصمت الله عزام صاحب ليکني ډېري ښې اوغوره ليکني دي په تحقيق بناءدي اوداسي څه تل خپروي چې هغه رښتونې خبري وي.
    له تاسوهم مننه کوم چې داسي ښکلې ليکني خپروئ.

Leave A Reply