۱۷۱ تنه غاصبین/لغمان

0 1,108

د ولایت مقام له لوري ۱۷۱ تنه غاصبین څارنوالۍ ته د څېړنو په موخه ور وپیژندل شول.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن د یو رسمي مکتوب پر اساس د لغمان استناف څارنوالۍ ته د عدلي تعقیب په موخه د ۱۷۱ هغه کسان نوملړ ور استولی چې د مرکز په ګډون په الینګار، الیشنګ او قرغیو ولسوالۍ کې یې د ښوونکو په ښارګوټو او د پوهنې ریاست اړوند ملکیتونو کې یې غصب کړی دی.

له مکتوب سره ضم د یادو ۱۷۱ کسانو بشپړ نوملړ، موقعیتونه یې او نور هغه اسناد چې د پوهنې ریاست له لوري ترتیب شوي ول هم د لغمان استناف څارنوالۍ ته استول شوي څو ژر تر ژره د قانون په رڼا کې له دغو کسانو څېړنې پیل، قانون تطبیق او عدالت تامین شي.

د پوهنې ریاست چې د تېرو څو کلونو راهیسې له دغې ستونز او جنجال سره مخ دی، له وړاندې هم دغو کسانو ته د راډیو ګانو او بېلا بېلو لارو خبر ورکړی و څو د پوهنې ریاست اړوند ملکیتونه دغه ریاست ته وسپاري او له غصب لاس په سر شي، خو تر دې دمه دغو کسانو په دې برخه کې کوم اقدام نه و کړی، چې نن د ولایت مقام له لوري استناف څارنوالۍ ته د عدلي تعقیب په موخه ور وپیژندل شول او ترې وغوښتل شو، څو ولایت مقام وخت په وخت بیرته له خپلو اجرااتو په رسمي توګه اګاه وساتي.

ولایتي ادارې د عالي مقام د هدایت پر بنسټ په دغه ولایت کې د غصب پر ضد جدي مبارزه پیل کړې ده ډیر هغه کسان یې  تثبیت کړي چې د ځمکو په غصب کې لاس لري، د قوم په نوم یې ځمکې غصب کړې او یا خلک د بیلابیلو لارو څخه د ځمکو غصب ته هڅوي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي هغه کسانو ته چې د دولتي ځمکو په غصب، جعل و تزویر، پلور او پېر او دغه راز په نورو غیر قانوني کړنو کې لاس لري، هم خبرداری ورکوي، چې له دغو غیر قانوني کړنو لاس پر سر شي او د دوام په صورت کې به د څېړنو په موخه عدلي اوقضايي ارګانونو ته ور معرفي او قانوني چال چلند به ور سره وشي.

د یادونې ده چې تر دې دمه د ولایت مقام په لارښوونه د غصب د مخنیوي کمېسیون له لوري په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې څه دپاسه څلور زره جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو را ګرځول شوې ده.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply