د امریکا کانګریس ته د ټرمپ اوله وینا/هلمند پردیس

0 2,084
د امریکا کانګریس ته د جمهور ریس ټرامپ لومړنۍ تاریخي او مهمې وینا مراسمو کې د یو افغان میلمه ګډون!
جمهور ریس ټرمپ د ټاکل کیدو څخه دوه میاشتې لا نه وې تیرې شوي چې د فیبروری میاشتې په اته ویشتمه نیټه يې ورته خپله تاریخي او مهمه وینا واوروله . تر ټولو جالبه او مهمه خبره دا وه چې پدې مراسمو کې یوه فعال افغان ځوان هم ګډون کړی وه . نوم ېې ډاکټر هېواد همت دی . چې دې دیموکراته سناتور ریچارډ بلومنتل په رسمي بلنه دغو مراسمو ته دعوت شوی وه .

همت دوه نیم کاله پخوا امریکا ته مهاجر شوه. او له مهاجرت مخکې يې یولس کاله په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو او نړیوالو موسیساتو سره په مختلفو برخو کې افغان خاورې ته خدمت کړی . همت د مسافرت په دیار کې هم قرار ندی ناست او تل ي هڅه کړي چې د افغانستان درد او ټکور خبره د نړیوالو تر غوږونو ورسوي . همت د خپلو هڅو په ترڅ کې دوه ورځې د مخه واشینګټن ډي سي ته په رسمي سفر لاړلو . او هلته يې کانګریس ته د جمهور ریس ټرمپ وینا او د سنا مجلس کې د سناتورانو ، نماینده ګانو او دیپلوماتانو مهمه ماښامنۍ میلمستیا کې هم برخه اخیستي وه . همت دغې میلمستیا ګډون پر مهال د ډير شمیر دیموکراتو او جمهوري پاله سناتورانو سره لیدنې ، کتنې او خبرې کړي . او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې د افغانستان او امریکا ګډ درد او ټکور په هکله معلومات او مشویرې ورته ورکړي .

همت پدې هم بسنه نه وه کړي . د یو شمیر نړیوالو رسنیو پر وړاندې هم راظاهر شولو او د افغانستان درد او ټکور خبره يې بار بار تکرار کړله . همت د امریکا غږ پښتو ، دري او انګلیسي څانګو سره د مرکو تر څنګ نورو نړیوالو رسنیو سره هم مرکې کړي چې ما يې یوازې د امریکا غږ انګلیسي څانګې مرکې غورچان راخیستی .
http://www.voanews.com/a/former-afghan-interpreter-heartened-trump-vow-pursue-extremists/3745787.html
 »ډاکتر هېواد همت سره د امریکا غږ انګلیسی څانګې خبریال پاول الکزاندر تازه مرکې غورچاڼپاول الکذاندر ، همت یو د هغو کسانو ډلې څخه وه چې تیره ورځ يې د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور ریس ډانلډ ټرمپ کانګریس ته د ګډې وینا په مراسمو کې ګدون کړی وه . هېواد همت د دیموکرات سناتور ریچارډ بلومنتل په رسمي دعوت د میلمه په ډول دغو مراسمو کې ګډون کړی وه . په پیل کې مې د همت څخه وپوښتل چې د جمهور ریس ټرمپ وینا کومه برخه مو خوښه شوله . نو ده وویل “ کوم څه چې زما لپاره په زړه پورې وه هغه د تندروه اسلامي ډلو په وړاندې د جدي اقدامات ژمنه وه چې جمهور ریس یو ځل بیا په خپلو خبرو کې یاده کړله . نو د وینا دغه برخه زما ډيره خوښه شوله .
ځکه چې سختدریځه تروریستان امریکايي سرتیري ، افغان سرتیري ، بې ګناه وګړي ، میرمنې ، ماشومان او ددوی فکر خلاف هر څوک وژني . کوم تندروي چې دا مهال په افغانستان کې د اسلام په نوم جنګ کوي هغه کاملا د اسلام سره ټکر کې دی . دوی د اسلام نوم څخه ناوړه استفاده کوي . اصلا دا جګړه یوه سیاسي جګړه ده نه اسلامي . که څه هم جمهور ریس ټرمپ خپله وینا کې په مشخص ډول د افغانستان نوم یاد نکړ خو دا خبره يې وکړله چې د تندروه ډلو پر وړاندې به سخت اقدامات وکړي . همت ددې تر څنګ چې کانګریس کې د جمهور ریس وینا اوریدلو مراسمو کې ګډون کړی وه . د امریکا سنا مجلس کې د هغه ماښامنۍ میلمستیا کې هم دعوت شوی وه.
چې د امریکا کانګریس دواړه جرګو سناتورانو او وکیلانو ګډون کړی وه . ده راته د هغې میلمستیا په هکله وویل . ما ډيرو سناتورانو او پارلمان نمایندګانو سره ولیدل . د افغانستان په هکله مو ډيرې خبرې ورسره وکړلې . د هغه ځای سیاسي او امنیتي مسایلو باره کې مو بحث وکړ . زه ډير خوشاله ومه چې دغه مراسمو کې مې ګډون وکړ او د افغانستان امنیتي وضیعت باره کې مې ډيرو مهمو سناتورانو سره خبرې وکړلې .
کله مې چې د همت څخه وپوښتل ، که چیرې تاسو ته وویل شي چې جمهور ریس ټرمپ ته د افغانستان وضیعت باره کې مشویره ورکړی ، نو ستاسو مشویره به څه وي ؟ ده وویل . زه به جمهور ریس ته ووایم چې افغانان د همغه تروریزم قرباني دي کومو چې ۹/۱۱ پيښه کې لاس درلود .
د افغانستان جګړې اوږدیدو لامل دا دی چې د افغانستان ګاونډي ملکونه لکه پاکستان او ایران د طالبانو او نورو تروریستي ډلو څخه ملاتړ کوي . بلخصوص پاکستان پدې ملاتړ کې ډير رول مهم او حیاتي رول لري . پاکستان هغو تروریستانو ته پناه ځایونه ، روزنې ، پیسې او طبي اسانتیاوې برابروي چې په افغانستان کې ورانکاري کارونه ترسره کوي .
روسیې هم دې تازه وختونو کې د طالبانو څخه په زغرده ملاتړ شروع کړیدی . که چیرې طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته ددغه ملکونو کومک نه وي نو دوی یوه میاشت کې ماتیدلی شي . نو زما مشویره به جمهور ریس ته دا وي چې د تروریزم سره جګړې تر څنګ پر دغو ملکونو هم فشار راوړي تر څو د تروریستانو ملاتړ څخه لاس واخلي نو هله به امریکا دغه جنګ وګټي . د یادولو يې بولم چې دا مرکه New Dehli Times هم نشر کړي .»
https://www.newdelhitimes.com/former-afghan-interpreter-heartened-by-trump-vow-to-pursue-extremists123/
د اشنا تلویزون  له ملګرو هم ځانګړی مننه، چې له ښاغلی همت سره یې پر تلویزون او فیسبوک مرکه  وکړه، او د افغانانو غږ یې تر نړیوالو ورسولو.
زه غواړه چې خپله لیکنه پدې لنډه تبصره راونغاړم . افغانستان اوس له سختو جګړیزې مرحلې او بهرني سیاسي کش مکش څخه تیریږي. له بده مرغه چې زمونږ د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي لابي کولو پروسه کې فلج دی . زمونږ د بهرنیو چارو وزیر په کلیو او بانډو کې ګرځي او افغانستان دننه سیاست کوي . د افغانستان ستونزه کورنۍ نده . دا په بهرنیو هېوادونو پورې اړه لري . چې د حل په برخه کې امریکا ډيره مرسته کولای شي .
نو اړینه يې بولم چې د افغانستان سیاسون په بهرنۍ لابي ګیریو کې تیزوالی راولي . ما د همت څومره مرکې ، خبرې او مهمو غونډو کې چې ګډون ولید ډير خوشاله شولم، خو خفه پدې شولم چې افغان حکومت هیڅ ورته پام ونکړ . افغان حکومت کولای شي چې همت په شان پیاوړو او مخکښو فعالو سیاسونو تماسونو څخه د امریکا سنا او کانګریس کې موثره ګټه واخلي . ما چې کله همت سره تماس ونیولو، نو ده راته وویل چې دلته خلک د افغانستان حالاتو څخه په مکمله توګه خبر ندي . ځینې خلک دا خبره کوي، چې امریکا د افغانستان حالاتو څخه ښه خبر دي، او قصدآ اجرات نکوي .
حال دا چې په ډيرو مواردو کې دا خبره رښتیا نده . دا د پاکستان استخباراتو په لاس د جوړې شوي میډیا پروپاګند هم دی چې وايي امریکا د افغانستان حالاتو څخه ښه خبر دي خو قصدآ ورته اهمیت نه ورکوي . نه داسې نده . دلته ستونزه د افغان حکومت په کمزوري لابي ګیریو کې ده . افغان حکومت دا پروسه باید ګړندی کړي . او د هغو افغانانو څخه دې برخه کې ګټه واخلي چې لا د مخه د امریکا حکومت او کانګریس دننه ښه تماسونه او باورونه لري .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply