افغانستان د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم ایرلینډ ته ماتې ورکړه

0 2,146

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۹۵): افغانستان د کرکټ په دویمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره د پنځو لوبو په لړۍ کې دوه پر صفر  مخکې روان دی.

دا لوبه چې  نن د کب په دهندوستان د پلازمینې نوی ډیلي د ګریټر په لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د افغانستان لومړنیو لوبغاړو شهزاد محمدي او نور علي ځدران ډیره تیزه لوبه پیل کړه، خو نور علي په ۲۵ او شهزاد محمدي تر ۶۳ تیزو منډو وروسته وسوځید.

ورپسې افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي په زړه پورې لوبه وکړه او دشپږو شپږیزو پر مټ یې په یوه ورځني کرکټ خپله لومړۍ سلیزه ووهله.   د لوبې په وروستیو شیبو کې شفیق الله شفق هم تیزې ۳۵ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو ۳۳۸ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۳۳۹ منډو هدف ورکړ.

د ایرلینډ لوبډلې هم د یاد هدف ترلاسه کولو لپاره تیزې منډې جوړ کړې او په ۱۵  اورونو کې یې تر ۱۰۰ زیاتې منډې جوړې کړې وې خو په ۱۱۳ یې ګلبدین نایب لوبغاړی وسوځولو.

د یو لوبغاړي تر سوځیدلو وروسته د ایرلینډ لوبغاړي ټینګ نه شول او په وقفه یي توګه یې لوبغاړي له لاسه ورکول، دایرلینډ لوبډله په ۴۸ اورونو کې په ۳۰۴ منډو وسوځیدله او افغانستان دا لوبه د ۳۴ منډو په توپیر سره وګټله.

افغان ستوری راشد خان یو ځل بیا د تیر په څیر په زړه پورې توپ اوچونه وکړه او دایرلینډ ۶ لوبغاړي یې وسوځول. دولت ځدران هم درې لوبغاړي وسوځول.

د ایرلینډ لوبغاړي سټرلنګ چې شپږ لوبغاړي یې سوځولي وو او ۹۰ منډې یې هم جوړې کړې وې، ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

په دې لوبه کې هم ځینې ریکارډونه جوړ شول، افغانستان په یو ورځنیو سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې، دا لومړی ځل شو، چې په یوه یوه ورځنۍ لوبه کې دوه لوبغاړي شپږ، شپږو لوبغاړي  سوځول. او افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي هم په یوه ورځنیو سیالیو کې لومړۍ سلیزه ووهله.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې هم ایرلینډ ته ماتې ورکړې وه او تر دې مخکې یې ترې درې شل اووریزې لوبې هم ګټلې وې.

دافغانستان او ایرلینډ ترمنځ د جي پی کپ سیالیو مالي ملاتړ جنرال پیټرولیم یوه افغان نړیوال شرکت کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply