یو تن ماین لیږدونکی ونیول شوو/لغمان

0 1,342

یو تن ماین لېږدونکی د ماین سره یو ځای لاس په لاسو ونیول شو.
د لغمان د امنیه قوماندانۍ د تروریزم پر ضد د مبارزې مدیریت د منسوبینو له لوري د ځانګړو اپراتیفي عملیاتو په تر څ کې یو تن سلطان محمد ماین لېږدونکی چې د الیشنګ ولسوالۍ څخه یې مرکز مهترلام ته په یوه سراچه ډوله موټر کې ماین را انتقالولو د ماین سره یو ځای لاس په لاس نیول شوی دی. چې په دې سره په مرکز مهترلام کې د یوې خونړۍ پېښه مخه ونیول شوه.
سلطان محمد چې اصلا د الیشنګ ولسوالۍ د سالاب د داګیانو کلي اوسیدونکی دی، د مخالفو وسلوالو د مشهور سرګروپ ملا برادر مخفی همکار دی او له مهترلام ښار څخه به یې هغوی ته اعاشه وي اکمالات هم کول.
همدارنګه د یاد مدیریت د منسوبینو له لوری یو بل کس چی مخالفو وسلوالو ته یې د کیبلی پل د جوړیدو په موخه (200) متره کیبل انتقالولو هم د تلاشۍ پر مهال نیول شوی دی.
ماین لېږدونکی او د کیبل انتقالونکی دواړه دا مهال په امنیه قوماندانۍ کې د پولیسو له لوري تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دی.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو ددغه لاسته راوړنې د ستاینې تر څنګ د ټولو کشفي او امنیتي ادارو مسولینو ته سپارښتنه کوي څو د دښمن د هر ډول شوم پلان د شنډولو په برخه کې بیدار و اوسي او خپلې کړنې نورې هم ګړندۍ کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply