مسأله په دې نه حل کېږي چې موږ به له ملایانو سره په هره خبره نښتي یو چې دا حرامه ده، دا حلاله ده. که دغسې وکړو، بیا خو نو د ملا کار جوړ دی، ځکه همدی مرجع او منبع دی، او موږ مقتدیان، مقلدان او امیان یو. دلته به سړی وژل کېږي، موږ به د نسواري خولې ته ناست یو چې دی ووایي چې دا مرګ روا و، که نه و روا. دی به بیا د خدای پاک او رسول پرځای خپل مزاج، دماغ، سیاسي ګټې، عقده مندۍ او نورو مسایلو ته مراجعه کوي.
شارع خدای پاک او د هغه رسول، او د انتخاب معیار وجدان دی. ترمنځ ښکته پورته کېدونکي ملایان، پيران، راهبان، پنډتان او مذهبي کمېشن کاران د خپل کمېشن لپاره منډې وهي. د دې کمیشن کارانو برید نه دی معلوم. چې همداسې د دوی حرام او حلال ته غوږ یې آخر په دې کې هم کار در لري چې له خور سره دې په لاس ستړې مشې روا ده او که نه ده؟ د ښایسته زوی د باندې وتل دې روا دي او کنه؟ له وریندار سره دې خبرې روا دي که نه دي؟ په حکومت کې کار روا دی کنه دی؟ یو وخت به په پېښور کې په دې بحث کېده چې د خلقیانو شعوري ګوندي لوڼې او خویندې وینځې دي او کنه؟ د دې خلکو نه وحشت برید لري، نه بې حیایي، نه بې غیرتي. دوی ته خپل هیڅ کار د سوال وړ نه دی، د نورو هر کار د پوښتنې وړ دی. خپل کار کوئ، خپل وجدان، خپل پښتو او افغانیت مو پوه شه او خپل خدای.
د نننیو ملایانو حلال او حرام همداسې یو بزنس دی لکه په غرب کې د حلال او حرام خوراک بزنس. چې د حرام فوډ دوکانونه د حفظ الصحې له اړخه حلال او د حلال فوډ د مردارو په حکم کې راځي، ځکه دلته هم د حلال ټاپه پرې ووهه، نورې ورستې هګۍ خرڅوه. د لسو ډالرو شی په شل پلوره وایه په دې کې اسلام ګډ دی، قیمت یې لوړ کړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320