عبدالرحمن فرقانی/ د افغانستان  تجزیه؛ د لویې لوبې استراتیژیکه موخه

0 867

د افغانستان  او ګڼو نورو اسلامی هېوادونو تجزیه په حقیقت کې د استعماری لوې لوبې په ترڅ کې ارزول شوې او اټکل شوې استراتیژیکه موخه ده،  د افغانستان په لنډ تاریخ کې څو ځله د افغانستان د تجزیې د پروسې د تطبیق بربنډې  هلې ځلې  تر سره شوې دي، چې په دې اړه د امریکایی سناتور روابکر  چې دنیا د لرې پرتې سیمې څخه د افغانستان سره علاقه ښیي او په دې هکله هلې ځلې په لاره اچوي!، کومې هلې ځلې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له اړخه ورته چمتوالی نه ښودل کېږي، آن تر دې چې د نوموړې پروسې پروړاندې خنډ کېږي او دا پروسه  د ټولو مرموز اهدافو سره  شنډوي . سره له دې چې پر روابکر باندې  افغانستان ته د ننوتلو بندیز لګو ل کېږي، خو روابکر نوموړې پروسه تر افغانستان بهر تعقیبوي او په افغانستان کې داسې کړۍ په پښو دروې، چې د نوموړې پروسې د تطبیق ملاتړ کوي.

د امریکا د نوی ولسمشر  په بدلون سره  د نوموړې پرسې ملاتړي یو ځل بیا د روابکر په مشرۍ فعال شوي، تر څو د نوموړې پروسې د تطبیق لپاره په افغانستان کې مقدماتي ګامونه پورته کړي، ویل کېږي، چې روابکر په دې اړه یوه مفصله طرحه د نوی ولسمشر ترامپ سره شریکه کړې ده، او د استعمار لپاره د دغې استراتیژیکې موخه ارزښت یې ترامپ ته تشریح کړی دی .. او د نوموړې طرحې په وړاندې کولو سره روابکر د افغانستان په د اخل کې یو ځل بیا فعال شوی دی او له همدې امله ده، چې په افغانستان کې د نظام د بدلون غوښتنې  او غږونه د نظام له داخل او بهر څخه پورته کېږي.

استعمار تل خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره د نظامی یرغل تر څنګ د بشري تاریخ په لړ کې د تجزیه حربه یا وسیله هم په کار اچولې ده، د هېوادونو ویش او تقسیم یو استعماري هدف دی، چې د استراتیژیکو اهدافو لپاره یې پلې کوي،  د ملتونو او امتونو پر ویش سره د متحدو ملتونو ځواک تمامېږي، د وحدت او اتحاد په پایله کې هر ډول ځواک پیاوړی کېږي، که موږ د مسلمانانو حالت په هند کې د هند څخه د بنګلادیش او پاکستان تر  بیلتون وروسته وګورو د هر ډول ظلم او تیری امکانات پر مسلمانانو باندې په هند کې شوني دي، خو که بنګلادیش او پاکستان نوی بیل شوی د مسلمانانو شمیر په هر حالت کې د پام وړ کېدای شوی. د نړۍ په کچه ډېر داسې بېلګې شتون لري، چې د دغه استدلال واقعیت په ډاګه کوي: ویتنام، کوریا، سوډان، صومال، جرمنی، یمن … او نور داسې هېوادونه چې تر نظامي یرغل وروسته تجزیه شول او داسې هېوادونه اوس هم شتون لري، چې داستعمار تر نظامي یرغل وروسته په منځني ختیځ کې اوس د تجزیه په حال کې ژوند کوي،عراق، سوریه، ..  لیبیا.  عراق اوسوریه د لوېديځ د معتبرو رسنیو په حواله په لاندې تفصیل  ویش او تجزیې  ته چمتو کېږي : د عراق پای

د تجزیه بحث د استعمار لپاره یو بنسټیز او برخلیک ټاکونکی بحث دی:

نن په منځني ختیځ کې د تجزیې بحث او د هېودونو ویشل په نورو وړو هېوداونو د استعمار هغه استراتیژیک هدف ته خدمت کوي، چې استعمار غواړي ، دیهودانو په مرسته ورته لاره هواره کړي.. په عراق باندې د بوش د جنګ اعلان د صلیب تر عنوان لاندې دژبې ښویدل نه بلکې مقصود عمل ؤ، ځکه د جمهوري غوښتونکو په ګوند که د( المسیحیون الجدد) په نامه هغه ځوان مسیحیان چې غواړي د مسیحیت هغه منحرفه عقیده چې په دې باور ده، چې عیسی علیه السلام به د فلسطین په ځمکه کې هغه حکومت ( الدوله الموعوده) جوړوی، چې ۱۰۰۰ کاله به دوام کوي، د یهودو په مرسته کوم چې ادعا لري، چې د فرات او د نیل تر منځ په ځمکه باندې باید داسراییلو لوی دولت تاسیس شي … په حقیقت کې د استعمار او یهودو ګډ ټکې دا دی، چې منځنی ختیځ په وړو هېوادونو وویشي او په پای کې دهغه لوی ( لویې لوبه) اهدافو ته ځان ورسوي، وړاندې مو ورته اشاره درلوده … لویه لوبه په منځني ختیځ کې د اسلامی هېوداونو تقسیم او ویش د یهودو د لوی دولت د تاسیس په موخه په لاره اچول شوې او منځني آسیا بیا استراتیژیکه موخه ترې د انګلستان او امریکا ګډ استخباراتی پلانونه دي، چې د سیمو ذخایرو او زیرمو ته لاسرسی او د روسیې او چین چې په اقتصادي ډګر کې د استعمار برلاسی او یو قطبه سیاست ننګوي، مخنیوی دی، افغانستان د یوې استراتیژیکې قاعدې په توګه دغې موخې ته د رسېدو لپاره مرسته کوي، خو دا موخه هغه مهال په ښه توګه مدیریت کېږي، چې په افغانستان کې متعدد نظامونه یا د قدرت جزیرې شتون ولري، له همدې امله اوس هم استعمار په افغانستان د یوه نظام په چوکاټ کې د دو مختلفو میکانیزمونو سره راکړه ورکړه لري..

یوه بل حقیقت ته اشاره کول هم ضروری یا اړین بولم،، هغه دا چې د منځني ختیځ د هېوادونو د ویش په  استعماري پروسه کې د ایران او استعمار ګد ټکی دا دی، چې نوموړي هېوادونه به یا د مذهب پر اساس لکه شیعه او سنی په عراق، سوریه، یمن ، بحرین، سعودی عربستان، لبنان … کې یا د ټبر پر اساس لکه کردان، شیعګان، عربان .. په عراق سوریه کې تر سره کېږي، بناءا په نوموړي تقسیم کې د ایران بلوه نویو وړو هېوادونو را منځته کېدل د ایران په ګټه دي، نو ځکه د نوموړي بروسې د تطبیق په برخه کې په غیر مستقیمه توګه ګټه بورته کوي او د تطبیق خنډ نه کېږي… او په دې هکله د مخالفت غږ نه پوږرته کوي.

باید یادونه وشي، چې د دې استراتیژیکې موخې تر څنګه د استعمار لپاره د اسلامی هېوادونو تجزیه مرسته کوي ، تر څو د دغو هېوادنو مدیریت د استعماري اهدافو لپاره شونی وي، د ذخایرو په غارتولو کې ورسره مرسته کولای شي، څرنګه چې اوس د عراق په شمال کې د بارزانی نا اعلان شوی ، جلا حکومت په مستقله توګه راکړه ورکړه کوي او د خپل اقتصاد د تقویې لپاره په تیټه بیه او د تیلو د نظام له اصولو خلاف غرب ته تیل پلوري .. په عراق او سوریې کې بې ثباتی او د تجزیې لور ته حرکت د استعمار سره مرسته کوي، تر څو خپلو استراتیژیکو اهدافو ته لاسرسی ولري ..

په افغانستان کې دروسانو تر شکست وروسته، په مسلمانانو کې د استعمار او استبداد پر وړاندې د مبارزې یوه پیاوړې انګیزه وزېږده، دا انګیزه د نړۍ ګوډ ګوډ ته د هغو مجاهدینو په لاس ولېږدول شوه، چې د افغانستان د جهاد له ډګر څخه خپلو هېوادونو ته ستانه شول، خو استعمار دغه ښکارنده په داسې ډول مدیریت کړه، چې تر ډېره برېده یې د اسلام سره د ترهګرۍ په نښلولو کې توظیف کړه او دغه هدف ته د رسېدو په لار کې تر ډېره موفق هم شو په دې ترڅ کې دعربي پسرلی خوځښت هم د یادولو وړ دی، د عربي پسرلي خوځښت هم د استعمار سره د مبارزې یوه غوره بېلګه وه، چې تر ډېره یي هڅه کوله چې په هغو اسلوبو د استعمار سره مبارزه وکړي، په کومو اسلوبو چې استعمار د مسلمانانو سره لوبه کوي..

د ولسمشر کرزی د حکومت د ټولو کمښتونو سره سره دوې لوې لاسته راوړنې چې په تاریخ که به په زرینو کرښو ثبت شي، د تم کېدو وړ دي:یوه د امریکا سره د استراتیژیک تړون نه لاسلیکول  او یا د لاسلیک لپاره یې د افغانستان د ثبات لپاره شرایط مطرحول، چې په ټول کې یې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د ثبات لپاره مرسته نه ده کړې، دا سمه ده، چې امریکا د ګڼ شمیر هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي، دي، خو د طرفینو ګټې پکې خوندي شوې دي، خو د افغانستان سره نوموړی تړون په مبهم شکل لاسلیک شوی، د افغانستان په هکله د امریکا د التزاماتو اړوند مبهم الفاظ استعمال شوي،  دتجهیز مقدار معلوم نه دی، د درناوی او غندنې الفاظ پر افغانستان د دښمن د تېري درد نه دوا کوي، موږ افغانان عمل ته اړتیا لرو نه مبهمو الفاظو ته چې د تطبیق سرحد او میکانیزم یې معلوم نه وي. بنا د تړون لاسیلیک باید په افغانستان کې د ثبات او ټیکاو په تامیین کې مرسته کړې وي، تر څو افغانستان له دغې بدمرغې جګړې څخه خلاص شوی وی  ..  او بله لاسته راوړنه د تجزیې د پروسې د تطبیق مخنیوی او د تجزیه څخه د افغانستان ژغورل، کوم څه چې روابکر غوښتل په افغانستان کې ورته لاره هواره کې …

د یوې پردۍ نیابتي جګړې تر څنګ افغانستان ته نورې ګڼې ستونزې هم متوجه دي، چې تجزیه او د افغانستان ویش هم هغه ستونزه ده، چې د افغانستان چارواکي باید ورته ځیر او د دغې لوبې مخه ډب کړي. د بشري تاریخ په لړ کې په سیاسي لوبو کې د هېواد تجزیه تر ټول ننګین او د شرمه ډک عمل ګڼل شوی، د کوم حکومت په دوران کې چې هېواد تجزیه کېږي، د هغه دوران دچارواکو نوم په تاریخ کې تل په سپکو او لوېدلیو تکو ثبت شوی دی، خکه هغه چارواکي چې د خپل هېواد د خاورې د ساتنې او خوندیتوب وس نه لري، په حقیقت کې ملي روحیه یې ضعیفه او د نورو دګټو لپاره کار کوي، تر د وړاندې چې دخپل هېواد د بقا، سوکالۍ، سمسورتیا، وحدت او پرمختګ لپاره کار وکړي.

عبدالرحمن فرقانی

Forqani_604@hotmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply