ته پوهیږې که انجینر؟!!!/محمود نظري

0 890

طنز

د ساده  خمټ  دیو دوست  نوم و غاښک انجینر

دهغه يې منل هر ډول غلطه سلا پلن او نازک خبر

د شوده خمټ اوازه خپره سوه د خیښي  او واده

سر نه خلاصیده  د لوده  په خوښي او تاوده ساړه

پوښتنه یې وکړه له انجینره: واده ته څه تلوار دی

زماخوار غریب ته  یو بل ډوډۍ خوره څه په  کار دی

انجینر ورته ویل سادګیه ماینه مالګه ده د ژوند

دمیړه د پرو بالښت سي دهغې مرمري مړوند

ده ګنډونکی . پخونکې هم دکالو منځلو ماشین

لاسونه د زرو ،پښې دسپینو ویښته یې وریښمین

دوې لري سپينې د میني دجواهرو ډکې بوغچې

ملا وایي به لوږې کې یې خوړلای سې غوښې پستې

سوچ کاوه ساده،څه به کوي په دومره  سپینو او سرو

ځان به هر ورځ موړ وي دهغې په غوښو پستو

***

وخت تیریده ناببره دخمټ د دواده شپه سوه

په خلکو  خوږه شپه  وه په هغه ډیره ترخه سوه

دواده شپه یې دیخوا هاخوا خپله ماینه کړه

د هغې د ټوله تنه یې لکه  ډاکتر معاینه کړه

سهار يي په بې خوند ي وپوښتل له انجینره

کوم ځای د ماینې جوړ دی  له   سره زر ه

ول هر ځای د ماینی دی  تر سرو زرو ګران

هره ماینه ده د  دخپل د میړه د اولادو کان

یولوېښت ولاړ سه د هغې تر نامه لاندې

چې دی کان پیدا کړ د هغه مځه  لاندې باندې

عقلمند ته بس ده  مازی یوه اشاره

که هر څه بده وي کوه ورسره ګذاره

شپې ته  ساده بوله خمټ سو ښه پوه او تکړه

په هغې یې واچوله د برایي شپې ټوله پړه

له ځان سره يې ویل نن هرومر پیدا کوم خزانه

له ځان سره  یې یووړه چکش ، پلاس او اړه

لومړی یې  لستوڼي د دواړو لاسونو  بډ وهله

په بسم الله اغوذ بل لله يې د هغې کالي وکښله

دهغې له نامه څخه یې اوږده لوښتت کړه اندازه

هغه سیمه  یې په سور  مارکرقلم کړ ه نښانه

ناوي  ویل زما په خیال   ستا لوېښته ده اوږده

د پخې لارې د ترافیک علامه لږ پورته کښېږده

ساده سوده خمټ سو ډیر ورته په قهر او غوسه

ول ته څه پوهیږې په  دې مهندسي او نخښه؟

که ته پوهیدای ولي  دي برایي نه کړم خبر

ته بیسواده پوهیږې که هغه  زما یار انجینر

ښځې هغه یوه چپلاغه ووهه ووتله له کوره

ول ساده مخ توره  نور مه راپسې ګوره

***

اوس هم سوړه غلط سوې ده زموږ دډاکټرانو

لوېښته اوږده سوي د وطن دشوده ګانو

دالاره یې مکې ته نه ، ځي سیده ترکستان ته

یو یې ویست پنځوس یې راستول افغانستان ته

دولت لکه خمټ اشاره یې ایښي ده په غلط ځای

ددی دولت هم لکه د ساده خمټ دی اخیر غلط پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply