د کونړ زده‌کوونکي وایي په یوه درسي کتاب څو زده‌کوونکي راټول وي

0 1,101

د کونړ د اکثرو ښونځیو زده‌کوونکي شکایت کوي چې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي چې له امله يې دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د عمراخان لېسې یوه زده‌کوونکي ازادي راډیو ته وویل:

“زما نوم فلک‎ناز ساپی دی، دا یوه میاشت وشوه چې ښوونځی مو پیل شوی دی، موږ ته درې کتابونه راکړل شوي دي او نور نه دي راغلي، د درس په وخت کې یوه کتاب ته ټول راټول شوي یوو چې دا یو مشکل کار دی، موږ سره داسې زده کوونکي هم شته چې بازار کې د کتابونو اخېستلو وس نه‌لري، ډېر غریب او بې وسه دي.”

دی وايي، د مضامینو نومونه يې زیات دي؛ خو په ۱۸مضامینو کې یواځې دوه یا درې کتابونه راکړل شوي دي.

دا چې د کونړ په مرکزي لېسو کې زده کوونکي کتابونه نه لري؛ نو د دې ولایت په لېرې پرتو سیمو کې به د زده کوونکو څه حال وي؟

د دانګام ولسوالۍ یو اوسیدونکی حاجي نثاراحمد وايي:

“د دانګام په ولسوالۍ کې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکو ته کتابونه سم وېشل شوي دي؛ خو له اووم څخه تر دولسم ټولګي زده کوونکو ته پوره کتابونه نه دي ورکړل شوي چا ته دوه، چا ته درې او چا ته څلور کتابونه ورکړل شوي دي؛ نو په همدې اساس زده کوونکي په سمه توګه درسونه نشي ویلای او ښوونکي هم په سمه توګه درس نشي ورکولای او نه د مهال وېش سره سم خپل درسي بهیر پرمخ بولای شي.”

د پېج درې د سندرۍ کلي اوسیدونکي غلام‎علي هم وايي چې بچي يي هره ورځ ښونځي ته ځي؛ خو کتابونه نه لرې او د کتابونو نشتون دی چې زده کوونکي یې په سمه توګه درسونه نشي یادولای او په کانکور کې اکثره ناکام او بې نتیجې وي.

ښاغلی غلام علي وایي:

“په ۱۸ کتابونو کې ورته یا پنځه کتابه رسیدلي وي او یا هم لس ، همدا وجه ده چې شاګردان درسونه په سمه توګه نشي زده کولای او په کانکور کې بیا له ستونزو او ناکامۍ سره مخ وي، زمونږ له دولته دا غوښتنه ده چې باید پدې برخه کې پوره توجه وکړي.”

د کونړ د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخونزاده د درسي کتابونو کمی مني او وايي چې دغه ستونزه يې له ښوونې او روزنې وزارت سره شریکه کړې او هغوی هم ورته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به ښونځیو ته کتابونه راولېږي.

نوموړی وايي:

“د لیسې دوره کې موږ د کتابونو ستونزه نلرو ، د لیسې دورې کتابونو مکمل شاګردانو ته رسیدلي دي. په منځنۍ دوره کې په سلو کې شل ستونزه لرو او په لومړنۍ دوره کې په سلو کې دیرش ستونزه موجوده ده. دا ستونزه مو وزارت سره شریکه کړې، هغوی هم راته ویلي چې په نېږدي ورځو کې به هر شاګرد ته کتابونه ورسېږي .کتابونه وزارت پورې تړاو لري. په ولایتونو کې نه چاپېږي.”

په کونړ کې نېږدې ۵۰۰ ښونځي شته چې اوس‎مهال په کې شاوخوا دوه لکه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي؛ خو په ښونځیو کې د نورو اسانتیاوو د نه موجودیت سربېره د کتابونو کموالي زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي چې حل کول يې اړین دي.

راپور : روح الله انوري

ازادي رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply