عبدالله او دپلوماتیکي، غورزې پرزې!!/ بسم الله اکبری

0 882

قضاوت تاسوګرانولوستونکوته سپارم چې په دې اړه مواند اوخیال څه دی؟
په دې لنډه موده کې دپاکستان دپنجابیو، تورلنګیو څارګرو لیونیو سپیوپه داړلو او واسکټي چاودنو په کابل، کندهاراو هلمند کې تر پنځوسو زیات هیوادوال شهیدان او ترسلو زیات سخت ټپیان شول. په دغو شهیدانو کې د عربي متحده آماراتو پنځه تنه دیپلوماتان هم شامل ول او د هغه هیواد سفیر پکې سخت ټپي شوی دې.
د پیښې د څیړنې اود هغه دعاملینو د پیژندنې او پلټنې لپاره له مرکز کابل څخه د ښاغلي حنیف اتمرپه مشری لوړ پوړی پلاوی کندهار ته ولاړاوهمداراز د  کابل اوهلمند د خونړیو پیښوپه اړوند هراخیزي پلټنې اواستخباراتي هانداوڅې ترسره شوې. د پلټنوپه پای کې داجوته شوه چې داډله ییزي انتحاري اوبمي وژنې له هیوادڅخه بهر په پاکستان کې سازمان دهي شوي اودپاکستان قسم خوړونکي نامرده څارګراودای،اس،ای سازمان په کې رغنده اوښکاره لاس لري.اوپه دې اړه افغان ولس مشر په څرګندوټکوکې دخونړیوپیښوپړه په پاکستاني استخباراتوواچوله اودپاکستان نظامي کړۍ او د دوی لاسپوڅي مزدورطالبان یې د دغومرګ ، ژوبلومسببین اومرتکب وبلل.له بلې خواپه سیمه اونړۍ کې پاکستان دترهګرو،بنسټپالو،ورانکارواوحرفوي تروریستانوپه روزلواووسله وال کولوپیژندل شوی اورسواشوی دی.
دامریکا نوي ولس مشر ډونالدترومپ هم په څرګندو ټکوکې پاکستان د ترورستانواو ترهګروپه روزلواوپه هغه هیواد کې د طالبي او داعشي افراطیت په تسلیح اوروزنځایونو تورن کړی اوپیژندلی دی.دامریکا دمتحدایالاتو د دفاع نوي وزیرټامیس هم په پاکستان دورانکاروتروستانو دځالودورانولواودهغودریښوایستلو ټټر وهلی دی.
جمهوریت غوښتونکي سناتور رورابکربیاپه زغرده دامریکا اوپاکستان ترمنځ دټولوپوځي اواقتصادي اړیکوله منځه وړو اوآن په پاکستان کې د ننه بلوڅو، پښتنواو سینیانوله مشرانوسره دهغود سیاسي خپلواک برخلیک په اړه دخبرواترواوبیړنیواړیکودټینګولوغوښتونکی دی.داپاکستان ته مرګونی اووژونکی زیګنال اوخبرداری دی چې نور به په ازادلاس خپل تخریبي په تیره بیا افغان ضدشیطاني اودوه مخي رذیلانه سیاستونه اوتورې نخشی پلي نه شي کړای .اوترټولواهمه اوډانګ پیلي خبره داده چې ډونالدټرمپ په درنواودوستانه ټکو کې هند دامریکا نیږدې اوغوره اقتصادي اواستراتیژیک دوست وباله اودهند لومړی وزیر نریندرامودي ته یې امریکاته د دوستانه سفر بلنه ورکړه .مودي دابلنه ومنله اوپه روان زیږدیزکال کې به دادوستانه خو،خورامهم اوتاریخي ترسره شي.
له بلې خوا دعربي متحده آماراتوته دهند دلومړي وزیردپخواني سفر په ترځ کې په هندکې د۷۰ میلیاردوډالرودپانګې اچونې ژمنه د عربي متحده اماراتو د مشرتابه له خوا هند ورکړشوه .په کندهارکې دمتحده اماراتود دیپلوماتیک پلاوي له منځه وړل دپاکستاني څارګروله پخوانی کینې څخه تومنه اخلي اودلیوني سپي په څیرهرې خواته خوله اچوي اودادی اوس یې دایراني اخوندانواومتعصبه شیعه کړیو سره لاس یو کړی اوپه مسکو کې دولادیمیر پوتین په پښو کې ولویدل اوپخپل استخباراتي چل ول یې هغه افغاني طالبان چې په افغانستان دسولې اوټیکاوغوښتونکي وو دروسیې په یارانه تاریخي بدنامه کړل اوهغه یې دکی،جی، بې په توراوجال کې رایسارکړل. پوتین د پخواني اتحاد جماهیر شوروي سوسیالیستي دهژمونی مبتذل خوبونه ګوري اوپه وطن مینو اصیلوافغانان دروسانونامردي او ټګه برګه یارانه دپیړیوپه پوړیوکې ازمویلي هغه پخواني خوبونه ،خیال اومحال اودبوډۍ ټال ته ورته لنډمهالي غورزی پرزې دي.
دافغانستان په روان ناورین کې دتوراوباما اولیوني بوش دوه مخی نامردانه سیاست و چې له افغانستان سره دامنیتي اوستراتیژیک تړون دلاسلیک سر بیره یې پخه یارانه له پاکستان سره وه په تیری کلونوکې۱۳میلیارده ډالره اواف ۱۶ الوتکې اوپوځي مرستې د افغانانوله سترګو پټې نه دي .ان ستاسووسله والوځواکونوډیری غوښنه برخه توراوباما دپاکستان په لاس کې ورکړه اوځکه په څرګندو ټکو کې ټرامپ دټولټاکنوپه بهیرکې په اوباما او هیلیري د داعشیانود پنځونواوراټوکولوتورولګاوه اوپه دې اړه لا دمخه کوږخولي کیري ته دایټالیا دروم په ښار کې یوي اتلې ژورنالیستې په کږه خوله سوک ورکړاوداعشیان یې د دوی پروژه وبلله.
۲۰۱۷زیږدیزکال دستروبدلونونواوپیښو کال بریښي.افغان مشرتابه خو له بده مرغه دکیري په لاسونودغلامی ټاپه خوړلي اودا لامل دی چې دملي خصومت چارواکي جلا،جلا سیاستونه لري .په لنډوټکوکې د اجرایوي ریاست پخپل سري ریس ډبل عبد الله څرګندونه ده چې پاکستان ته د دوستانه خبرواترو وړاندیزکوي .نه پوهیږم ایران ته دسفرپه دوران کې یې دادستوراخیستی اوکه دمسکواوسنی نړیوالوغورزو،پرزواواستخباراتي ناندریو کې یې ښاغلي عبد الله ته دپاکستان په لور د دوستی میلان پیدا شوی دی .لادکابل،کندهار، هلمند د شهیدانو وینه وچه شوي نه ده اودسپین بولدک داتل سرتیري دشهادت اواتلوسرتیرودټپیانوناورین روان دی .خوموږخپل ملي اوتاریخي غرورپخپله تر پښو لاندې کوو.اشرف غني دوروستیوخونړیوغمیزوپړه په پاکستان اچولي اوغواړي دنړیوالو په تیره بیا دامریکا دنوي مشرتابه پاملرنه دپاکستان رذیلانه اودوه مخي شیطاني سیاست ته راوګرځوي خوښاغلی عبد الله په ډبل لاسونو پاکستان ته د دوستانه جوړجاړي بلنه ورکوي.افغانان دګاونډیو هیوادونوسره تل سوله ییزمناسبات غوښتي دي. خوپه اوسنیو سیمه ییزو نړیوالو دیپلوماتیک بهیرکې پاکستان رسوا اومنزوي شوی دوی باید خپله پړه ومني اوافغانستان ته دخبرواترووړاندیز وکړي.
ښاغلی عبدالله دې دپکتیکا داتلووزیرو،مسیدودمشرانواوکشرانو له افغاني غیرت اوشهامته د عبرت درس واخلي چې مشرانویې په پرا خه قومي جرګه کې وزیرستان ته دبیرته تګ څخه په نره ډ ډه وکړه او۵۰ لکه پاکستانۍ کلدارې ناغه اوکورسوځولوتیږه یې کیښوده ترڅوچې پنجابې پوځیان اوڅارګر دوزیرستان له سیمي بشپړوتلي نه وي د دوی کورونه دکرکیلي ځمکې اود کاروباردجوړجاړي اوسوله ییزژوند زمینې رامنځته شوي نه وي دوی له خپل پلرني وطنه دلوی افغانستان دغیرتي وزیرواومسیدوسیموته نه ستنیږي .په جرګه کې ملک حاجي ګل رقیب اوملک سیدالله په ټولووزیروجاني خیل،باکي خیل،نیامي،شاه خیل، سیدګي،ګربزواونوروقومونوغږوکړچې د جرګې پریکړې په پام کې ونیسي اودپنجاب په ټګیو،برګیواوضرب غضب په دسیسواوچل وټوځان وپوهوي.په دغسې حساسوتاریخي شیبوکې یوځل بیا دپښتنو،بلوڅواوسیند مشرانوته په کارده چې دقوم اوولس په وړاندې غیرت،ننګ اوهمت هیر نه کړي .اوپه ملي ،ولسي پراخو خوځښتونواولښکر،لښکر غورځنګونولاس پوري کړي.
په دنیا دننګیا لي دي دا دوه کاره………….یابه وخوري ککری یا به کامران شي
دلوی افغانستان دجوړیدواودبې غیرته چاپلوسانودنابودی اولارسوایې په هیله
اکبري هالینډ
۲۸/۱/۲۰۱۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply