د کابل ـ لندن او اسلام آباد غونډه/ خوشال اصفي

0 973

د پاکستان پلار مو له پاکستان سره پخلا کوي !

وروسته له هغي چې د پاکستان لاهور او سیهون کې ځانمرګي او بمي بریدونه وشول؛ دغه هيواد له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې وتړلې او ورسره د دواړو هيوادونو په اړيکو کې هم پراخه ترينګلتيا رامنځته شوه؛ اوس په تازه کې د بریتانیا حکومت د افغانستان او پاکستان چارواکي د دوو هیوادونو ترمنځ د روان کړکېچ او دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د لوړې کچې یوې غونډې ته بللي دي. د افغانستان له لوري د ملي امنيت د شورا سلاکار محمد حنيف اتمر، د پاکستان له لوري سرتاج عزیز او د بریتانیا له لوري د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار مارک لایل ګرانټ د دغې درې اړخيزې غونډې ګډونوال دي.

که څه هم افغان چارواکي وايي چې خبرې به د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د افغانستان او پاکستان پر ګډه تګلاره، خپل منځي اړیکو کې د اوسني تاوتریخوالي له منځه وړلو او د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لارو تړل کېدو په اړه وي، خو اوس پوښتنه دا ده چې د پاکستان سياسي پلار (انګلستان) په نوښت دغه درې اړخيزه ناسته به په افغانستان کې د پاکستان لاس له لاسوهنو لنډ کړي؟ آيا لندن به په اسلام آباد د کابل، او که په کابل د اسلام آباد غوښتنې ومنې؟

انګلستان د پاکستان سياسي پلار ځکه بلل کيږي چې د پاکستان ستر خواخوږی دی او د آی اېس آی بنسټ يې همدې هيواد ايښی دی. تاريخ ليکي چې هند او پاکستان د کشمير پر سر ډير جنګونه کړي او کابو ټول ترې هندوستان ګټلي دي. ويل کيږي کله چې د هند او پاکستان په جګړه کې د پاکستان د هغه مهال د نظامي استخباراتو ستره ناکامي څرګنده شوه، نو پاکستان هوډ وکړ چې یوه بله څارګره اداره جوړه کړي . په دې ډول انګرېز تورن جنرال آر کوتون چې دی په خپله په استرالیال کې زېږېدلی خو د انګرېزانو په نظامي ځواکونو او په هغه مهال کې یې د پاکستان په نظامي ځواکونو کې دنده درلوده، په کال ۱۹۴۸ کې یوه نوې څارګره اداره د آی اېس آی تر نامه لاندې جوړه کړه.

که څه هم چې په لمړې سر کې د آی اېس آی ادارې دنده د پاکستان دننه، آزاد کشمیر او پښتونخوا و خو دغه رول هغه وخت بدل شو چې ایواب خان د پاکستان ولسمشر شو. کله چې نظامي اسخبارات او د تحقیقاتو ادراه هم په دوهمه هندې او پاکستاني جګړه کې په کال ۱۹۶۵ کې د مالومات په راټولو کې ناکامه شولې، نو ایوب خان آی اېس آی ته حکم وکړ چې د پاکستان دننه او د باندې د مالوماتو د راټولونې دنده پر غاړه واخلي. بس له هماغې وروځې وروسته د دغې ادارې لاسونه په افغانستان کې د ځينو منحوسو څېرو په مرسته زمونږ تر کورنيو مسايلو راورسيدل.

اوس چې د پاکستان او افغانستان اړيکې ترينګلې شوې دي نو د پاکستان سياسي پلار انګلستان هڅه کوي څو دغه اړيکې ښې او لومړني حالت ته راوګرځوي. په همدې موخه چې په لندن کې کومه غونډه ده؛ د پاکستان او انګلستان پخوانيو اړيکو ته په کتو داسې ګمان کيږي چې دغه غونډه به بيا هم نه يواځې دا چې کومه ګټه ونه کړي بلکې داسې اندېښنې هم شتون لري چې انګلستان به پر افغان لوري د پاکستان امتيازي غوښتنې ومني. باورونه داسې دي چې له دغې غونډې وروسته به هم د افغانستان په ختيځو سيمو کې د پاکستاني راکټي بريدونو مخه ونه نيول شي، په پاکستان کې د افغان کډوالو او پښتنو توهین او بنديانول به کم نه شي، د افغان سوداګرو پر وړاندې د پاکستان دريځ به بدل نشي. بلکې برعکس به له افغان لوري غوښتنه وشي چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام وکړي.

د افغانستان ګټه او تاوان اوس په دغه غونډه کې د ښاغلي اتمر په څرګندونو او دريځ پورې تړلی دی. که ښاغلی اتمر وتوانيږي چې د پاکستان له مکارتوب مخنيوی وکړي او انګلستان قانع کړي چې له پاکستان سره د افغانستان د اړيکو ترینګلتيا د پاکستان صداقت پورې تړلې ده نو يوه اندازه هيله مندي به دغې غونډې ته پيدا شي او که برعکس پاکستان خپل مکارتوب ښکاره کړي نو دغه درې اړخيزه غونډه هم د تيرو هغو په څېر به یوازې د وخت ضايع کول وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply