روان حالات د چا په ګټه ؟ / صفت ځواک

0 1,731

یو وخت په تاریخونو کې داسې پیښې هم راځي چې د یو هېواد ستونزې د یو شخص په ګریوان کې واچول شي دا یا ناکامه شخص وي یا ډیر ستر قدرمند شخص وي چې دواړه حالاتو کې یوازې تاریخ په شخص قضاوت کوي نه په ټولنه او یا هم په ډیرو افرادو
په افغانستان کې د دا ډول خلکو پیژندګلوي د تاریخ د لیکلو د وس خبره نه ده ځکه دلته په زاړه تاریخ لوبیدوونکي اشخاص ډیر دي تاریخ جوړوونکي او تاریخ لیکوونکي مو په زوړ تاریخ باور لري که په داسې یوه ټولنه پیړۍ پیړۍ تیرې شي بیا هم همدا خلک د یو ډول غیر منظمې تجربي په اساس د خپل راتلوونکي ټاکلو ته خوشبینه وي او یوازې په فرد باور لري تر شا يې پروت ولس یوازې د استعمال شوي الې په شکل د اعتماد احتمالي حالت وي
روان حالات د چا په ګټه د دې لیکنې عنوان دی چې بیرته د عنوان اړوندې موضوع ته راګرځو په اوسنیو سیاسي غیر منظم شرایطو کې روان حالات دا ډول څیړو
د جنګ حالات او د پخلاینې یا سولي حالات
که د سیمې سیاسي وظیعت ته وګورو لوبه یو ډول بیل رنګ لري چې دوه ستر قوتونه د خپلو ملي ګټو د ساتلو په پار د جنګ ډګر ګرم ساتي او هره وژنه ورته د خپل هدف په لور  یو قوت معلومیږي،معنا دا چې مونږ د سیاست لوبغاړي نه د مرګ انتظارګر او د مخکې وژوونکي نندارچیان یو
نړۍ عمومآ په دوه سترو قوتونو ویشل شوي ده امریکا او روسیه چې دواړه په خپل څنګ کې د یو څو نورو وړو قوتونو لروونکي ده،اقتصادي زیرمې يې د نورو قوتونو په مټ روانې دي دوي د جنګ په میدان کې هغه استخباراتي ګټوونکي کې دي چې نه يې سیخ سوزي نه کباب او لاسته راوړنې د هر یو د لوبې پیل او پای وي
څوک جګړه غواړي څوک د سولي یوازې غیر متشدده خبره کوي؟
جګړه کې زمونږ ګټه هیڅ شتون نلري که وایو کومه نوي خبره نه ده تاریخ ددې شاهدي ورکوي چې مونږ هره لوبه په جنګ ګټلې خو په سیاست کې مو بیرته هماغه لوبه بایللې ده ځکه سیاسي ظرفیت د استخباراتي معلوماتو پرته تضمین شوی نه وي تر څو د نړۍ او په خاص ډول د سیمي په حالاتو پوه نه شي ته د سیاست ناکامه محره يې یا سیاست مه کوه یا د یو څارګرې ډلې په مټ د سیمې او نړۍ له پلانونو ځان خبره کړه،مونږ د بلاګانو په خوله کې لویدلی ملت یو چې نه په حالاتو خبر نه يې غواړو ځان خبر کړو نه ددې وړتیا تر اوسه لرو چې نړۍ وڅیړو او د ځان په ګټه یوه ژوره فکري لار غوره کړو د وحت له کرغیړنو حالاتو ځان خوندي کړو،همدا ده چې مونږ په حالاتو کې لوبیږو خو د اړخ درک يې لا نامعلوم دی یو وخت یو څوک پوښتنه کوي ته د کوم زمان ژوندی انسان يې چې حالات راته لږ واضح کړې؟ زه د دې پر ځای چې د نړۍ په حالاتو خبرې وکړم د فکري قوت کمزورتیا مې له خپل کور پیلوي او بیا یوازې تر خپل کلي محدود یم وروسته د کلي اخوا غم او کیسه بیله وي چې حتا زه په دې نه پوهیږم چې د بل کلي خلک د کوم ډول افکارو لروونکي دي هغوي د ژوند په هوساینه کې د ځان په ګټه د کومو لارو کار اخستي څوک يې د رهبرۍ په ګدۍ ناست دی څوک يې د واضح دریځ تر څنګ د عمل ډګر کې ځلیدوونکی دی خو بل مقابل د هماغه کلي هر شخص په دې پوهیږي چې زما په کلي کې څوک ژوند کوي کوم څرنګه حواص لري څه کوي د ورځنۍ بوختیا تر څنګ د هفتي،میاشت او کال لپاره څه پلان لري دا ځکه چې زه د یو څارګر قوي ټیم درلودوونکی نه یم خو هغه د یو قوي څارګر ټیم درلودوونکي دی او په همدې وجهه د خپل یو کلن،لس کلن او سل کلن پلان درلودونکی دی تر څو ما د خپل مادي ارزښتوونو پر ځای په عادي ارزښتونو بوخت وساتي او خپل اهداف چې زما په کلي کې يې لري ترسره کړي
راځم بیرته روانو حالاتو ته چې څومره زمونږ په ګټه دي؟
که هر څومره يې وڅیړو بیا وایو چې روان حالات زما په ګټه نه دي جنګ دلته یو ډول نوی وحشي افکار زیږوي چې نه په دین او نه په مذهب بسیا وي،هدف يې د خدای ج او رسول ص په ځای د یو چا شخصي ګټې او یا هم د سیمې او نړۍ ملي ګټې خوندیتوب وي،دا مونږ وایو نه عملآ يې وینو او تجربه کوو يې چې مونږ د کوم ډول انسان وژونکې پدیدې ښکار یو

د جنګ حالات د هیچا په ګټه نه دي نه وو او نه به يې راتلوونکي کې په ګټه و اوسي د نن پنجاب د تروریزم ځاله سبا همدا ځاله د خپل تروریزم قرباني کیږي او تروریزم خپله بدله ترینه اخلي ځکه دا د پنجاب د وس کار نه دی که یوه عادي استخباراتي ډله ولري په هغې پنجاب نه ساتل کیږي دا لوبه د روس او امریکا تر مینځ د هغو استخباراتي کړیو لوبه ده چې نړۍ د خپلو څارګرو ادارو په مټ په مشروع او غیر مشروع ډول څرخوي،که مونږ قوي څارګره اداره ولرو سیاست مو د ماشومتوب نه بلوع او د پوخوالي حالت ته ورسیږي هغه وخت بیا کولای شو د سیمې او نړۍ په سطحه د دا ډول لوبو په دایره کې ځان دخیل کړو تر څو د خپلو ملي ګټو ملي ارزښتونو ساتوونکي او ګټوونکي و اوسو په دې شته ناندریزه حالاتو کې مهمه سوله ده لمړیتوب باید ورکړو چې په هر قیمت وي چوکۍ ساتل ضرورت نه دی چوکۍ تر لاسه کول د سیاست هغه اړخ دی چې د قدرت لپاره د سیاست محرې شتون ولري په همدې اساس که سوله لمړیتوب وګرځو دا مو د حالاتو د بریا ګټه ده او د نړۍ له څارګرو ادارو او د سیاست له ډګره به مو لوبه ګټلې وي بیدون له شکه چې شته ستونزې دومره ډیرې دي چې زمونږ کمزوري افکار يې د کنټرول لاره نلري خو دلته بیا هم د یو ولسي قوت ضرورت لیدل کیږي چې منظم د یو اساسي بنسټ په توګه بدلون ورکړل شي
جنګ لاره زمونږ نه ده په اوسنیو شرایطو کې د جنګ په ځای سوله مونږ ته بهتره ده چې مونږ په سوله کولای شو بیرته زرګونه جنګونه وګټو،روان حالات د سیمې استخباراتي کړیو،روس او امریکې په ګټه دي دې ته بدلون ورکول د ولس،حکومت،سیاسي او استخباراتي کړیو کار دی.

د هوسا پرمختللي لوی افغانستان په لور…

صفت ځواک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply