طالبان له قطر دفتره رابېليږي / خوشحال آصفي

0 671

طالبان له قطر دفتره رابېليږي 

ترهګرو ته د نوي سياسي ادرس د جوړولو هڅه

په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو په ځلونو ویلي چې د قطر دفتر د دوی استازیتوب کوي او هره پرېکړه چې دغه دفتر کوي، دوی ته د منلو ده؛ اوس مسکو غواړي چې په پاکستان کې طالبانو ته رسمي دفتر پرانيزي. راپورونه وايي، روسیې، چین او پاکستان موافقه کړې چې په پاکستان کې دې وسله والو طالبانو ته رسمي دفتر جوړ شي. ویل شوي چې روسیه په ځانګړې ډول په پاکستان کې طالبانو ته د دفتر پر پرانستل کېدو اصرار کوي. د راپورونو له مخې د روسیې، چین او پاکستان په وروستۍ درې اړخیزه غونډه کې طالبانو ته د یوه نوي سیاسي دفتر د جوړېدو او یا له قطره یوه بل هیواد ته د دوی د سیاسي دفتر د لېږدېدو پرېکړه شوې ده. له وړاندې داسې راپورونه موجود دي چې وسله وال طالبان حاضردمه د قطر د دفتر ترڅنګ په پېښور او کوټه کې شوراوې لري او یو شمېر مشران یې په کراچۍ کې مېشت دي.

بل لور ته لويديځې رسنۍ وايې چې په افغانستان کې د طالبانو د جګړې مشري هم روسیه کوي. امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو او روسې اړیکې په پراخېدو دي او په دې ډله کې  وروستي بدلونونه هم د روسیې په خوښه شوي دي. والسټریټ ژورنال او واشننټکن پوست په ننیو ګڼو کې د امریکا د استخباراتو له قوله راپور ورکړی چې روسیه په افغانستان کې د طالبانو رهبري کوي او د دې ډلې وروستۍ ټاکنې هم د روسیې په خوښه شوې دي. په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو تر څنګ روسیه په افغانستان کې د نورو سختدریځو ډلو ملاتړ هم کوي. هاخوا د افغانستان دفاع وزارت وایي، د طالبانو او روسې ترمنځ اړیکې یوازې سیاسي دي ، په ترهګریزو کړنو کې د وسلوالو ډلو لاسنیوی د هېڅ هېواد په ګټه نه دي او مسکو باید له افغان دولت سره اړیکې پیاوړي کړي، نه له وسله والو ډلو سره. خو وسلوال طالبان نه مني چې دوی د روسې په رهبرۍ جګړه کوي او خپاره شوي راپورنه یوازې تبلیغات بولي.

روسيه ولې په پاکستان کې د طالبانو نوی سياسي ادرس جوړوي؟

روسيه ګمان کوي چې په قطر کې د طالبانو په مشرانو امریکا او سعودي عربستان نفوذ لري او ممکن د روسيې له پريکړو مخالفت وکړي. روسيه ځکه د قطر دفتر په طالب چارواکو بې باوره ده چې څه موده وړاندې دغې دفتر له امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتووالی ښودلی و. په پاکستان کې وسله والو طالبانو ته د نوي رسمي دفتر په پرانيستلو مساله کې روسيه يواځې نه ده بلکې پاکستان او چین هم د مسکو د دغې پريکړې پلوي دي. پاکستان ځکه په دغه هيواد کې د طالبانو د سياسي ادرس د پرانيستل کيدو پلوی دی چې څه موده وړاندې د افغانستان د حکومت او مدني ټولنو استازو څو ځلې د قطر د دفتر له غړیو سره کتلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړي نو دغې مسلې د پاکستان غوسه پارولې ده چې ولې يې د دوی له اجازې پرته له افغان دولت سره خبرې کړي دي.

همداراز په پاکستان کې وسله والو طالبانو ته په نوي ادرس جوړولو سره روسيه غواړي په دغې ډلې د امريکا شته او يا احتمالي نفوذ له منځه يوسي او په دې کار سره به وسله وال طالبان په بشپړ ډول د روسيې او پاکستان تر کنټرول لاندې راشي. تر څنګ يې پاکستان هم ځکه په دغه هيواد کې د طالبانو له نوي سياسي ادرس جوړولو سره موافقه کړې چې له يوې خوا به له افغان حکومت سره د دغې ډلې د سولې خبرې د پاکستان تر مستقيمې لارښوونې لاندې وشي او له بلې خوا به پاکستان هغه بد نوم ته چې ترهګرو ته د پناه ورکولو پر اساس پرې لګيدلی دی؛ د اوړو پوزه جوړه او دغه ترهګره ډله به په پاکستان کې د رسمي سياسي مخالفې ډلې په نوم راپورته کړي.

اوس افغان حکومت ته په کار ده چې په پاکستان کې د طالبانو د نوي سياسي دفتر له جوړولو سره جدي غبرګون وښايي او ژر تر ژره دې له روسيې سره د ډيپلوماټيکو حل لارو څخه دغه ستونزه حل کړي. اوس باور دا دی چې له قطر دفتر سره د افغان حکومت خبرې تر يوې اندازې پر مخ تللي او پاکستان يې پارولی دی. که چيري په پاکستان کې طالبانو ته سياسي دفتر جوړيږي نو دا به په دې معنا وي چې قطر دفتر به په طالبانو نفوذ له لاسه ورکوي او د دغې ډلې بشپړ کنټرول به د پاکستان، روسيې او چين ته په لاس ورځي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply