ځوانانو بری راووړ

0 1,168

د کریکټ ملي لوبډلې له دوو سختو ماتو وروسته په درېیم ځل بیا داسې توره وکړه چې له سترګو تښتېدلي خوبونه یې بېرته پر ځای کړل.
له زیمبابوې سره د پنځه یو ورځنیو سیالیو په دوام افغان کریکټ ملي لوبډلې په خپله درېیمه لوبه کې د دې لوبډلې د خولې مزه ور خرابه کړه.
د دې لوبې پچه یا ټاس افغان لوبډلې وګټه او خپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. د کریکټ ملي لوبډلې په ټاکل شویو پنځوس اوورونو کې د خپلو نهه لوبغاړیو په اوټ کېدو ۲۵۳ منډې وکړې.
په افغان لوبغاړیو کې محمد نبي، رحمت شاه او نورعلي ځډراڼ توره وکړه او هر یو له څلوېښتو پورته منډې جوړې کړې، خو قسمت یوازې له رحمت شاه سره ملګرتیا وکړه چې پنځوسیزه یې پوره کړه. نبي په ۴۸ او نورعلي بیا په ۴۶ منډو اوټ شول، خو د لوبې په وروستیو کې د دولت ځډراڼ لوبه د هېرولو نه ده.
په مقابل کې د زیمبابوې د اننګز له پیل لږ وړاندې باران پیل شو او لوبڅاران مجبور شول چې بیا هم د D/L پر اساس پرېکړه وکړي.
زیمبابوې باید په ۲۲ اوورنو کې ۱۶۱منډې کړې وای، خو افغان باولرانو پرې وضعیت داسې راتنګ کړ چې حتی سل منډې یې هم پوره نه کړې او ټوله لوبډله یې د ۱۴ اوور په وروستي توپ په ۵۴ منډو اوټ شوه.
په افغان باولرانو کې محمد نبي او حمزه هوتک درې ـ درې، راشد ارمان خان دوه او دولت او ګلبدین بیا یو ـ یو لوبغاړی اوټ کړل.
دا په روان سیریز کې درېیمه بریا وه چې افغان لوبډلې خپله کړه او له زیمبابوې یې دا جام خپل کور ته راووړ.
افغان لوبډله به له دې وروسته هند ته ولاړه شي او هلته به د ایرلنډ پر وړاندې سیالۍ وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply