افغان امنیتی خواکونه/اغمان

0 1,069

افغان امنیتی خواکونو وشو کولی چې په پوره مېړانې د دښمن له لوري د لغمان د سقوط شوم پلان شنډ او شا و خوا ۴۰ تنو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله واړوي. عبدالجبار نعیمي

دا څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن د یو خبري کنفرانس له لارې چې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري هم په کې ګډون درلود رسنیو ته د خپلو خبرو پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې تېره ورځ دښمن شوم پلان درلود څو د الینګار او الیشنګ په استقامت یو شمېر امنیتي پوستې سقوط او دغو دواړو ولسوالیو ته غځېدلې لارې وتړي، خو ټولو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډه وشو کولی چې په پوره مېړانې د دښمن دغه شوم پلان شنډ او هغوی له درنو تلفاتو سره په شاه وتمبوي.

ښاغلي نعیمي په دغه خبري کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال زیاته کړه چې د مخالفینو هدف یوازې وراني، ویجاړی او په عامو خلکو کې ویره خورول دي او همېشه هڅه کوي چې له مقدسو ځایونو او د عامو خلکو له کورونو زموږ پر امنیتي او دفاعي ځواکونو انداختونه وکړي، خو زموږ د قواو مورال لوړ، عزم یې قوي او له دې خاورې څخه د دفاع په لاره کې به له هیڅ راز سرښندنې دریغ ونه کړي.

لغمان والي په خپلو خبرو کې ولس ته ډاډ ورکړ چې د خدای تعالی په نصر او د وسلوال فوځ د مټو په زور دښمن به هېڅکله هم د داسې ویجاړونکو او شومو پلانونو په تطبیق کې بریالي نه شي.

په همدې خبري کنفرانس کې بیا د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري چې د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو په استازۍ یې رسنیو ته خبرې کولې، وویل چې د پروني شوم پلان د شنډولو او د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ په بېلا بېلو نښتو کې د دښمن ۲۱ تنه وژل شوي او له ۱۳ نه تر پینځلسو شدید زخمیان شوي دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه په دغو عملیاتو کې چې هوايي او ځمکنیو ګډو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډون درلود په کې مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، نوموړي وویل چې دښمن هڅه کوي څو د مقدسو اماکنو او د ملکي خلکو له کورونو په موږ ډزې وکړي خو ولې موږ دغو مقدسو ځایونو او خپلو ولسونو ته په پوره درناوي هڅه کوو چې ملکي تلفات رامنځته نه شي، چې له نېکمرغه په دغو عملیاتو هیڅ ملکي تلفات نه لرو.

د یادونې ده چې د تېرې ورځې راهیسې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي تر مشرۍ لاندې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان، د پولیسو د ۲۰۲ شمشاد زون قوماندان، د عامه نظم د اوومې لوا قوماندان او دغه راز د لغمان د امنیتي او دفاعي ځواک لومړۍ درجه رهبري د دښمن د دغه شوم پلان د شنډولو او نویو امنیتي تدابیرو د نیولو په موخه په ګډې سوق و ادارې کې د وضعیت د مهار کولو په خاطر شتون لري.

                     

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply