د امريکا د ملت نه مننه/ زرغونشاه شينواری

0 667

د درې ورځو نه راپدېخوا د امريکا په ډېرو ښارونو کې د جمهور ريس ټرمپ د هغې پرېکړې پر وړاندې د امريکا د خلکو سختې مظاهرې روانې دي د کومې له امله چې د اسلامي هېوادو په ځانگړي توگه د ايران، عراق، سوريه، سوډان، سوماليا، لېبيا، يمن نه په راتلونکو کډوالو. د بنديز او سختې حکم ورکړل شوی.

د جنوري په ۲۸/۲۷ د جمعې او خالي په ورځو د نيويارک د جان اف کېنېډې، د لاس انجلس په نړېوال، هيوسټن، واشنگټن ډي سي او نورو هوايي ډگرونو کې په سلگونو مسافر د لږ وخت لپاره بنديان شول. په سلگونو تر پوښتنو گروېږنو لاندې راغلل او په لسگونو نور هم هغو هوايي ميدانونو ته بېرته واستول شول د کومو نه چې يې امريکا ته الوتنې کړي وې. دغې مسئلې په ټوله نړۍ کې يو حيرانونکی غبرگون راپورته کړ. حتی د دوبۍ، استانبول، قاهرې، مانيلا او څه نورو هوايي ميدانونو څخه د مسافرو د الوتکو په الوتنو او هوايي ترافيک کې د تصور نه وتلې ستونزې مېنځ ته راغلې.

د امريکا د متحده ايالاتو ملت په رښتيني مانا د يوه متمدن او مهذب ملت تر پړاوه رسېدلی ولس دی. پرته لهدې چې دې ته وگوري دا مسلمان دی، عيسوی دی، هندو دی يا يهود دی. مټې يې راونغاړلې، د امريکا په لويو ښارونو او سترو هوايي ډگرونو کې د شعارونو جنډو سره مظاهرو ته راووتل: د دوی دوو شعارونو په خلکو ډېره ژوره اغېزه وکړه.

لومړی د مهاجرو مه وارخطا کېږئ، مونږ درسره يو، دويم کډوالو امريکا ته هر کله راشئ، ستړي مه شئ.

د امريکا د متحده ايالاتو د حقوق پوهانو په وکيلانو يوې سترې ټولنې خپلو غړو ته لارښوونه وکړه. ولاړ شئ هوايي ډگرونو ته ورشئ.

د هغو ستړو ستومانه بنيادمانو لاسنيوی وکړئ چې د جمهور ريس ټرمپ د حکم له امله د سختيو سره مخ دي.

د امريکا د سياسي شعور څښتن ملت او بشرپاله ټولنې وې چې نه يواځې د زياتو هوايي ډگرونو څخه يې د بند او نظارت لاندې کډوال راووېستل بلکه د دې ملک ډېرو ځواکمنيو سناتورانو، د ولسي جرگې وکيلانو، څارنوالانو، قاضيانو او ژورنالستانو د خپلو خلکو او اسلامي هېوادونو څخه د راروانو کډوالو ملاتړ ته ملا وتړله، همدا علت و چې د يکشنبې په ورځ سپينې ماڼۍ د ښاغلي ټرمپ د فرمان په رڼا کې ووييل: د گرين کارت او ځني ويزو درلودونکی له دغې حکم نه دباندې دی. ښه خبره دا ده چا چې په اوله ورځ د امريکايي ديموکراسۍ سرتمبه گانو ته يې څو څو گزه وړاندې پاټکونه اچولي. امريکا د دُنيا هغه هېواد دی چې د مُقننه، اجراييه او قضايه قواو تر مېنځ يې نه يواځې انډول ته پام کړی بلکې د قانون د تشريح او ….. خبرې د کولو واک د امريکا د عدالت او انصاف د قوې په واک دی.

سره د دې چې د بنديز په حکم کې د افغانستان نوم نشته مگر په امريکا کې د ځني افغاني وکيلانو سره د خبرو نه وروسته گټوره خبره به دا وی چې زموږ افغانان، خويندې او وروڼه چې د نړۍ د هرې برخې نه په هر ډول کاغذونو امریکا ته د ورتگ نيت لري مخکې د مخکې نه دې په اړوندو ځايونو کې د متحده ايالاتو د سفارتونو، قونسلگريو او هغو هوايي شرکتونو سره خبرې وکړي چې له دوی سره امريکا ته په تللو کې مرسته کوي.

په پای کې د امريکا د متحده ايالاتو د ملت نه ډېره مننه او د دوی دا بشرپال عمل به د  دُنيا په ټولو مسلمانو ملتونو کې د دوستۍ او ورورۍ نوی پيغام وي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply