د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر مبارک سر باندې د وریځې سایه وه.
عطاء بن ابی رباح د ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت کوي چې بی بي حلیمې سعدیې به د نبي کریم صلی الله علیه وسلم خیال ساته او لیرې به یې نه پرېښوده، یو ځل د هغې فکر نه ؤ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپلې رضاعي خور شیما سره د غرمې پر مهال ګرځېده، بې بې حلیمه سعدیه پسې ګرځېده، کله چې یې وکتل، هغه صلی الله علیه وسلم له شیما سره ؤ، شیما ته یې وویل، چې په دې ګرمۍ کې محمد صلی الله علیه وسلم دلته چا راوستلې دی؟ شیما ځواب ورکړ، چې د ورور ګرمي نه کیږي، ما ولیدل چې یوه ټوټه وریځ دده پر سر باندې راغله، کله چې دی ودریږي، وریځ سمه ورسره ودریږي او کله چې دی روان شي، نو وریځ هم ورسره روانه شي، بې بې حلیمې ورته وویل ای لورې! رښتیا وایي؟ هغې ځواب ورکړ، بلی رښتا وایم.
دنبي کریـــم صلی الله علیه وسلم د مبارکو سترګـــــــــو دید
ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها وایي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په تاریکۍ کې داسې هر شی لیده؛ لکه نور خلک یې چې په رڼا کې ویني.
حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ستاسو داسې خیال دی چې زه مخته شی وینم؟ په خدای قسم چې ستاسو رکوع او سجده له ما څخه پټه نه ده، بیشکه زه د شا له لورې هم تاسې وینم.
دنبي کــــــــــــریم صلی الله علیه وسلم مبارکې لاړې
حضرت انس رضی الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دوی د کور په څاه کې لاړې مبارکې توف کړې، چې په ټوله مدینه منوره کې د هغې څاه په شان خوږې اوبه نه وې.
د نبي کـــــــــــریم صلی الله علیه وسلم مبارک غــــــاښونه
له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مخ دوه غاښونه سره بېل وو او د خبرو پر مهال داسې محسوسیدل؛ لکه رڼا چې ورڅخه راوځي.
دنبي کــــــــــریم صلی الله علیه وسلم د اورېدلو توان
له حضرت ابوذر رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه هغه څه وینم؛ چې تاسې یې نه وینئ، زه هغه څه اورم؛ چې تاسې یې نه اورئ، تاسې د اسمان چېغ چېغ نشی اورېدلای او د اسمان چېغ چېغ صحیح دی، دا ځکه چې د ګوتو په اندازه ځای نشته چې پر هغه ځای دې ملائیکو خپل تندي پر سجده نه وي ایښي.
نور بیا..